د پټ عیب ښکاره کول

یو عالم وايي چې:
زه هیچا هم نه وم لا ځوابه کړی، پرته له یوې ښځې، چې په لاس کې یې یو داسې قاب و، چې د پاسه پرې پرده اچول شوې وه.
ما ترې پوښتنه وکړه، چې آغلې په قاب کې څه دي؟
ویې ویل: که د ویلو وای، نو پټولو ته یې څه اړتیا وه؟!
زه یې ډېر شرمنده کړم.
دا یو معمولي ځواب نه و، بلکې ډېره ستره او قیمتي خبره وه، چې له ځان سره یې دا پیغام لېږدوه:
هر شي چې بل یې د پټولو هڅه کوي، تاسې یې د بربنډولو هڅه مه کوئ.
د هیچا د پټې څېرې د ښکاره کولو کوښښ مه کوئ، اګر چې تاسې په دې یقیني یاست چې هغه بد دی، همدومره بسنه کوي، چې هغه ستاسې احترام وکړ او خپله ښه څېره یی تاسې ته وړاندې کړه.

الله تعالی دې په دنیا او آخرت دواړو کې زموږ پر ګناهونو پرده واچوي.
که موږ د یو بل په ګناهونو خبر شو، نو باور وکړئ، چې یو بل به دفن (ښخ) هم نه کړو.

کوښښ وکړئ، چې د هیچا عیب هم په را برسیره نه کړئ.
ځکه که چېرې هغه ستا له امله شرمنده شي، نو سبا به د قیامت په ورځ الله تعالی در څخه وپوښتي، چې ما خو په خپل بنده پرده اچولې وه، نو بیا ولې تا هغه وشرماوه.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب