عمر (رضي الله عنه)؛ شخصیت او نوښتونه یې

حضرت عمر دویم راشد خلیفه دی. دخطاب زوی دی. کله یې چې اسلام راوړ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په الفاروق لقب ونوماوه او فرمایل به یې چې «ده[عمر] حق او باطل تر منځ جدا کړل».
عمر بن الخطاب ته د امیرالمومنین خطاب هم شوی دی چې بیا به په همدې نوم یادیده.

عمر رض څنګه اسلام راوړ:

نوموړی د بعثت په پنځم کال د اسلام په پاک دین مشرف شو. د ده اسلام د مکې مشرکینو ته په سیاسي لحاظ سخته ضربه وه. څنګه چې عمر د جاهلیت په دور کې په سخت سړي د مسلمانانو پر ضد مشهور و همداسې له اسلامه وروسته د کفارو پر ضد هم و، چې ډیر مشرکین یې له نومه هم ویریدل.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم د عمر په اړه فرمایي: «الله تعالی حق د عمر په خوله او زړه کې ګرځولی، که له ما وروسته بل نبي وای هغه به عمر و».
عبدالله بن مسعود وایي: «د عمر اسلام زمونږ لپاره بری، هجرت یې نصرت او خلافت یې رحمت و».

د حضرت عمر رض خلافت:

عمر بن الخطاب په (13)هجري د مسلمانانو خلیفه شو چې پوره (10) کاله او شپږ میاشتې خلافت یې کړی او د دې خلافت په دوره کې نوموړي ډیر داسې کارونه کړي چې نه مخکې چا کړي و او نه وروسته. د نوموړي په خلافت کې اسلامي فتوحات زیات شول، نه یې شو کولای چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه راروان نظام یې په هماغه ټکو روان کړی وای، بلکې ډیرو داسې کارونو سره مخ شو چې بغیر له نظام جوړولو یا نوي کولو څخه ورته ساتنه سخته ښکاریده.

د حضرت عمر رض نوښتونه:

محمد بن سعد وایي:«عمر لومړنی شخصیت دی چې اسلامي (هجري) تاریخ یې رواج کړی، عمر د روژې په میاشت کې تراویح په جماعت رواج کړي، دوه امامان يې په مدینه منوره کې منتخب کړي وو، یو د نارینه وو لپاره او بل د ښځو لپاره، د لومړي ځل لپاره یې یو کس د شرابو د څښلو په جرم اتیا (80) دورې وهلی دی، او د شراب جوړونکي کور یې سوځولی دی، عمر په کفارو خراج او جزیه لازمه کړی وه، مالداره به (48) متوسط به (24) او غریب به (12) درهمه جزیه ورکوله، چا به یې چې د ورکولو توان نه درلود هغه ته به یې د بیت المال (بیت مال المسلمین) نه مال ورکوه، (یوه ورځ عمر د خپل عادت په څیر د مدینې په ښار کې د خلکو د احوال اخیستلو لپاره ګرځیده چې یو یهودي یې تر نظر لاندی شو د خلکو د کورونو دروازې ټکوي او د امیرالمومنین پوښتنه ترې کوي، عمر راوغوښت او د حال پوښتنه یې ترې وکړه، هغه ویل زه یهودي یم خو ضرورتمند یم که څه راکړی! عمر هغه خپل کور ته بوت او څه چې ورسره کور کې و هغه یې ورکړل، بیا یې د بیت المال نه دې یهودي ته نفقه ورکړه او رخصت یې کړ).

عمر د بدریانو (د بدر غزا شرکت کونکي) لپاره خاص معاش ټاکلی و، د تقوا یا پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته د نیژدیوالي په اساس یې کسانو ته معاش زیات او کم ورکاوه.
عمر د عسکري او اداري کار لپاره دفترونه جوړ کړي و، چې به په کې مختلفو کسانو کار کوه، د عسکرئ وظیفه یې لازمه ګرځولې وه، هر عسکر ته به یې د میاشتې معاش ورکوه، نوموړي به هر وخت د خپلو وزیرانو حال اخیسته، د رعیت سره به یې ورته په ښو اخلاقو او ښه معامله امر کاوه، بد اخلاقه او خرابه معامله کونکي به یې له دندې ګوښه کول او سزا به یې ورکوله.

نوموړي د سزا لپاره جیلونه جوړ کړي و، د مختلفو جرمونو لپاره یې مختلفې سزاګانې ټاکلې وې چې یوه یې په جیل کې وخت تیرول و.

امیرالمؤمنين ډیر ښارونه لکه: (آذربیجان، عراق، اهواز، فارس، شام، مصر، دمشق، اسکندریه، قادسیه) او نورې ډیرې سيمې فتحه کړي.
نوموړي ډیر نوي ښارونه (کوفه، بصره فسطاط او داسې نور) جوړ کړي، د پیغمر صلی الله علیه وسلم مسجد یې پراښه کړی، او پخپل خلافت کې یې ډیر نور کارونه کړي چې نن هم زمونږ تاریخ پرې ځلیږي….
نوموړي ډیر ابتکارات په فقهي مسائلو کې هم کړي خو مونږ یې په همدي اکتفا کوو.

د حضرت عمر رض شهادت:

عمرالفاروق رضي الله عنه د سهار لمونځ ورکاوه چې ابي لؤلؤ مجوسي د شا لخوا نه په توره وواهه سخت یې زخمي کړ چې بیا په شهادت ورسید.
الله تعالی دې مونږ کې د عمر په شان شخصیات ډیر کړي. آمین
لیکوال: محمد عمار سعد

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب