د ذهن قوي ساتلو لپاره ۱۶ عام عادتونه

د ذهن مضبوط او مستعد کول دومره اسانه هم نه دي لکه څنګه چې يې تصور کېږي، د دې لپاره ډير وخت ته اړتيا لرو، د ورځني تمرين په ترسره کولو سره کولی شو خپل ذهن فعال وساتو او په ځان کې حقيقت پسندانه اميدونه پيدا کړو.
هغه چې ذهني فعاليت يې په ځای او قوي ساتلی وي، داسي کارونه نه انجاموي چې له کولو وروسته يې د وخت د ضياع احساس وکړي يا د نورو په وړاندي خپل وس او طاقت له لاسه ورکړي.
لاندې داسي څو عادتونه زده کړئ چې فعال ذهن لرونکي شخصيتونه يې خپلوي.
۱ – د جذبې او منطق تر منځ توازن
د ذهن له پلوه مضبوط افراد په دې خبره پوهېږي چې جذبه يې په سوچ اغيز کولی شي، دوی د ښې فيصلې کولو لپاره هر ممکن کوشش کوي ترڅو د منطق او جذبې ترمنځ توازن په خپل ځای پاتې شي.
۲ – تعميري رويه خپلول
د يو کار لپاره جواز پيدا کول، بهانې جوړول او له نورو خلکو شکايت کول هر سړی کوي خو هغه چې ذهني قوه يې فعاله ساتلې وي، هيڅکله نه غواړي چې خپل وخت په غير تعميري کارونو ضايع کړي.
۳ – د بدلون خپلولو په صلاحيت اعتماد
قوي ذهن لرونکي کسان پوهېږي چې د حالاتو بدلون او تغير ډاډ بښونکی نه وي؛ ځکه خو دوی خپله توجه او توان د وخت او حال د مزاحمت په ځای له هغو سره په عادت کېدو مصرفوي.
۴ – خوف ته مخامخ کېدل
که څه هم د ذهن له پلوه قوي خلک په ډار او ويره د غلبې حاصلولو ضرورت نه لري؛ ځکه دوی په بل چا څه نه ثابتوي او نه په کاميابۍ سره د خپلې دعوې د پای ته رسولو په فکرونو کې ډوب وي، مګر دوی له هغه خوف نه ويره هم نه لري چې په مخکې يې وي.
۵ – له اشتباهاتو سبق زده کول
داسي خلک خپلي تېروتنې نه پټوي او نه ورته جواز تراشي، بلکه له غلطيو يې زده کوي ترڅو په راتلونکي کې ترې ونشي.
۶ – د نورو په کاميابۍ خوشحالېدل
هغه کسان چې ذهناً قوي استعداد لري په خپل شاوخوا کې له اوسېدونکو خلکو سره د مقابلې او مسابقې په ځای له هغو سره په مرسته او تعاون باور لري، دوی د نورو په کاميابي د حسد يا کومه منفي جذبه نه حس کوي، بلکه د زړه له تله يې قدرداني کوي او لا يې هڅوي.
۷ – د خپلو استعدادونو لا ښه کولو ته توجه
دغه خلک د خپلو صلاحيتونو د منلو په اړه په فکر کې نه وي بلکه هڅه يې دا وي چې د امکان تر حده په ځان کې بهتري راولي.
۸ – د ژوند مشکلاتو ته د موقع په سترګه کتل
د ژوند ډيری مشکلات ځيني خلک تلخ او مايوسه کوي مګر قوي ذهن لرونکي اشخاص دغه حالت په حقيقت کې د پرمختللو موقع او ښه فرصت ګڼي، دوی باور لري چې دغه حالت يې په ځان کې نور وس او توان اضافه کوي.
۹ – په هر حال کې خوشحال اوسېدل
ذهناً قوي اشخاص په خپل حال او ژوند کې خوښ اوسېږي، که څه هم دوی له کاميابي او يا له ناکامي سره مخ شي.
۱۰ – تحمل مزاجي
ياد خلک خپلو مقاصدو ته د کوچني په ځای د يو لوی مدير په نظر ګوري، د دې لپاره څه وخت تکليف کولو ته هم تيار وي ترڅو طويل الميعاد بنيادونه جوړ او کاميابي تر لاسه کړي.
۱۱ – له ناکاميو بيرته راپورته کېدل
د ذهن له پلوه مضبوط کسان ناکامۍ د سفر پای نه بولي بلکه خپل ناکام کوششونه د تجربې او علم حاصلولو مواقع ګڼي، په دې سره په راتلونکي کې د دوی د کاميابي امکان زياتېږي.
۱۲ – حقيقت خوښونکی سوچ
دغسي خلک په توره تياره کې هم د رڼا څرک ويني او د روښانه اړخونو په اړه سوچ او فکر کوي، دوی له دې سره سره خپلې پراميدي ته اجازه نه ورکوي چې د ژوند له حقايقو بهر شي.
۱۳ – د خپلو فيصلو ذمه داري قبلول
دا کسان بې ضرورته خپل ځان د خود ترسي ښکار نه جوړوي او نه په ځان بد وايي، بلکه د خپلو اقداماتو پوره ذمه داري قبلوي.
۱۴ – د شګرګزاري اظهار
دا خلک هر وخت د زيات غوښتلو په ځای اعتراف کوي چې دوی له اړتيا زيات لري او د دې لپاره دوی د پورته خلکو شکرګزار دي.
۱۵ – د مشکل حلک کولو هڅه
دوی د مشکلاتو په څپو کې د ډوبېدو په ځای د هغو د حل پيدا کولو لپاره پوره هڅه کوي.
۱۶ کمزوري له منځه وړل او يا کمول
زيات خلک د خپلو کمزوريو د پټولو پوره کوشش کوي مګر قوي ذهن لرونکی شخصيت خپل توان د کمزوري په پټولو نه ضايع کوي بلکه د هغې په له منځه وړلو يې مصرفوي.

احمدګل ريان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب