فرعونيانو ته د اوو عذابونو راتګ

کله چي فرعون الهي امرونه ونه منل بلکي دځان دعزت او قوت لپاره يې په ګناه لاس پوري کړ، دموسي علیه السلام  تکذيب يې وکړ، يعني الهي استازى يې نه باله او دبني اسرائيلو په عذاب ورکولو کي يې دهغه څه څخه کار اخيستى چي دده به په توان وو ، بني اسرائيل يې نه ازادول بلکي دوى يې ټول دځان غلامان ګرځولي وه او دبني اسرائيلو زورولو ته يې دوام ورکړ ، الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي فرعونيانو ته ووايي چي که تاسو بني اسرائيل نه ازادوى او الهي احکامو ته غاړه نه ږدئ نو نژدې دئ چي دالله جل جلاله  عذاب به پرتاسو راسي .
 دوى بياهم دجهالت پر لاره روان وه  دموسي علیه السلام  په دې خبرو سره يې غوږ نه ګراوه هغه وو چي دالله جل جلاله  عذاب راغلى دوى چي په عذاب اخته سوه نو دستي موسي علیه السلام  ته راغلل او ورته وې ويل : اې موسي! ته دعا وکړه چي الله جل جلاله  دا عذاب ليري کړي موږ به  خامخا ايمان راوړو او مؤمنان به نه زوروو کله چي به موسي علیه السلام  دعا وکړه ددوى څخه به عذاب پورته سو دوى به بېرته په سرکښۍ لاس پوري کړ، دمسلمانانو زورولو ته به  يې دوام ورکړ، اوخپله وعده به يې ماته کړه . الله جل جلاله  دوى ته ډول ، ډول عذابونه راوستل دايو ډول دوى ته اخطار وو څو دوى په الهي قدرت باندي دزړه له کومي پوه سي او دهدايت ولوري ته راسي خو دوى به په بيا ، بيا سره خپلي وعدې ماتولې او دعذاب دراتګ په وخت کي  به يې موسي علیه السلام  ته زارۍ کولې . کوم ابتلائات چي دوى ته راغلل لاندني نهه يې مشهور دي :
1. وچ کلي: الله جل جلاله  ددغه وچ کلۍ څخه په (السنين) سره تعبير کړى دئ او دغه دالهي ابتلاء او وچ کلۍ څخه عبارت دئ او دباران دنه اورېدو څخه عبارت دئ چي په پايله کي دوى دسختو مشکلاتو سره مخ سوه ، زراعت يې نه کېدئ آن تردې چي دپسو دڅرولو لپاره يې هم ورشو نه درلوده.
2. دميوو لږوالى : يعني ددوى باغو او درختو به لږ مېوې کولې ځکه ډول ، ډول آفتونه به پر مسلط سوه په پايله کي به دوى دسختو مشکلاتو سره مخ کېده.
3. طوفان : دا ابتلاء عبارت ده دسختو بارانو اوسيلابو څخه چي ددوى پر باغو او کښتو به مسلط سوه ټول شيان به يې ور برباد اوهلاک کړه . ابن عباس رضی الله عنه څخه هم داسي روايت سوى دئ . ځيني بيا په دې آند دي چي دغه طوفان دويالو دبهېدو څخه عبارت دئ چي پر دوى باندي به راتللې.
4. ملخان : پر فرعونيانو باندي داسي ملخان راغلل چي تر عادي راتګ زيات وه ټولي شنې ګياوي ، مېوې او درختي يې وپوښلې ، دومره زيات وه چي  بيخي د لمر وړانګي يې ددوى څخه بندي کړې ، ددوى ټول شيان يې هلاک کړه او هيڅ شي يې ورپرې نه ښودئ.
5. سپږي : دا داسي ابتلاء وه چي ددوى حبوبات يې له منځه وړل  . ځينو ويلي دي چي دا هغه سپږي دي چي ځيني حبوبات لکه منځه وړي له نخود ، لوبيا او داسي نور چي يو ډول خسمانان وکړي او بيا خرابي سي . ځيني بيا په دې آند دي چي دا هغه سپږي دي چي په بدن کي پيدا کيږي او دوى به يې ناارامه کول آن تردې چي بيخي به دوى ددغه سپږو دلاسه خوب نه سواى کولاى.
6. چنګوښي : دايو مشهور حيوانان دي چي پردوى باندي بيخي زياتي راغلې او دوى ته  يې بيخي ژوند ګران کړ، په خوراکونو کي به يې وې ، په لوښو کي به يې وې ، پرجاموباندي به يې وې  ، پرفرشونو اوداسي نورو باندي به يې دغه چنګوښي وې.
7. ويني : دداسي ابتلاء وه چي دموسي علیه السلام  ډېره څرګنده معجزه وه په داسي ډول چي اوبه به پردوى باندي په وينو بدلېدلې ، دهر څاه او چينې څخه چي به يې اوبه راوکښلې فورا به دغه اوبه په وينو باندي بدلي سوې هيڅ پاکي اوبه دوى نه سوې پيدا کولاى. حال داچي ددغو ټولو ابتلائاتو څخه بني اسرائيل په امن کي وه.
8. لکړه : مخکي مو ددغه لکړي بيان وکړ، چي دموسي علیه السلام  لويه معجزه وه کله چي به موسي علیه السلام  وغورځول په يوه لوى مار به بدله سوه.
9. لاس : ددې بيان هم وړاندي وسو چي موسي علیه السلام  به کله لاس په ګرېوان  کي دننه کړئ دګرېوان څخه به يې تېز نور اوروښنايي راووتل لکه لمر.
الله جل جلاله  ددغو ابتلائاتو په اړه فرمايي :
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ (سورة اسراء الاية ١٠١)
ژباړه : بېشکه موږ موسي علیه السلام  ته په اتو معجزو سره راتلل کړي وه.
په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :
وَلَقَدْ أَخَذْنَا آلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ (130) فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوا لَنَا هَذِهِ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا بِمُوسَى وَمَنْ مَعَهُ أَلَا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِنْدَ اللَّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (131) وَقَالُوا مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِ مِنْ آيَةٍ لِتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ (132) فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُفَصَّلَاتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُجْرِمِينَ (133)  (سورة اعراف الايات ١٣٠ الي ١٣٣)
ژباړه : بېشکه موږ دفرعونيانو نيول وکړه په وچ کلۍ او دمېوو په کموالي سره ددې لپاره چي دوى پند واخلي . کله چي  به دوى ته نېکي ورسېده دوى به ويل : دا نېکي زموږ ده او که به دوى ته بدي ورسېده دوى به په موسي علیه السلام  او دده په ملګرو سره بدفالي کول . خبر دار اوسئ ددوى ددغه بدفالي بدي دوى ته دالله جل جلاله  دلوري څخه رسېدلې ده مګر زيات خلګ ددوى څخه نه پوهيږي.دوى به موسي علیه السلام  ته ويل کومه معجزه چي ته موږ ته راوړې دا ته په موږ سحر وکړې نو موږ پر تاباندي ايمان نه راوړو نوموږ پردوى باندي طوفان ، ملخان ، سپږي ، چنګوښي او ويني راواستولې . پرلپسې ابتلائات نو دوى کبر وکړ، او دمجرمانو قوم جوړ سوه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب