په روژه کې د ورزش غوره وخت

ورزش یا سپورت چې همیشه د ژوند د ښه والي او د بدن د سلامتیا لپاره غوره بلل شوی، د روژې په مبارکه میاشت کې هم د بدن د ښه والي لپاره توصیه کیږي خو وخت يې باید په پام کې ونیول شي، چې هغه له روژه ماتي یو ساعت وروسته ټاکل شوی دی.

د ایران د طب پوهنځي د ورزشي روغتیا د څانګې متخصص ډاکټر علي مظاهري نژاد وايي چې د روژې په میاشت (رمضان المبارک) کې ټول وګړي د فزیکي فعالیتونو له کمیدا سره مخ کیږي یانې فزیکي کارونه کموي، په همدې وجه په هیڅ صورت کې هم په روژه کې روژه نیوونکو ته په کُلي توګه د ورزش د بندولو توصیه نه کیږي.

هغه وايي  روژه د ذهن د تازه والي، شادابۍ او د بدن د روغتیا سبب کیږي او سپورت نه یوازې دا چې له روژې سره کوم مخالفت نه لري، بلکې که په غوره او اصولي توګه ترسره شي، روژه طي د ستړیا او کړاونو سره د ټکر لپاره چمتو او په ګرمه هوا کې ترې ساتنه کوي.

ډاکټر مظاهري نژاد وايي چې ورزش د بدن د وازدې ویلي کوونکی دی او د بدن د وازدو د ذخیرې له منځه وړي. همداشان د کاربوهایدریټ او وازدو په ویلې کیدو کې هم تعادل رامنځته کوي. د روژې پرمهال کله چې بدن ته کاربوهایدریټ بدن ته کم داخلیږي نو د وازدو په ویلې کیدو کې هم خنډ رامتځه کیږي.

هغه دغې ناسمې نظریې ته په اشارې سره، چې ویل کیږي، په روژه کې باید له پیشنمي وروسته او روژه ماتي مخکې ورزش وشي، وايي چې په روژه کې د ورزش لپاره غوره وخت له روژه ماتي یو ساعت وروسته وخت دی.

your ads

نوموړی سپارښتنه کوي، چې باید له روژه ماتي وروسته د ورزش پر مهال باید حد اقل له دوو لیمو ګانو ګټه پورته شي،

ورزش
لیمو

له اوبو سره حل شي، د پلي تګ او یا د ورزش د کوم بل ډول پرمهال وڅښل شي. نوموړی همدا شان له روژه ماتي د پیشنمي تر مهاله ، له میوه جاتو، سبیزجاتو او مایعاتو څخه د ډیرې ګټې اخیستنې ټینګار هم کوي.

او په پای کې هغو کسانو ته چې له روژې مخکې يې ډیر ورزش کولو وايي چې اوس دې خپل ورزش یو څه کم کړي.

ژباړه: یوسف ظریفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب