د نوح علیه السلام د ژوند موده څومره وه؟

  نوح علیه السلام د زيات عمر لرونکى وو او ډېر اوږد عمر يې درلودئ، نوح علیه السلام يوازنى پيغمبر دئ چي د زيات عمر لرونکى او زيات جهاد کونکى دی، ده چي کوم تکليفونه زغملي دي بل هيڅ پيغمبر ته نه دي رسېدلي، نوح علیه السلام خپل قوم ته شپه او ورځ، په پټه او ښکاره دعوت کاوه. نوح علیه السلام ٩٥٠ کاله عمر درلودي په خپل عمر کي يې خپل قوم ته پند ورکاوه، په  موعظه حسنة او حکمت سره يې د الله جل جلاله لوري ته دعوت ورکاوه مګر د قومه څخه يې پرته لدې چي دده تکذيب يې وکړ، مخ يې ځني ګرځاوه، او تکيلفونه يې ورسول بل څه يې نه ځني وليدل، دده د قوم زړونه تر ډبري سخت وه او عقلونه يې تر اوسپني محکم وه. نوح علیه السلام وروسته تردې چي په خپل قوم کي يې زيات وخت ژوند وکړ، پرته له دې چي کم شمېر خلګ مسلمانان سوه نورو اسلام نه راوړى لکه الله جل جلاله چي يې يادونه کړې ده : (وماآمن معه الا قليل) يعني د نوح علیه السلام سره ايمان نه راوړى مګر ډېر لږو کسانو.
ځيني مفسرينو ليکلي دي چي د نوح علیه السلام سره لسو کسانو ايمان راوړى او دده سره په کښتۍ کي سپاره سوه، ځينو بيا دغه شمېر څلوېښت ښودلى دی، خوصحيح قول د ابن عباس رضی الله تعالی عنه وينا ده چي فرمايي: د نوح علیه السلام سره اتيا نفرو ايمان راوړى البته دښځو سره، همدغو کسانو نجات پيدا کړ، او د نوح علیه السلام سره په کښتۍ کي سپاره سوه. ددغه وضعيت څخه معلوميږي چي نوح علیه السلام ته زيات تکليفونه  د خپل ژوند په اوږدو کي رسېدلي دي، کوم تکليفونو، آزميښتونه ، عذابونه او بلاوي چي ده ته رسېدلي دي غير دهغه نبيانو څخه چي اولوالعزم دي بل څوک يې دتحمل توان نه لري او نوح علیه السلام يې تحمل کړى دی له همدې امله دى نوح علیه السلام داوالعزم نبيانو څخه دی، اولوالعزم نبيان هغه نبيان دي چي دصبر توصيه يې الله جل جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته کړې ده او ورته فرمايي : (فاصبر کماصبر اوالعزم من الرسل) يعني ته داسي صبر وکړه لکه اوالعزم رسولانو چي کړى وو.
د اولوالعزم رسولانو شمېر پنځو تنو ته رسيږي چي دلاندنيو رسولانو څخه عبارت دي:
نوح ، ابراهيم ، موسى، عيسى او محمد عليهم الصلواة والسلام.
مؤرخينو ليکلي دي: نوح علیه السلام په پنځوس کلنۍ کي پيغمبر سو نهه نيم سوه کاله يې دعوت وکړ، کله چي قوم يې هلاک سو بيا ٣٥٠ کاله نور ژوند وکړ، په دې لحاظ نو دده ټول عمر ١٣٥٠ کاله کيږي، دا هغه خبره ده چي دتورات څخه رانقل سوې ده خو دايو ډول مبالغه ده ځکه دا دهغه  تورات خبره ده چي تحريف سوى دی او په تحريف سوي تورات کي داسي مبالغې ليکل سوي دي، صحيح خبره هغه ده چي په قرآن کي ذکر سوې ده چي الله جل جلاله دده عمر نهه نيم سوه کاله ښودلى دی لکه چي فرمايي:
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ (۱۴) سورت العنکبوت ایت۱۴.
ژباړه : بېشکه موږ نوح علیه السلام وخپل قوم ته ولېږئ په خپل قوم کي نهه نيم سوه کاله واوسېدئ دده قوم طوفان غرق کړی، دوى ظالمان ول.
په دغه آيت کي د نوح علیه السلام عمر په څرګند ډول ښودل سوى دی، کله چي په ايت کي يو شی په څرګند ډول بيان سي نوموږ دنورو کتابونو دبيان هيڅ اړتيا نه لرو.
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب