د نړۍ ترټولو مشهور لس پوهنتونونه 2016

ټایمز آف هایر ایجوکیشن یا د لوړو زده کړو پاڼې د نړۍ د پوهنتونونو په اړه رایې غونډې کړې او د اعتبار او حیثیت له مخې یې «هارورډ» امریکایی پوهنتون ترټولو اول درجه ګڼلی دی.
پدې لست کې د برتانیې ۱۰ پوهنتونونه راغلی دی، خو تیر کال دا شمار ۱۲ وو.
کیمبریج او اوکسفورډ لا هم د نړۍ پینځو غوره پوهنتونونو لست کې راغلې دی، او په ترتیب سره څلورم او پینځم راغلی دی.
اول درې واړه امریکایی پوهنتونونه دی.
سږکال پدې لست کې د آسیایی پوهنتونونو شمیر له لس څخه ۱۷ ته ختلی دی.
آسیا کې ترټولو ښه پوهنتون« د توکیو پوهنتون» دوولسم لمبر کې راغلی دی، د چین چینهوا پوهنتون ۱۸م، د پینکنګ پوهنتون ۲۱م، او د سنګاپور ملی پوهنتون ۲۶م لمبر راغلی دی.
دا درجه بندی د دغو پوهنتونونو د ښه شهرت په پام کې نیولو او په نړۍواله کچه تعلیمی او تدریسی څانګه کې د بوختو خلکو رایه په نظر کې نیولو په بنسټ شوې ده.
د څیړنې او زده کړه ییز معیار له اړخه بیا جلا درجه بندی شوې ده.
د حیثیت په نظر کې نیولو سره د لندن ۳ پوهنتونونه پدغه لست کې شامل شوی دی، چې ایمپیریل کالج لندن پینځلسم، یونیورسټی کالج لندن شلم، او لندن سکول آف اکنامکس ایڼد پولیټیکل ساینس ۲۴ لمبر کې راغلی دی.

د نظر اخیستنې له مخې، سږکال د نړۍ ترټولو لس غوره پوهنتونونه پدې ډول دی:

۱- هارورډ پوهنتون، امریکا

۲- میساچوسټیس انسټیټیوټ آف ټیکنالوژی، امریکا

۳- سټینفورډ پوهنتون، امریکا

۴- کیمبریج پوهنتون، برتانیه

۵- آکسفورډ پوهنتون، برتانیه

۶- د کلیفورنیا پوهنتون، برکلی، امریکا

۷- پرنسټن پوهنتون، امریکا

۸- ییل پوهنتون، امریکا

۹- کولمبیا پوهنتون، امریکا

۱۰- کلیفورنیا انسټیټیوټ آف ټیکنالوجې، امریکا

راپور: جمال ابراهیمی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب