نقد که تخریب!؟

د سالم تنقید او ښکاره تخریب تر منځ ډېر لوی فرق دی. قدرمن وروڼه او خویندې، باید ددې استعداد او پوهه ولري چې سالم تنقید د ښکاره تخریب نه جدا، او هغه هېڅکله یو له بله سره ګډ نکړي. الحمدالله، مونږه ټول په ترتیب سره، مسلمانان، او افغانان یو. نو د ښکاره تخریب خو باید هېڅ سوال پیدا نه شي، او دا ځکه چې هېڅ هوښیار او پوه سړی به هېڅکله خپلې پښې پخپله پرې نکړي. نو هیله ده، چې د سالم تنقید او ښکاره تخریب تر منځ په سمه توګه توپیر وکولای شو.

سالم تنقید؟

سالم تنقید، د فشار هغه آله او وسیله ده، چې د هغو پذریعه د یوې ټولنې او یا د یوه ملک کارکونکي خپلو مسٔولیتونو ته په ښه توګه متوجه کېږي.
که چېرې په یوه ټولنه کې سالم تنقید رواج ونلري، نو ډېر امکان شته، چې د یوې ټولنې کارونه چې څرنګه لازم وي، په هغه توګه په مخ ولاړ نشي.

د ښو کارو تخریبول خو په هېڅ صورت کې باید هېچا ته د منلو وړ نه وي، او د دغه شانته تخریب مخنیوی باید ډېر ژر وشي.
سالم تنقید، هغه تنقید ته ویل کېږي، چې هغه په سمه توګه، د یوه کار د ښه کولو دپاره په مناسب وخت او مناسب ځای کې وشي، او په هغه کې هېڅ ډول، شخصي غرضونه او هدفونه، نغښتي نه وي. که چېرې همدغه سالم تنقید، په سالمه توګه سر ته ونه رسېږي، نو کېدای شي، چې دغه سالم تنقید بیا په تخریب بدل شي.
د مثال په توګه: که یو څوک خپلې دندې ته هر وخت ناوخته راځي، او بیا ډېر وختي بېرته ځي، او د خپلو نیږدې ملګرو نېکې مشورې بابیزه ګڼي، نو پدغه صورت کې خلک حق لري، چې په دغه نفر تنقید وکړي.
یا په بل عبارت ځینې وروڼه او خویندې چې د یوه کار مسٔولیت په غاړه اخلي، او خلکو ته د خدمت کولو غوړې وعدې ورکوي، او چې کله د یوه کار دپارهٔ تعین شي، نو بیا هغه وعدې تر پښو لاندې کوي، او هېڅ کار نکوي. نو که څوک په دغه ورور او یا خور تنقید وکړي، نو دغه تنقید ته باید د تخریب په سترګه ونه کتل شي.

همدارنګه، که یو څوک د خپل هدف د لاسته راوړلو په خاطر، ناحقه، بېځایه، او بې وخته، تنقیدونه کوي، او کومه د حل لاره هم نه وړاندې کوي، نو دغه شانته تنقید ته، ښکاره تخریب ویل کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د سالم تنقید د تشویق مخه هېڅوک هم باید ونه نیسي، او هغه باید د زړه له کومي تقویه کړي، او هېڅوک هم له سالم تنقید څخه معاف کېدای نشي.
همدارنګه، د یادولو وړ ده، چې داسې ونشي، چې د سالم انتقاد تر نامه لاندې، ښکاره تخریب صورت ونیسي. په تخریب کې ټول شخصي غرضونه او هدفونه پټ وي، او د تخریب پېژندل دومره سخت کار هم ندی، او تخریب له ورایه تخریب ښکاري.

وروڼه او خویندې، باید ډېر ځیرک او هوښیار و اوسي، چې د سالم تنقید او ښکاره تخریب په منځ کې توپیر وکولای شي.
تخریب کار هر وخت کوښښ کوي، چې خپل تخریب ته د حق بڼه ورکړي، او خپل ځان په خاص مهارت سره، حق په جانب وشیي. تخریب کار، هر وخت د پاکو وروڼو او خویندو له پاک نیت او اعتماد څخه ناوړه ګټه پورته کوي، او هغه خپل زهر، په هر مناسب ځای او وخت کې، په خاص مهارت سره، د دوا تر نامه لاندې خلکو ته ور پېچکاري کوي.
د بېلګې په توګه: یو سړی په پټه یوه بده خبره د یوه ورور او یا یوې خور په حصه کې درته کوي، او بیا درته وایي، چې دغه خبره یوازې تاته کوم، او دغه خبره امانته ده، او بل چا ته یې ونکړې. نو دغه تخریب کار، خپل تخریب په همدغه ناوړه توګه سرته رسوي، او دا ځکه چې هغه خو ښه مطمىٔن وي، چې دغه پاک مسلمان خو زما نوم نه افشاء کوي، او هغه خپل تخریب ته په ډېره سپین سترګۍ په ډاډه توګه دوام ورکوي. نو د وروڼو او خویندو دپاره لازمه ده، چې دغه تخریب کار، په همغه لومړنۍ مرحله کې پوه کړي، او د هغه تخریب خنثٰی کړي.
که چېرې دغه تخریب کار ته غوږ ونیول شي، نو پوه شئ چې هغه د خپل مطلب کار وکړ. یعنې، که مار ته یو ځلې په سینه باندې، د ګرزېدو اجازه ورکړل شي، نو بیا به د هغې چاره په ډېره سختۍ سره وشي.

د پام وړ ټکي:
ځینې خلک خپل تخریب د سالم تنقید تر نامه لاندې په ښه توګه پر مخ بیایي، چې دغه کار د ټولو نېکو اصولو خلاف دی، او قدرمن وروڼه او خویندې باید دغه شان تخریب کارو ته ډېر متوجه وي.
همدارنګه، هغه وروڼه او خویندې، چې سالم انتقاد، د یوه کار د اصلاح او ښه والي دپاره کوي، هغوی باید تشویق شي، او په هېڅ وخت کې هغو ته د تخریب کار په سترګه و نه کتل شي، بلکه، هغو ته د مصلحینو او نېکو خلکو په سترګه وکتل شي.
هېره د نه وي، چې دغه سالم تنقید، د غیبت بڼه ځانته غوره نکړي. یعنې، د سالم تنقید، اصلي موخه باید اصلاح وي.
همدارنګه باید په یاد ولرو چې: هغه چاته چې الله(ج) عزت ورکړی وي، هغه هېڅوک هم بې عزته کولای نشي، او هغه چاته چې الله(ج) عزت نه وى ور په برخه کړی، هغو ته هېڅوک هم عزت نشي ورکولای. نو راځئ، چې خپل عزت په اسلام کې ولټوو.
هېره د نه وي، چې ځینې خلک به زمونږه په نېغه او سمه لاره کې هر وخت اغزي پاشي. زمونږه دنده داده، چې دغه اغزي به یو په بل پسې له خپلې لارې په سمه توګه لرې کوو، او د اسلام په رڼا کې به خپل ځانونه، خپل اصلي منزل ته په ډېر احتیاط سره رسوو.
دا باید په یاد ولرو، چي د خپل حرکت، خط سیر ته هر وخت ډېره پاملرنه وکړو، چې الله مکړه، بل طرف ته روان نه و.

عبدالله وردک – انګلستان – آګست – ۲۰۱۸

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب