د دعا کولو اداب

که چیری تاسو  د هیواد ریس جمهور او یا کوم بل ملی شخصیت لخوا وبلل شی چی ورسره د خپلو اړتیاو په هکله خبری وکړی نو تاسو به دغه ملاقات ته څنګه تیاری نیسی؟ تاسو به خامخا د ټولو نه ښی جامی اغوندی او د ملاقات په وخت کی به ښه الفاظ استعمالوی او منطقی خبری به  کوی. او د غوښتنی په وخت کی به ورته خامخا وایی چی تاسو پدی باور یاستی چی ستاسو هیلی او غوښتنی به پوره کیږي.
اوس سوال دادی چی ایا مونږ د دعا په وخت کی د دعا کولو اداب مراعاتو؟ ایا موږ په پوره باور سره دعا کوو؟  نو راڅی چی لاندی ټکی په غور سره ولولو:
تر ټولو نه غټ دلیل چی زموږ دعاګانی نه قبلیږی زموږ د الله (ج) په باره کی یو لړغلط ګمانونه دي. په قران مجید په سوره نمل ۲۷-۶۲ کی راغلی (بلکی هغه ذات غوره دی چی د مجبور (او عاجز) سوال قبلوي، کله چی هغه الله وبلي او هغه تکلیف (او سختی) لری کوي او تاسی د ځمکی خلیفه مقرروي. ایا له الله ج سره بل معبود شته؟ او تاستو ډیر لږ نصیحت منی.
حضرت عمر رض ویل چی زه د الله (ج) په ذات پوره یقین لرم چی زما دعاوی خامخا قبلوي، خو د خپلی دعا په هکله ندیښمن یم چی ایا زه دعا په پوره باور سره  کوم.
د حضرت محمد (ص) نه روایت دی چی الله (ج) د هر مسلمان دعا قبلوي، په دی شرط چی د ګناه کولو چانس او یا هم د خپلوي د ختمولو خطر پکی نه وي خو شرط دادی چی مسلمان بی صبري ونه کي. موږ وپوښتل چی بي صبري نه مطلب څه دی؟ رسول الله ص وویل چی بي صبري نه مطلب دادی چی بنده پدی ګمان چی الله می دعا نه مني دعا کول پریږدي چی داسی نده.
په خپلو اعمالو باید غور وکړو: د دوامداره ګناهونو کول او توبه نه ایستل ددی سبب ګرځی چی د انسان دعاوی قبولی نشي. نو پدی خاطر لازمه ده چی موږ خپلو اعمالو باندی غور وکړو، د ګناهونو نه توبه وباسو او الله ج ته رجوع وکړو.
د دعا کولو نه مخکی لازمه ده چی د الله ج حمد او ثنا ووایو او په رسول الله ص درود واستوو. یو ځلی رسول الله ص نه روایت دی چی حضور پاک یو کس د دعا کولو په حالت کی ولیدو نو ویی ویل چی دا کس ډیر تلوار کی دی. او هغه یی راوغوښت اوورته یی وفرمایل: کله چی د تاسو نه څوک  الله ج ته دعا کوي نو باید لمړی د الله ج حمد او ثنا ووایي بیا دی  په رسول الله ص درود واستوي او دهغی نه وروسته دی دعا وکړي. ددعا وخت کی لازمه ده چی په غوره الفاظو دعا وغوښتل شي. د ټولو نه غوره الفاظ د الله ج مبارک نومونه دي. د مثال په ډول د دعا په وخت کی  الله ج د الرحمن الرحیم په نومونو مخاطب کول. ددعا وخت کی مخ قبلی ته اړول، په سجودو کی دعا غوښتل، د اذان او اقامی منځ کی دعا کول، په تهجد کی دعا کول، د دعا نه مخکی خیرات ورکول او د کوم غریب مدد کول، د بل مسلمان د خوشحالی سبب جوړیدل، د دعا نه مخکی اودس کول مناسب عملونه دي چی ددعا د قبلولو سبب جوړیدلای شي.
الله ج څه ډول څمونږ دعاوو ته ځواب راکوي؟
د رسول الله ص نه روایت دی چی الله ج چی هر هغه دعا چی د ګناه او د خپلوي او قطع تعلق ګمان په کی نه وي په دری ډول ځوابوي، یا یی سمدستي قبلوي، یایی ثواب په اخرت کی ورکوي، او یا په همغه اندازه مصیبت د بنده نه لری کوي. په اخر کی لازمه ده چی ووایم چی د الله ج نه تل ددی او هغی دنیا د کامیابی او ښیګڼو لپاره دعاکوی. الله دی ټول مسلمانان په خپله پناه کی لري.

ژباړه: عمر حامد

لیکونکی: حسین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب