ناروغي او وقایه او د ناروغيو لاملونه

ناروغي او وقایه:

أيا تر اوسه مو دغه جملې اورېدلي دي؟ د پرنجي په وخت کې خپله خوله پټه کړئ. خپل لاسونه پرېمينځئ، نا پرېمينځلې مېوه مه خورئ ، دا ټول څه معنا لري؟ دغه مطلبونه د ناروغيو د لېږدونې او خپرېدو د مخنيوي لپاره ډېر ارزښت لري. همدارنګه ستاسو بدن انرژي مصرفوي ترڅو بېلابېل فعاليتونه سرته ورسوي، أن د ويده کېدو لپاره هم انرژۍ ته اړتيا لري. د بدن د اړتيا وړ انرژۍ اندازه په عمر،جنس او دندو پورې تړلې دي، مثًلا:څوک،چې فزيکي فعاليت سرته رسوي، بايد په همغه اندازه انرژي واخلي او دغه انرژي له بېلابېلو خوړو څخه برابریږي. د تغذيې په برخه کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره يوازې غذا خوړلو ته پام نه کېږي، بلکې د تغذيې مناسبوالی مهم دی. د متوازنې تغذيې د لرلو لپاره بايد د حجرو، نسجونو او د بدن د غړو اړتيا ته هره ورځ د خوراکي توکو بشپړ ترکيب په پام کې ونيول شي. په دې څپرکي کې به تاسو د ناروغيو لاملونه، ساري او غيرساري ناروغۍ او د مېکروب په مقابل کې به د بدن د دفاع پر څرنګوالي پوه شئ ، د حفظ الصحې له پلوه د خوراکي توکو ډولونه او مناسبه غذا به وپېژنئ او د الکولو او نشه يي توکو زيانونه به درک کړای شئ.

 

د ناروغيو لاملونه

د بدن د پوستکي پرمخ د انسان د خولې او کولمو دننه او همدارنګه په نورو ژونديو موجوداتو، خاورو، اوبو او د نړۍ په ټولو ځايونو کې کوچني ذره بيني موجودات ژوند کوي چې بې له مايکروسکوپ څخه نه ليدل کږېي. دا ذره بيني اجسام د مېکروب يا (Micro Organism) په نامه يادیږي .

بکتريا، پروتستا، او ځينې فنجي د کوچنيو ژونديو موجوداتو (Micro Organism) له ډلې څخه او همدارنګه ټول ويروسونه د ډېرو کوچنيو اجسامو له ډلې څخه دي. زياتره ميکروبونه کولای شي د کوربه د بدن دننه د مثل توليد وکړي. ځينې يې د انسان بدن ته داخلېږي، په ډېر لنډ وخت کې د مثل توليد کوي، خپل شمېر کې زياتوالی راولي او د ناروغۍ لامل کېږي چې د ناروغيو د توليدوونکو مېکروبونو (Pathogens) په نامه يادیږي. ددې کوچنيو موجوداتو په زياتې پېژندنې سره کولی شو د ډېرو ناروغيو په لامل باندې پوه شو او په دې به هم پوه شو چې يو زيات شمېر يې زموږ د ژوند لپاره ډېر مهم دي او له دوی پرته ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي. دا مايکروسکوپي اجسام په لاندې ډول تر څيړنې لاندې نيسو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب