نجونه څه ډول تفریح کولی شي؟

پوښتنه:
د اسلام له نظره  او د مسلمانې ټولنې د ماحول په نظر کې نيولو سره د نجونو لپاره سالمه تفرېح کومه ده؟ په دې اړه يو څو پوښتنې دي که ځواب شي ښه به وي:

آيا نجونې د پوهنتون د ادارې  له خوا د مېلې يا تفرېح لپاره جوړ شوي  يو ورځني چکر کې  او يا  د پوهنتون لخوا په نورو پروګرامونو کې ګډون کولی شي؟
آيا نجونې له کور نه بهر پارک ته د مېلې لپاره تللی شي؟  داسې ميله ځايونو ته چې له سړي پرته ورته اجازه نه وي؟
تر کومې اندازې چې د کتابونو د مطالعې خبره ده، نو زمونږ او ستاسې په ښارونو کې داسې کتابتونونه نشته او که شته هم نو هلته ښځې او سړي دواړه مطالعه کوي نو کورنۍ اجازه نه ورکوي، چې داسې کتابتونونو ته لاړې شي، او خامخا ورته وايي چې دومره اوزګار وخت لرې نو د کور دغه او هاغه کار ولې نه کوې؟ او بله د کتابونو د بيو د لوړ والي خبره هم ده، له دې کتابونو څخه زما هدف د ناولونو او يا د جاسوسي د قيصو کتابونه دي، چې مصروفوونکي وي.
ځيني نجونې د يو شمېر کورنيو کارونو لکه، ګنډل، پخول، او يا د کورآرایش او جوړولو سره مينه لري، مګر يو شمېر نورې  بيا د انټرنېټ له لارې چټينګ کوي او یا د تېلېفون له لارې پردیو نمبرونو ته زنګ وهي او که پوښتنه ترې وکړې چې ولې داسې کوې؟ نو وايي چې ساعت پرې تېروم؟ ايا دا ساعت تېري جواز لري؟
ددې او دا ډول نورو پوښتنو په نظر کې نيولو سره ستاسې په اند د نجونو لپاره سالمه تفرېح کومه ده؟

ځواب:
د تفرېح او هغه هم د سالمې تفرېح په اړه مو ډېره مهمه پوښتنه کړې ده،  هغه هم د برېښنايي سامانونو په دې زمانه کې، چې  خلک تفرېح او ساعت تېری صرف په تلويزيون باندې د هندي ډرامو او سریالونو لیدلو او يا سندرو اورېدلو او يا مسخرو کولو ته وايي؟ له همدې لامله په خلکو کې هم دا خبره خپره شوې ده، چې له اسلامي تفرېح څخه هدف هم د کوم عالم خبرې، کوم نجومي ته تېلېفون او د خلکو فالونه بيانول، او يا په سپينو او شنو جامو کې نعتونه ويل او يا قوالي ده، او له دې ټولو څخه چې هر يو وي نو دا اسلامي تفرېح ده.

زما په اند د اسلامي تفرېح په اړه دغه ډول تصور سم نه دی، يو مسلمان ځوان او مسلمانه پیغله څه ډول تفرېح وکړي؟

په دې اړه قرآن کریم ته مراجعه په کار ده، په قرآن کریم کې د دې بوښتنې ځواب شته :
په قرآن کريم کې دا خبره په ډاګه شوې ده، چې الله تعالی غواړي، چې بنده يې په دنيا کې وګرځي او د هغه په نعمتونو، احساناتو او مخلوقاتو کې فکر وکړي، لکه د لمر د راختلو څرک، د مرغيو چغار،  د سهار د وږمو چلېدل او يا دا ډول نور طببعي  حالتونه چې د سړي روح تازه کوي،  همدا ډول د قرآن کريم تلاوت، چې د انسان د اعصابو او روح د آرامښت سبب ګرځي.

پوښتنه دا ده، چې آيا يواځې د قرآن کريم تلاوت، او طبیعي منظرې ليدل د مسلمان ځوان او يا پېغلې لپاره سالمه تفرېح ده او که نور څه هم شته چې بايد استفاده ترې وکړل شي؟ په تفرېح کې اصل دا دی، چې ټول هغه شيان چې مسلمان ترې نه منع شوی ندی، مباح دي، نو ځکه د تاريخي ځايونو ليدل،  کوم ژوبڼ ته تګ، او يا کوم کتابتون ته د خپلو معلوماتو د زياتوالي لپاره تګ، يا د پوهنتون د ملګرو( هلکان له هلکانو او نجونه له نجونو)  سره داسې کوم ځای ته تګ، چې هلته له نامحرمو سره اختلاط نه وي، او يا د نجونو په داسې پروګرام کې ګډون چې هلته ادبي ټوټې وړاندې کېږي او يا مشاعره کېږي نو داسې ځايونو ته په تګ کې کوم ممانعت نه شته.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپله هم له حضرت حسان بن ثابت رضي الله عنه څخه  شعرونه اورېدلي دي او همدا رنګه بدني ورزشونه يې ليدلي او حضرت عايشې رضی الله عنها ته يې هم اجازه ورکړې وه چې ويې ګوري.

خو فکر مو وي، چې له دې بدني ورزشونو څخه په استفادې سره هېڅ کله هم هدف په اولمپک کې د چينايي نجونو بدني ورزش نه دی،  مګر که چېرته د نجلۍ ټول بدن پټ وي او یوازې د نجونو پروګرام وي،   لوبې  او يا کراټې کوي نو بيا کوم ممانعت نه لري. جامې هم بايد دا ډول وي چې د پېغلې د بدن هېڅ برخه ترې ښکاره نه شي او بل شرط یې دا دی چې مخالف جنس (سړي ) به قطعا نه وي.

همدا ډول د هغو ډرامو کتل، چې په هغې کې فحاشۍ او بې حيايۍ ته بلنه نه وي کتل يې کومه ګناه نه لري،  همدا ډول په تلويزيون د کرکټ ميچونو او يا دا سې نورو لوبو په کتلو کې هم کومه بدي نشته، مګر په دې شرط چې دا تفرېح مو د الله تعالی له ذکر او عبادت څخه غافله نه کړي.

تاسې رښتيا ويلي دي، چې په نږدې څو کلونو کې د کتابونو ارزښت لوړ او د لوستونکو شمېر کم شوی دی، مګر ددې هم د حل لاره يوه ده او هغه دا چې د کتاب لوستنې لپاره پراخه کمپاين وشي او يو زيات شمېر کتابونه چاپ شي، تر څو يې بيې ښکته شي،  او همدا ډول په داسې يو پروګرام کار وشي، چې په هر کلي کې يو کتابتون جوړ شي، چې په هغې کې خلک خپل غړيتوب ولري او د يو معلوم فيس په مقابل کې هلته د نورو ګڼو کتابونو ترڅنګ اسلامي، دعوتي او ادبي کتابونه مطالعه کړي، دا يوه تحریکي اړتيا ده، چې يوې جدي پاملرنې ته اړتيا لري، دا کار کولی شي، د يو شمېر خير غوښتونکو کسانو په همکارۍ ترسره شي.
دا يو حقيقت دی، چې تفرېح يوازې سندرې اورېدل نه دي، بلکې هر هغه عمل دی، چې سړي يې د تفرېح په نيت ترسره کړي، که چېرته تاسې يو کتاب د تفرېح په بڼه ولولئ نو د پوهنتون په نصاب کې د مقرر شوي کتاب د لوستلو سره په پرتله به ډېر څه ترې زده کړئ.

دا سمه خبره نه ده، چې د يوې سالمې تفرېح پر ځای مور او پلار خپل اولادونه د کور کارونو  لکه ګنډلو او يا پخولو ته اړ کړي، سمه ده ، چې دا کار هم باید وکړي، مګر مور او پلار ته هم په کار دي، چې د خپلو اولادونو د علمي او ادبي سويې د پورته کولو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي.
تر کومې اندازې چې پارک ته د تګ خبره ده، نو که داسې کوم ( له فساد او بې حیایي نه ) محفوظ اوخوندي ځای وي نو کولی شي چې لاړ شئ، مګر د اوسنۍ زمانې په فسادونو کې چې هېڅ قانون نه چلېږي، او انسان په کې هېڅ محفوظ نه دی، او هسې په خوله د بشري  حقوقو چغې وهل کېږي، ځان هسې په خطر کې مه اچوئ، که چېرته درسره کوم محرم کس وي نو بيا به خطر يو څه کم  وي، نو ځکه د نجونو مور او پلار نه غواړي ، چې خپلې لوڼې پارکونو ته يوازې او يا د نورو نجونو سره پرېږدي،  مګر که چېرته يوازې د ښځو پارک وي او سړي نه ورځي ، نو بيا کولی شي چې د نورو نجونو سره د ګروپ په بڼه پارک ته لاړې شئ.
مسلمانې نجونې کولی شي چې د کورونو دننه کوم داسې ګروپ جوړ کړي، چې د علامه اقبال او يا داسې نورو مسلمانو شاعرانو شعرونه سره يوځای په ترنم کې زمزمه کړي، او يا خپلې ليکلي ډرامې او يا شعرونه د نورو نجونو په وړاندې  واوروي او اجراء یې کړي، همدا ډول ښکلي شعرونه، د شعرونو مسابقې، ادبي ټوکې او همدا ډول نورې ډېرې ساعت تېرۍ شته، چې نجونې کولی شي،  ترې ګټه واخلي.

مونږ ته په کار دي، چې د د تفریح او ساعت تیري په ډګر کې هم د بې دينه خلکو د اخلاقو او کلتور منونکو سره توپیر ولرو او هغه مثبت او د دین او ارزښتونو له روحیې سره سم اړخونه یې را واخلو.

پروفیسر انیس احمد

ژباړه: عبدالرزاق حبيبي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب