په نړۍ کې تر ټولو زیات مړه ماشومان په کوم هیواد کې زیږي؟

په یوه تازه خپاره شوي راپور کې په نړۍ کې د مړو ماشومانو د زیږون کچه ښودل شوې.

د الانسټ په نوم یوې روغتیايي مجلې د سه شنبې په ورځ راپور خپور کړ، چې هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۷۲۰۰ ماشومان مړه زیږي، چې ځينې يې له زیږون وړاندې د مور په خېټه کې ساه ورکوي او ځينې یې بیا د ولادت پر مهال .

د سرچینې په حواله، د نړۍ په کچه د مړو ماشومانو د زیږون له درکه په لومړۍ درجه کې پاکستان قرار لري.

راپور وايي، تېر (۲۰۱۵م) کال کې په نړۍ کې ټولټال ۲.۶ میلیونه (شپږ ویشت لکه) مړه ماشومان پيدا شوي دي. په دې کې کابو ۹۸ سلنه ماشومان د دریمې نړۍ او د منځني عاید لرونکو هېوادونو اړوند دي.

په دې راپور کې همداراز د هغو هیوادونو په فهرست کې چې  د مړو زیږیدلو ماشومانو شمېره پکې تر ټولو کمه ده، په سر کې يې ایس لینډ دی، چې په هر زرو ماشومانو کې په منځني ډول ۱.۳ او په دوهمه درجه کې ډنمارک هیواد دی، چې په هرو زرو ماشومانو کې پکې ۱.۷ مړه زیږيدلي.

همدارنګه فنلینډ، ناروې، نیدرلینډ، کروشیا، جاپان ، جنوبي کوریا، نیوزيلینډ او پرتګال هم هغه هیوادونه دي، چې د مړو زیږیدونکو ماشومانو کچه پکې کمه ښودل شوې.

خو په دې څېړنیز راپور کې راغلي، چې د نړۍ د ۱۸۶ هیوادونو په منځ کې پاکستان یوازینی هیواد دی، چې په هر زرو (۱۰۰۰) زیږېدونکو ماشومانو کې يې کابو ۴۳،۱ ژوندي نه پايي او د زیږون څخه مخکې یا د زیږون پر مهال مري.

پر پاکستان سربېره افغانستان، نایجریا، چاډ، نایجر، ګني بساؤ، صومال، د منځنۍ افریقا جمهوریت، ټاګو او مالي هغه هیوادونه دي، چې د مړو زیږیدونکو ماشومانو کچه پکې لوړه ښودل شوې.

د «دانانسټ» طبي مجلې د مدیر رچرډ هارټن او ایډيټر سماراسکرا د خپل راپور په اړه په خواشینۍ سره وایي، چې په دې ټولټال ۲،۶میلونه مړو زیږیدونکو ماشومانو کې کابو نیم یې یانې ۱۳ لکه یې د زیږون څخه سمدستې وروسته مري.

د ادارې په باور دا خبره ناسمه ده ، چې ګنې اکثره ماشومان د زیږون پر مهال ژوندي وي ؛ خو د لازمو اسانتیاوو د نه شتون له کبله ساه ورکوي او دا مسأله دې په نړیواله کچه د یوې جدي موضوع په توګه مطرح شي.

په راپور کې د میندو نامناسبه غذا او خواړه، چاغښت، په نشه يي توکو روږدتیا، شکره، سرطان او د زړه سکته هم د ۱۰ سلنه زیږیدونکو ماشومانو د مړینې د لامل په توګه یاد شوي.

د یادونې وړ ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۴م کال کې په همدې مناسبت اعلان کړی و، چې باید مړو زیږیدونکو ماشومانو شمېره تر ۲۰۳۵م کال پورې په هر زرو (۱۰۰۰) ماشومانو کې لسو یا له دې هم لږو ته را ټيټه شي.

2015 کال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب