د کم خونۍ په هکله عمومي مالومات

 وينه په حقيقت کې له څو ډوله حجرو (ژونکو) څخه جوړه شوې ده. په دغو حجرو کې ترټولو مهمه او هم د شمېر له نظره تر ټولو ډېره زياته برخه سره کريوات جوړوي. سره کريوات دنده لري چې اکسجن له سږو څخه واخلي او د بدن نورو برخو ته يې يوسي او هلته يې د نسجونو د ميټابوليزم لپاره پرېږدي. سره کريوات خپله دنده د هيموګلوبين د پروټين په وسيله سرته رسوي. کله چې د سرو کريواتو په شمېر کې لږ والى راشي نو دې حالت ته کم خوني وايي. ځينې وخت ډاکټران هغو کسانو ته چې کم خوني ولري وايي چې د دوي د وينې شمېر را کم شوى. کوم تن چې له کم خونۍ سره مخامخ وي هغه انيميک بولي.

• له کم خونۍ څخه د ژغورنې لپاره او يا که په بل ډول يې ووايو د وينې سروکريواتو د شمېر په سمه توګه د ساتنې لپاره په کار دي چې د بدن غړي لکه پښتورګي ، د هډوکو مغز او هم په بدن کې د خوړو ترمنځ مرسته موجوده وي. که د يو تن پښتورګي يا د هډوکو مغز په سمه توګه کار نه کوي او يا دا چې بدن ته يې په سمه توګه خواړه نه رسېږي نو بيا نوموړى نشي کولى ترڅو د خپلې وينې د سروکريواتو شمېر نارمل وساتي ، همدا ده چې له کم خونۍ سره مخامخ کېږي.

• کم خوني په حقيقت کې د ناروغيو لپاره نښه ده چې ناروغۍ څومره پر مخ تللې خو پخپله ناروغۍ نه ده. کم خوني په دوه ډوله ويشل کېږي: حاده او بله ځنډنۍ يا مزمنه. ځنډنۍ کم خوني هغه ده چې د ډېرې زياتې مودې په اوږدو کې پيدا کېږي خو حاده کم خوني داسې نه ده هغه ډېره ژر را پيدا کېږي. د کم خونۍ د را پيدا کېدو وخت له ډاکټر سره مرسته کوي ترڅو وپوهېږي چې د کم خونۍ لامل څه دى. او که ډاکټر د کم خونۍ په ډول باندې پوه شي نو بيا يې د شدت اټکل هم کولى شي.

• د سرو کريواتو عمر ١٠٠ ورځې وخت دى ، همدا لامل دى چې د انسان بدن تل په هڅه کې وي ترڅو نورې حجرې يې په ځاى رامنځته کړي. په غټانو کې سره کريوات د هډوکو په مغز کې جوړېږي. ډاکټر هڅه کوي ترڅو د کتنې (معاينې) په ترڅ کې مالومه کړي چې آيا د سروکريواتو شمېر د وينې د ضياع له امله رامنځته شوى که د هډوکو د مغز په وسيله د سرو کريواتو د لږو جوړېدو له امله. په دې پوهيدل چې آيا د سپينو کريواتو شمېر هم لږ شوى کنه دا هم د کم خونۍ د لامل په تشخيص کې ګټه رسوي.

• د امريکا په متحد ايالتونو کې ٢-١٠ % خلک په کم خونۍ باندې اخته دي. په نورو ملکونو کې دغه اندازه له دې هم زياته ده. په ښځو کې کم خوني د سړيو په نسبت دوه ځلي زياته ده ، کم خوني هم په زړو او په ځوانانو کې پېښېږي خو په زړو کې د کم خونۍ ترڅنګ ممکن نورې ناروغۍ هم موجودې وي.

your ads

ژباړه ع ز ت (ژوندی)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب