د مسجد آداب

۱- مسجدونه ودان کړئ او خدمت یې وکړئ، د مسجد ودانول او خدمت کول د ايمان له نښو ځنې دي . نبي کریم 0 فرمایي :مسجد جاروکول،پاکول،خاوري خځلې ترې ټولول،مسجد کي عطر پاښل (په ځانګړي ډول د جمعي په مبارکه ورځ) انسان جنت ته کاږي .(ابن ماجه)

۲- مسجد د ننوتلو په مهال باید د انسان د زړه او سوچ ټول پام د الله ‘ عظمت او جلال ته وي . نه ښایې چي د الله ‘ کورته په چټي خندا، خبرو او غفلت ننوزو.

۳- ځینې خلک له امام سره په رکوع کي د ګډون او رکعت نیولو لپاره مسجد ته ځغلي. رسول الله 0 مسجد ته ځغاسته او منډه هم منع کړي ، ځکه چي د بشر د وقار او درنښت خلاف کار دی ،مسجد ته باید په ډېر درنښت او وقار لاړ شو.

۴- مسجد کي باید ډیره غلي ناسته وشي،په مسجد کي باید د دنیا له خبرو،غالمغال،ټوکو، د نړۍ پر حالاتو تبصره کولو او را کړې ورکړې نه په ټینګه ډډه شي ،ځکه چي د مسجد بې حرمتي ده. مسجد د خدای ‘ کور دی او یوازې د هغه ‘ عبادت پکې کول پکار دی .

۵- مسجد ته باید داسي ماشومان پرې نه ښودل شي،چي د مسجد په درناوي نه پوهیږي او مسجد چتلوي .

۶- له مسجد نه باید لاره جوړه نه شي .مسجد ته له ننوتلو وروسته د هغه حق دی چي پکي لمونځ،ذکر او یا تلاوت وشي .

۷- که د چا څخه کوم څیز بهر ورک شي نو په مسجد کي یې باید اعلان ونه کړل شي،رسول الله 0 به له هغه چا خوښي نه څرګندوله چي په مسجد کي به یې د ورک شوي شي اعلان کاوه ، او که به یې کاوه؛نو ورته فرمایل به یې :لارد الله علیک ضالتک . یعنې خدای ‘ دې ستا ورک شوی څیز تا ته بیرته نه درکوي .

۸- په مسجد کي چي هر ځای تش وي هلته باید کېنو ، تر خلکو ټوپ اخیستل او یایې له اوږو نه پښې اوچتول د مسجد د آدابو خلاف کارونه دي .

۹- مسجد ته باید لومړۍ ښۍ (راسته)پښه ننویستل شي،رسول الله باندې درود وویل شي او تر درود وروسته دغه دعا ویل په کار دی : اللهم افتح لی ابواب رحمتک . (مسلم)
ژباړه : یا خدایه! ماته د خپل رحمت ورونه (دروازې) پرانیزه .
نبي کریم 0 فرمایی : له تاسو نه چي هرڅوک مسجد ته ننوزي لومړۍ دي پر نبي کریم 0 درود او بیا دې پورتنۍ دعا ووایي .

مسجد تر ننوتلو وروسته باید دوه رکعته نفل وشي چي تحیته المسجد یې بولي .

۱۰- له مسجد څخه د راوتلو په وخت کي باید لومړۍ چپه پښه د باندې کېښودل شي او دا دعا لوستل په کار دي : اللهم انی اسئلک من فضلک . (مسلم)
ژباړه : یا خدایه ‘ ستا فضل او کرم غواړم .

۱۱- په مسجد کي بايد د جمعي (جومات) او آذان ځانګړي ترتيبات ونيول شي،هغه کسان د امام او مؤذن په توګه دټاکلو وړ دي چي په ټولېز ډول په دین او اخلاقو کي تر نورو غوراوى ولري . ترکومه چي شوني وي باید داسي کسان پر امامت او آذان وګمارل شي چي تنخواه نه اخلي او په خپله خوښه  دې سپيڅلي دندې ته چمتو شي . ياده دي وي دا هغه مهال کیدای شي چي د هرې سيمي خلک یو ډله د مسجد په خدمت ګماري اود خاص امام او مؤذن ټاکلو پر ځای د امامت لپاره د هغوی له ډلي څخه د ښو اخلاقو څښتن کس غوره کوي .

۱۲- پوه او هوښیار ماشومان باید له ځانه سره د ښه خوی او لمانځه د زده کولو په موخه مسجد ته بوتلل شي،که کومه شوخي یا بل ناوړه کار وکړي نو اصلاح دې يې په ژبه وشي نه د زور او سوټي له لاري .

ژباړه : محمدالله وفا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب