دروژې ثوابونه څنگه ترلاسه کولای شو؟

د الله پاک په فضل او کرم سره دا دی يو ځل بيا زموږ او ستاسو په ژوندانه کي يوداسي عزتمندمېلمه راغی چي دنورو مېلمنوپه څېرنه دی بلکي دې مېلمه زموږاوستاسولپاره دځانه سره ډېرسوغاتونه راوړي دي.
دا مېلمه درمضان المبارک مياشت ده چي له ځانه سره يې دالله پاک له لوري زموږاوستاسولپاره:مغفرتونه،(دگناهونوبخښل کېدل)رحمتونه اوله اوره آزادي راوړې ده.
داسي سوغاتونه يې راوړي چي هغوته زموږتربل هرڅه زيات اړتياشته.

د دغي مبارکي مياشتي روژه فرض اوداسلام له بُنيادي پنځوارکانوڅخه يورُکن دی اوداسلام سترلارښودجناب محمدرسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (من صام رمضان إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه) (رواه البخاري ومسلم) .
(څوک چي درمضان روژه دايمان په حالت کي اودثواب په نيت سره ونيسي،ده ته به دده مخکينۍ ټولي گناوي ور وبخښل شي!!)
دروژې ډېري زياتي فائدي اوثوابونه شته خودغه فضائل اوثوابونه يوازي هغه څوک ترلاسه کولای شي څوک چي دالله جل جلاله درضالپاره له خوراک څښاک اونوروهغوټولوکارونوڅخه روژه ونيسي دکوموکارونوکول چي روانه دي.
لکه درواغ،غيبت کول،دغيبت اورېدل،چُغلگري کول،بدي خبري کول،حرام خوراک کول اوداسي نور…….
داسي روژه چي انسان ونيسي چي دټول بدن يې روژه وي نوبيايې روژه فائده منه ده
که داسي نه وي نوبيادداسي روژې په هکله په حديث کي راغلي دي:
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه(رواه البخاري)
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:څوک چي درواغ وينااوپه درواغوعمل کول پرې نږدي نودالله پاک دې ته ضرورت نشته چي دی خپل خوراک اوڅښاک پرېږدي!!)
يعني دروژې اصلي مقصددادی چي انسان له حراموکارونوڅخه ځان وژغوري.
همدارازرسول الله  صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : (رب صائم ليس له  من صيامه الاالجوع، ورب قائم ليس له  من قيامه الا السهر) (رواه ابن ماجه واللفظ له والنسائي وابن خزيمة) .
(ډېرداسي روژه نيونکي شته چي له روژې څخه پرته له لوږي  نورڅه په لاس نه ورځي اوډېردشپې عبادت کوونکي داسي دي چي له عبادته يې پرته له شوگيرۍ نورڅه په لاس نه ورځي.!!)
ددې حديث مطلب دادی چي څوک روژه ونيسي اوله گناووڅخه ځان نه ساتي نوداروژه يې فائده نه ورته کوي.
په کومه روژه کي چي له بدوکارونوڅخه ځان ساتنه نه وي داسي روژه الله پاک ته اعتبارنه لري اوداسي روژه کمال هم نه دی ځکه داسي روژه خوحيوانات هم نيولای شي چي  له سهاره تر مازديگره خوراک اوڅښاک ورباندي بندشي!!
دمسلمان دروژې امتيازپه دې کي دی چي دده دټول بدن به روژه وي اوداروژه به دده دټول کال لپاره تمرين وي چي په ځان کي تقوی راولي،دلته چي ده ځان له حلالواوحراموټولووساتی نوبيادی په اسانۍ سره کولای شي چي په راتلونکي کي ځان له حرامووساتي.
نوالله پاک دي د صحيح روژو د نيولو توفيق راکړي او په خپل عالي دربارکي دي يې په ښه طريقه قبولي کړي.آمين يارب العالمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب