د صالح علیه السلام نسب

صالح علیه السلام  دعبيد زوى دئ ، عبيد دآصف زوى … چي دنسب سلسله يې سام بن نوح ته رسيږي. الله جل جلاله  صالح علیه السلام  دعربو څخه يوې بيلي سوي قبيلې ثموديانو ته په پيغمبرۍ سره  لېږلى دئ . ثموديانو ته ځکه ثموديان ويل کيږ ي چي ددوى نسب و ثمود بن عامر ته کيږي ثمود بن عامر ددوى دنېکه ګانو څخه ووچي دسام بن نوح زوى وو له همدې وجهي څخه دوى په ثموديانوسره نومول سوي دي.
عرب تراسماعيل علیه السلام  وړاندي موجود دعرب العارية يعني خالص عرب په نامه سره يادېدل چي دډېرو قومونو څخه تشکيل وه چي له ډلي څخه يې قحطان ، ثمود ، عاد، جرهم ، مدين او داسي نورقومونه دي.
مستعربه عرب هغه عربو ته ويل کيږي چي دعربو تابعيت يې ترلاسه کړى دئ يعني تر اسماعيل علیه السلام  وروسته موجود سوي دي ، اسماعيل علیه السلام  لومړى کس دئ چي په فصيحه عربي ژبه يې خبري کړي دي، اسماعيل  علیه السلام  دجرهم قوم څخه سره اوسېدلى دئ البته پر هغه مهال دمور سره يوځاى په مکه مکرمه کي اوسېدئ او په همدغه ځاى کي يې عربي ژبه زده کړه.(البداية والنهاية ج ١ ص : ١٢٠)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب