د سترګو او د پوستکي رنګ|بیولوژي

د سترګو رنګ

د انسان د سترګو د عنبيې، ويښتانو او د پوستکي رنګ د يو شمېر پګمنټونو )Pigments) پورې اړه لري، چې اساس او بنسټ يې ځانګړي جينونه تشکيلوي. ځينې وختونه امکان لري چې د يو جين کې د تغير له کبله د رنګ د رامنځته کېدو مخنيوی وشي.

د سترګو د مشيمې مخکينۍ برخه چې د سترګې د کسي )Pupil) شاوخوا واقع ده او د عنبيې په نامه يادېږي. رنګه برخه ده چې د رنګ له پلوه په بېلابېلو انسانانو کې توپير کوي چې د عنبيې رنګ د مېلانين )يو ډول پګمنټدی)پورېاړهلري.معمو ًلا)تترنګپهروښانهرنګغالبدی او نسواري او يا شين رنګ په أبي رنګ غالب دی). د ځينو خلکو د سترګو د عنبيې رنګ شين يا أبي دي خو د زياترو خلکو د سترګو رنګ نسواري يا تور وي. د انسانانو د سترګو په رنګ کې د نه )٩) فينوټايپونه تعين شوی دی.

د پوستکي رنګ

ډېر امکان لري چې د انسان د پوستکي رنګ د څلور جفته اليلونه په واسطه کنترولېږي. هر څومره چې په دوه رګه کې د رنګه اليلونو شمېر د تور او سپين په منځ کې زيات وي په هماغه اندازه د پوستکي رنګ تياره وي ځکه چې د اليلونو تاثيرونه سره يوځای کېږي. و يلی شو چې د انسان د پوستکي د رنګ صفات د زياتو جينونو يا (د دوه اليلونو څخه د زياتو) په واسطه تعينېږي. په هغو نوو زيېږدلو کې چې د پروټين په شديد قلت (Kwashiorkor په ناروغۍ) اخته وي د خضري يعنې البينو ناروغۍ د پيدا کيدو خطر يې زيات وي. په دې صورت کې د رنګه موادو د تشکيلېدو لپاره په کمه اندازه امينواسيدونه په ځانګړي ډول (Tyrosin) ضروري دی. همدارنګه د چاپېريال فکتورونه (هغه کيمياوي او فزيکي بدلونونه چې په جين که رامنځته کيږي) هم د پروټين په کموالي کې په هماغه اندازه چې په د جين د تغير په واسطه په Albinism کې مؤثر دي تاثير اچوي.

Albinism د پوستکي او ويښتانو په اړه يو ډول ارثي بې نظمي ده چې د مغلوب په شکل په ميراث اخېستل کېږي.

يو وګړی چې د البينو د مشخصاتو ليږدونکی وي د رنګه موادو د موجوديت سره بياهم د پوستکي او د ويښتانو رنګ جوړولی نشي. او يعنې د ا توان نه لری د امينواسيدونو څخه يو ډول رنګه ماده جوړه کړي. د البينو ويښتان سپين او پوستکی يې کام ًلا بې رنګه دی. داچې د سترګې د عدسيې ترشا وينه ښکاري نو سترګې يې سرې معلومېږي.

البينېزم د مغلوب په شکل په ميراث وړل کېږي. له دې کبله که خپلوان په  خپل منځ کې واده وکړي دا خطر په جدي توګه اطفالو ته متوجه دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب