د ابراهيم علیه السلام نسب

ابراهيم  علیه السلام  د تارخ ، تارخ د ناحور ، ناحور د ساروغ زوى دئ …… د ده مبارک د نسب سلسله و سام ته رسيږي چي د نوح علیه السلام  زوى وو. د ابراهيم علیه السلام  او نوح علیه السلام  ترمنځ تر ١٠٠٠ کالو زيات واټن وو . دنسب دغه سلسله مؤرخينو د تورات څخه اخيستې ده او دده دپلار نوم يې تارخ ښودلى دئ خو قرآنکريم دده دپلار نوم آزر ښودلى دئ همدا خبره درسته او داعتماد وړ دئ. کوم څه چي مؤرخينو ليکلي دي دتورات څخه يې اخيستى دي ، په تورات او انجيل کي د مسلمانانو له انده تحريف يقيني دئ، په دغه تحريف سوي کتاب کي چي کوم څه ليکل سوي دي دمسلمانانو لپاره هيڅ داعتماد وړ نه دي. ځينو مفسرينو هم دا نظر ټينګ کړى دئ چي دابراهيم علیه السلام  پلار تارخ وو او او آزر يې اکاوو ، کېداى سي چي دوى په دې موخه دده پلار تارخ ثابتوي چي دده دمقام سره مناسبه نه بولي دى دي ديوه مشرک زوي وي خو اصلي خبره داده چي دده دپلار شرک دده مقام اومرتبې ته هيڅ تاوان نه رسوي ځکه هدايت او ضلالت دالله جل جلاله  په قدرت کي دئ . هيڅ بده خبره نه ده چي د ابراهيم  علیه السلام  پلار دي مشرک وي ځکه موږ وينو چي دفرعون مېرمن آسيه رضی الله عنها مسلمانه وه او دنوح علیه السلام  زوى کنعان کافر وو. دا داسي څه دي چي دانبياؤ علیهم السلام  مقام ته ډېر لږ تاوان هم نه رسوي.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ښودلې ده چي دابراهيم  علیه السلام  پلار آز ر دئ ځکه دبخاري شريف په يوه روايت کي راځي :
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : دقيامت په ورځ به ابراهيم علیه السلام  دخپل پلار آزر سره مخ سي په داسي حال کي چي دپلار مخ به يې په ګرځونو لړلى وي . ابراهيم علیه السلام  په ورته ووايي : ماتاته نه وويل چي زما نافرماني مه کوه؟ پلار به يې ورته ووايي : نن ورځ زه ستا هيڅ نافرماني نه کوم . ابراهيم علیه السلام  به الله جل جلاله  ته وايي : اې خدايه ! تا زما سره وعده کړې وه چي دقيامت په ورځ به زه تانه خواروم او نه به دي ذليل کوم؟ تردې به نو لوى ذلالت چيري وي چي زما پلار ستا درحمت څخه ناهيله دئ؟ الله جل جلاله  به ده ته ووايي : ما پر کافرانو باندي جنت حرام کړى دئ . بيا به ابراهيم  علیه السلام  ته وويل سي چي ته خپلو پښو ته وګوره ، ابراهيم علیه السلام  چي خپلو پښو ته وګوري يو ذبحه  سوى حيوان چي په وينو به لړلي وي وه به يې وويني. ابراهيم  علیه السلام  به ددغه ځاى څخه ليري سي او دى به دوزخ ته وغورځول سي. (3101 – حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ أَخْبَرَنِي أَخِي عَبْدُ الْحَمِيدِ عَنْ ابْنِ أَبِي ذِئْبٍ عَنْ سَعِيدٍ الْمَقْبُرِيِّ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ يَلْقَى إِبْرَاهِيمُ أَبَاهُ آزَرَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَعَلَى وَجْهِ آزَرَ قَتَرَةٌ وَغَبَرَةٌ فَيَقُولُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ أَلَمْ أَقُلْ لَكَ لَا تَعْصِنِي فَيَقُولُ أَبُوهُ فَالْيَوْمَ لَا أَعْصِيكَ فَيَقُولُ إِبْرَاهِيمُ يَا رَبِّ إِنَّكَ وَعَدْتَنِي أَنْ لَا تُخْزِيَنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ فَأَيُّ خِزْيٍ أَخْزَى مِنْ أَبِي الْأَبْعَدِ فَيَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى إِنِّي حَرَّمْتُ الْجَنَّةَ عَلَى الْكَافِرِينَ ثُمَّ يُقَالُ يَا إِبْرَاهِيمُ مَا تَحْتَ رِجْلَيْكَ فَيَنْظُرُ فَإِذَا هُوَ بِذِيخٍ مُلْتَطِخٍ فَيُؤْخَذُ بِقَوَائِمِهِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ . بخاري ج : ١١ ص : ١٣٦ ط : المکتبة الشاملة)
په دغه حديث کي په څرګند ډول ليکل سوي دي چي دابراهيم علیه السلام  دپلار نوم آزر دئ .
ابن کثيررحمة الله علیه ليکلي :
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (74) وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ (75)  (سورة انعام الايتان ٧٤ ، ٧٥)
ژباړه : ياده کړه هغه وخت چي ابراهيم علیه السلام  خپل پلار آزر ته وويل : ايا ته بتان په خدايۍ نيسې ؟ بېشکه زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهي کي وينم همدا ډول موږ ښکاره کړي وه  ابراهيم علیه السلام  ته ملکوت داسمانو او مځکي او ددې لپاره چي دى دپوره يقين کونکو څخه  سي.
په پورتني آيت کي ويل سوي دي چي د ابراهيم علیه السلام  دپلار نوم آزر وو خو دنسب پوهني جمهور علماء چي ابن عباس رضی الله عنه هم ددغه ډلي څخه دئ ــ وايي : دابراهيم  علیه السلام  دپلار نوم تارح وو او اهل کتاب يې په تارخ سره يادوي يعني په خاء سره او اول په حاء سره دئ.
داسي ويل سوي دي چي تارح اصلا ديوه بت نوم ووچي پرستش يې کېدئ ده ته لقب په ورکول سوى وو.
ابن جرير ليکي :
صحيح خبره داده چي د ابراهيم  علیه السلام  دپلار نوم ازر وو ځکه قرآنکريم هم دغه نوم ياد کړى دئ . کېداى سي چي دپلار يې دوه نومان وه اويايې يولقب وو او بل به يې نوم وو . همدا خبره زما له نظره خوندوره ښکاري .( )
والله اعلم وعنده ام الکتاب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب