دجنابت په حالت کې ماشوم ته شيدې ورکول

پوشتنه مې داده چه دکوروالي څخه وروسته دغسل نه کولو په وخت کې ميرمن خپل پچي ته تى يا شيدې ورکولي شي که نه او حکم يې څه ده؟
که وخت لرى نو مهرباني وکړى زما پوښنې ځواب همدې ادرس ته راوليږى
د ځواب په تمه

ځواب :

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:

که چیرې مور دجنابت په حالت کې وي نو کولای شي چې خپل ماشوم ته شیدې ورکړي ، او په دې کې هیڅ مشکل نه شته .

مسلمان که جنوب هم شي نو نجس نه دی ، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : (إن المؤمن لا ينجس) رواه البخاري ومسلم
یعنې مؤمن نه نجس کیږي . دا حدیث بخاري او مسلم روایت کړی

قال ابن حجر في الفتح ( وأراد بذلك نفي الوصف النجس عن المسلم حقيقة ومجازاً).
ابن حجر رحمه الله د دې حديث په شرح کې وايي چې ددې حديث مطلب دادی چې له مسلمان نه د مجازي او حقیقي نجاست نفي شویدی.

نو ښځه کولی شي چې خپل اولاد ته دجنابت په حالت کې شیدې ورکړي .

والله أعلم.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب