د قدر شپې اهميت او فضيلت

د قدر د شپې په اړه په قرآن کريم کي الله جل جلاله فرمايي:

{إنا أنزلناه في ليلة القدر} [القدر: 1] ترپايه.

لنډ تفسير:
{إنا أنزلناه}، يعني: قرآن موږ نازل کړی دی.

{في ليلة القدر}، يعني: په مشرف او فضيلت لرونکي وخت کي، دې شپه کي الله پاک د بندګانو، او د ځمکي پر مخ د ښارونو لپاره أمور (کارونه) مقرروي تر بل کال پوري.

ابن عباس رضی الله عنه او نور مفسرين فرمايي: الله پاک د لوح محفوظ څخه د دُنيا اسمان ته قرآن په يو وار نازل کړی دی، او وروسته يې تفصيلاً لږ، لږ د ضرورت اندازه په ۲۳ کلونو کي ځمکي ته را لېږلی دی.

{وما أدراك ما ليلة القدر} دلته د قدر د شپې د تعظيم يادَونه کوي.

{ليلة القدر خير من ألف شهر}، يعني: هر عمل د دغي شپې تر زرو مياشتو غوره دی.

{تنزل الملائكة والروح}، يعني ملائکه او جبريل عليهم السلام ځمکي ته پکښي را کښته کيږي.

{بإذن ربهم} يعني د رب په اجازه د خير او برکتونو سره.

{من كل أمر}، يعني: د هغو کارونو لپاره کوم چي په دغه کال کي مقدريږي.

{سلام هي}، يعني: ليلة القدر سلامتيا او خير ده، دي کي شر نسته ټوله خير، خير ده.

مجاهد رحمت الله وايي: يعني: د قدر شپه سالمه ده او د سلامتيا څخه ډکه ده، په دي کي شيطان نه سي کولای چي شر اندازي وکړي يا چاته ضرر او تاوان ورسوي.

{حتى مطلع الفجر}، يعني: دغه د برکاتو سلسله به د سپېدو تر راختلو پوري جريان ولري.

شعبي رحمت الله وايي: چي د ملائکه وو سلامونه به د مسجدونو پر خاوندانو وي (يعني: څوک چي په مسجدونو کي وي) تر څو چي سپېدې راپورته کيږي.

له ابي هريره رضی الله عنه څخه روايت دی، دی وایي: چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (( که چا د قدر د شپې عبادت په ايماندارئ سره او د ثواب په نيت وکړی، نو تېر ټول ګناهونه به ور وبخښل سي )). متفق عليه.

حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به د روژې په آخري لسو شپو کي اعتکاف کوی او فرمايل به يې: (( تاسو د روژې په آخري لسو شپو کي د قدر شپه ولټوئ )). متفق عليه.

بيا هم له عائشې رضی الله عنها څخه روايت دی: چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (( تاسو د روژې د آخري لسو شپو په تاک شپو کي د قدر شپه ولټوئ )). رواه البخاري.

حافظ رحمت الله عليه وايي: د قدر شپه په روژه کي منحصره ده، بيا د روژې په آخري لسو شپو کي، بيا په تاک شپو کي، خو معلومه شپه نه ده، چي دا خبره د حديثو له رواياتو څخه هم څرګنديږي.

بيا هم له عائشې رضی الله عنها څخه روايت دی: کله چي به د روژې آخري لس شپې راورسېدلې، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به شپه په ويښه تيرول او خپل اهل به يې هم ويښوی، په عبادت کي به يې ډېر کوښښ کوی، او خپل لونګ به يې وتړی، يعني: پوره چمتووالی به يې نيوی، او يا د خپلو بيبيانو سره به يې تعلقات ختمول، متفق عليه.

بيا هم له عائشې رضی الله عنها څخه روايت دی: چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به په روژه کي دومره کوښښ په عبادت کي کوی چي په نور وخت کي بې هغومره نه کوی، او په آخري لسو شپو کي بې دومره کوښښ کوی چي په نوره روژه کي بې نه کوی، رواه مسلم.

بيا هم له عائشې رضی الله عنها څخه روايت دی: چي ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله که زه پوه سم چي دا د قدر شپه ده نو زه څه ووايم؟ راته ويې فرمايل: ته دا ووايه (( اللهم إنك عفو تحب العفو فاعف عني)). رواه الترمذي.

علماء د قدر د شپې د پټېدلو حکمت دا ښيي چي په عبادت کي کوښښ وسي او ډېر عبادات ترسره سي، ځکه که دا ورځ معلومه وای نو بيابه موږ دومره ډېر عبادات نه کولای، صرف هغه يوه شپه عبادت به مو کولای.

محمد نبي «الدین»

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب