که د معدې له ناروغیو کړیږئ لاندې خواړه مه هیروئ

ځینې مختلفو لاملونو له امله د انسان معده په ځینې ناروغیو لکه پړسوب، حساسیت، گیس او ځینې نور ناروغيو اخته کیدی شي.

د معدې اکثره ناروغۍ د ځینې باکتریا چې په خیټه کې د ناسور لامل هم ګرځي له امله را منځ ته کیږي. ځینې وختونه د معدې ناروغۍ د ځینې زخمونو او یا ځینې نور حرام مشروباتو د استعمال په نتیجه کې را پیښیږي. د معدې ناروغۍ نښې په یو انسان کې نسبت بل انسان ته توپیر لري او په ځینې کسانو کې هیڅ ډول نښه نه ښيي.
خو بیا هم کانګې کول، له ډوډۍ خوړلو وروسته د معدې پاسنۍ برخه کې پړسوب احساسول، په خیټه کې د دوه خوړو تر منځ او یا هم شپې لخوا د سوۍ احساس کول، هاضمې سیسټم خرابوالی، زړه سوۍ، د خیټې درد او د اشتها له منځه تلل معدې د ناروغۍ له پیژندل شوو نښو څخه دی.
د معدې له ناروغیو څخه خلاصون لپاره کولی شئ لاندې طبیعي خواړه چې هیڅ ډول غیر روغتیايي اثر نه لري استعمال کړئ.

ځمکني توتان (strawberries):

دغه خواړه د انټي اکسیډنټ خواص لرلو په اساس زیاته اندازه فینولیک (Phenolic) مرکبات لری. دغه خواړه د معدې مختلفو ناروغیو لپاره غوره درمل دی. دغه خواړه د معدې په مختلفو برخو کې د پړسوب مخه نیسي. د ۲۰۱۱ زیږیدیز کال یوې څیړنې ثابته کړې چې د ځمکني توتانو ورځنۍ او دوامداره استعمال د معدې غشاء یا پرده له مختلفو زیانونو ژغوري.
طریقه:
۱- د ځمکني توتانو وچې شوې پاڼې یوه کاچوغه په ګرمو اوبو کې واچوئ. د پنځه دقیقو لپاره يي خیشت کړئ.
۲- دغه اوبه د ورځې دوه یا درې ځلي وڅښئ. تر هاغه دغه عمل ته ادامه ورکړئ چې د معدې ناروغي مو له منځه ولاړ شي.
۳- هره ورځ څو دانې تازه ځمکني توتان استعمال کړئ ځکه چې دغه خواړه مو د معدې له ناروغیو ژغوري.

زنجبیل (Ginger):

دغه خواړه د پړسوب او باکتریا ضد ډیر قوی او پیاوړی خواص لري چې له همدې امله معدې د ناروغیو مخه نیسي. دغه خواړه د پړسوب کمولو سربیره په انسان کې د مختلفو ناروغیو مخه نیسی او د معدې درد، ګیس، هاضمې خرابوالی او ځینې نورو ناروغیو په مخنیوي کې ډیره مهمه ونډه لري.
طریقه:
۱- د تازه زنجبیل ریښې په خوټیدونکي اوبو که واچوئ او د پنځه دقیقو لپاره يي اوبو کې خیشت پریږدئ. لږه اندازه شات ور اضافه کړئ او لږ لږ يي وڅښئ. دغه محلول د یوې اونۍ لپاره د ورځې دوه یا درې ځلې وڅښئ.
۲- نیمه کاچوغه د زنجبیل اوبه له شاتو سره ګډ کړئ او له خواړه وړاندې د ورځې دوه ځلي د یوې اونۍ لپاره استعمال کړئ.
۳- د معدې له ناروغیو د مخنیوی لپاره باید تازه زنجبیل وژوول شي او یا هم د زنجبیل ګولۍ استعمال شي.

ویلنې (Peppermint):

دغه خواړه هم د پړسوب او باکتریا ضد خواص لري. د دغې خواړه پړسوب ضد خاصیت د معدې پړسوب له منځه وړي او له دې سربیره د خرابې هاضمې او د زړه سوۍ مخه نیسي.
طریقه:
۱- د ویلني ګولۍ له استعمالولو وړاندې له ډاکټر سره باید مشوره وشي. د ورځې یوه، دوه یا درې ګولی استعمالول بدن ته زیان نه رسوي. دغه ګولی د زړه سوۍ مخه نیسي. ۲- د معدې ناروغیو څخه مخنیوی لپاره باید تازه ویلنې وژوول شي او یا هم په سلاته، سوپ او نورو خوړو کې په زیاته اندازه استعمال شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب