وينې کموالی

د وينې کموالى په وينه کې دهيمو ګلوبين د کچي له ټيټوالي څخه عبارت ده چې دوينې دسرو حجراتو دکيفيت يا کميت له کموالي سره څرګنديږي. د ويني د سرو حجرو شمير کموالى کيداى سي دلاندې مواردو په پايله کې رامنځته سي.
• دتوليد کموالي

• داوسپنې د فوليت يا دواړواو ويټامين 12B دتغذيې کموالى، چى دهيموګلن بين په توليد کې هغوى ته اړتياده .
• خوار ځواکې – دخوراکې موادو کموالى دوينې دکموالي ډير معمول لامل دى.
• اميدواري.
• مزمن سيستميکې ناروغۍ.
• دهډوکي دمغز دتوليد کموالى ( لوکيميا او يا نورې ناروغۍ).
• انتان.
• خراب جذب.
• دتخريب زياتوالي ( هيموليز).
• ملاريا.
• انتان ( ويروسي باکتريايي).
• ددرملوغبرګونونه د ( مثال په توګه Cytoxtoxics,Co –Trimoxazol,Primaquine يا دمشتقات Nitrofuran ).
• Hyperplensim ، دانزايمونو کموالي.
• دويني ضايع کيدل.
• پرازيټي انتانات ( دمثال په ډول چنګکي چينجي ،Whipworm ).
• دوينې ضايع کيدل په مياشتنى عادت کى له ډيرى وينې راتلني يا ږيږون سره .
• په مزمنه توګه دوينې له لاسه ورکول، دمعد او اثناعشر له ټپ څخه راپيداسوې ناروغۍ، بواسير، يا دکولمو سرطان.
تشخيص
• دوينې دکموالي اعراض او علايم دهغه دمزمنوالي او شدت ددرجي له مخې توپير لري.
• دويني خفيف کموالى کيداى سي کومه نښه ونلري ، په عمده موندنو کې کيداى سي لاندې موارد شامل وي:
o الوتى رنګ – منضمه ،مخاطي غشا او دنوکانو بستر.
o ستړيا، داشتها نشتوالې ،دسړښت نه زغمل.
o دسر درد او ګنګس والى.
* دوينې شديد کموالى ( په هر ډيسي ليتر کې له ٧ ګرامه څخه کم هيموګلوبين HB ) چې دلاسونو په ورغوي کې درنګ له شديد خسافت سره مل وي، داحالت کيداى سي په سالنډۍ او دزړه دعدم کفايى لامل سي.
* دوينې دکموالي لپاره دتعريف سوي ارزښتونه دعمر اوجنس له مخې توپير لري ،په ټولنيزه توګه په ماشومانو کې په هر ډيسي ليتر کې له ١٠ لس ګرامو څخه کم ( له ٢٨ هيماتوکريت سره سمون لري) او په لويانو کې په هر ډيسي ليترکې له ١٢ ګرامو څخه کم ( له ٣٢ هيماتوکريت سره سمون لري) دويني دکموالي تعريف دى.

ډاکتر محمدامين

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب