له مېرمنې سره مو د معاشرت آداب زده کړئ!

ډېری نارینه کله، چې په ټولنه او یا هم کاري محیط کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي، او له مینې ډک چلند کوي، چې له نیکه مرغه دا یوه ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتېږي. خو له بده مرغه، کله، چې دغه کسان کورته ننوزي، دا هر څه له دروازې بېرون پرېږدي، داسې رفتار او خبرې کوي، چې په یو ډول نه په یو ډول یې د مېرمنې د آزار او خپګان سبب ګرزي. ډېره کله دا خبرې ان د بې ادبۍ تر سرحده پورې رسېږي، خبره دومره له چوکاټه وزي، چې ان مقابل کس یې هم د زغملو توان له لاسه ورکوي.

ولې باید له مېرمنو سره د معاشرت آداب مرعات کړئ؟

هغه څه چې موږ د خپلې مېرمنې پر وړاندې تر سره کو له پوره قوته او اهمیته ډک دي. ځکه کله، چې موږ له خپلو مېرمنو سره ښه چلند کو دا په دې مانا ده، چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دا څه دمېرمنو لپاره تر هرڅه ارزښناک او د قدر وړی دي، دوی احساس کوي، چې خاوند ته یې څمره مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کېږي. کله، چې تاسو خپلې مېرمنې ته په احترام قایل شئ او درنښت ورکړئ، معلومه خبره ده، چې دوی دوه چنده له تا سره ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري. دا څه یوازې د مېرمنو کار نه دی، بلکې که تاسو په هر ډول محیط کې له خلکو سره ښه چلند وکړئ، نو په بدل کې به یې ښه چلند وینئ. دا خبره سمه نه ده، چې وایي «ښه مه کوه بد نشته» بلکې اصلي خبره دا ده، چې وایي « انسان د احسان تابع دی» که دې ښه وکړل په بدل کې به یې ښه ویني او که خدای مه کړه له چا سره بد چلند وکړئ، نو بیا د ښو تمه هم مه ترې کوئ. څېړنو ثابته کړې ده، چې د نارینوو په نسبت ښځې څو چنده پر خپلو مېړونو مهربانه دي. کېدای شي ځینې وخت د مېرمنې لخوا هم له خاوند سره بد چلند وشي، خو په ګډ ژوند کې دا هر څه ممکن دي او باید د دواړو ترمنځ د خبرو له لارې جوړ جاړی وشي، مشهوره خبره ده، چې وایي« که یو کس د بام پر سره یوازې ژوند کوي، بهتره داده، چې له یوې ژبورې ښځې سره تر چت لاندې ژوند وکړي» مېړونو ته هم لازمه ده، چې تل د خپلو خبرو واک په خپل لاس کې واخلي، تل متین او با وقاره اوسي. د یوه نارینه لپاره لازمه ده، چې هر موقیت ته په کتو سره خبرې وکړي او خبرې یې د دې سبب نه شي، چې خدای مه کړه د چا د ازار سبب وګرزي.

په کورنۍ کې باید څه ډول د معاشرت آداب پلي کړئ؟

د معاشرت کوم آداب، چې په کورنۍ کې باید مراعت شي له هغه سره کامل توپیر کوي، چې هغه په ټولنه، کاري محیط او یا هم له کوم بېګانه کس سره تر سره کيږي. کېدای شکه کله په کور کې تاسو په غوسه وئ، خو کله، چې دروازه ټک ټک کېږي زر تر زره باید د خپلو خبرو لهجې ته بدلون ورکړئ او په ډیره نرمه او له مینې څخه په ډکه لهجه او خلاصه ټنډه له راغلي کس سره خبرې وکړئ. له دې لیکنې څخه مو موخه داده، چې له هر چا سره باید د خبرو کولو ځانګړی طرز په پام کې ونیسئ په ځانګړي ډول له خپلې مېرمنې سره، ځکه هغه ستاسو د ژوند شریکه ده، که تاسو د خپل ژند له شریکې سره ښه اړیکه ونه لري، نو مه هېروئ، له خپل ژوند څخه په هېڅ صورت سره خوند نه شئ اخیستی، او بلاخره دا څه د دې سبب ګېږي، چې اولادونه به مو هم په ښه روحیه نه وي روزلي او ان ډیری وخت کېدای شي ستاسو په کورنۍ کې د درز لامل وګرزي.

د دې لپاره، چې پوه شئ تاسو په خپل کور کې له مېرمنې سره په اصولو او د ادبي معاشرت په چوکاټ کې خبرې او چلند کوئ که نه؟
باید دې پوښتنو ته ځوابونه و وایۍ.

مېرمن مو ستاسو د خبرو او ورځني چلند په اړه څه احساس لري؟
ستاسو چلند ستاسو د مېرمنې په عزت نفس باندې څه تاثیر لري؟
مېرمن مو د یوه نعمت په سترګه درته ګوري او که په شتون مو شرمېږي؟

دغه پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره به درته جوته شي، چې تاس څه ډول کس یې، که پوه شوئ، چې تاسو په سم ډول له خپلې مېرمنې سره د معاشرت د آدابو له مخې پر مخ نه ځئ، نو لا هم وخت لري، چې خپل ځان جوړ کړئ، تر څو له پاتې ژونده خوند واخلئ.

څه باید وکړئ؟

تاسو په دې پوهېږئ، چې مینه ګوستاخي نه بلکي د ښه ژوند لپاره تر ټولو یوه ښه لاره ده. که په ريښتیا هم له خپلې مېرمنې سره مینه لرئ، نو ضرور باید له هغوی سره د معاشرت آداب هم زده کړئ. د دې کار د کولو لپاره تر ټولو مخکې له هغه کارونو لاس واخلئ، چې د مېرمنې د خپګان او آزار سبب مو ګرزي.

په دې ځای کې درې شیان دي، چې له تاسو سره مرسته کوي، تر څو له مېرمنې سره مو د معاشرت آداب زده کړئ.

۱- تر ټول طلای لار:

له مېرمنې سره مو داسې چلند وکړئ، چې تاسو یې هم د کولو تمه ترې لرئ.

۲- تل یو ډول چلند وکړئ:

کله چې تاسو له کوره بېرون، په ټولنه، کاري محیط، له نېږدې ملګرو سره څه ډول چلند کوئ په کور کې هم په هماغه ډول خندان او مینه ناک اوسئ.

۳- تر وسې پورې یې سالمې غوښتنې ومنئ:

مېرمنې
ښځه او خاوند

هغه څه، چې مخکې مو مېرمنې در څخه غوښتي تر اوسه مو نه دي تر سره کړي، بیا ترې وپوښتئ، دغه څه هم ور سره شریک کړئ او قناعت ورکړئ، چې غوښتنې یې باید په داسې سرحد کې وي، چې ستاسو له وسې سره پوره وي، ډاډه یم، کله، چې له خپلې مېرمنې سره په سم ډول چلند وکړئ، په هر ډول در سره ګزاره کوي، ځکه چېرته چې خوښي وي، هلته بیا مادیاتو ته دومره ارزښت نه ورکول کېږي او معلومه خبره ده، چې خوښ ژوند په ډېر پیسو او مادیاتو کې نشته، یوازې موږ خپله کولای شو، چې د ځان لپاره د خوښ ژوند زمینه برابره کړو او بس.

دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی
حیران یم، چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه.

ژباړن: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب