نكاح په كومو تورو یا الفاظو تړل كيږي؟

نكاح په كومو تورو تړل كيږي؟

نكاح په ايجاب او قبول تړل كيږي خو داخبره په ياد ساتل اړين بريښي چې دايجاب او قبول توري به دواړه يا يې هم كوم يو په تيرې شوې زمانې دلالت كوي ,دساري په توګه داسې به ويل كيږي (ما خپله فلانۍ لور تاته دركړې وه ) دابل لورې به وايي (ما قبوله كړې وه ) يا به داسې وايي (ماخپله لور تاته په نكاح دركړيوه )دا بل لورې به وايي (ما قبوله كړيده ) دګونګي نكاح په اشاره باندې تړل كيږي كه يې چيرې دقبول لپاره ځانګړې اشاره څرګنده وه .

نكاح چي په كومو تورو تړل كيږي هغه په دوه ډوله دي:

لومړى صريح توري , لكه دنكاح توري (ما خپله لور تاته په نكاح در كړې وه ) د تزويج توري (زه خپله لور تا ته په تزويج دركوم ) همداراز هغه ټول توري چې په هغو سره ديوه څرګند شي ملكيت په سملاسي ډول تر لاسه كيږي په هغو تورو سره نكاح هم تړل كيږي لكه :هبه ,تمليك ,صدقه ,بيع او شرا تورو سره نكاح تړل كيږي .

دوهم ـ د نكاح د تړلو لپاره كنايي توري:
څنګه چې دنكاح دتړلو لپاره كنايي توري ډير دي او حكمونه يې سره جلا جلا دي ځكه يې نو له ليكلو نه ډډه كوو ,البته دنكاح په ترڅ كې دكنايي تورو دكارولو په مهال كې دې د نكاح دتړل كيدو او نه تړل كيدو پوښتنه له ځايي علماو نه وپوښتل شي .

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب