د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده!

په قرانکریم کې د دې شپې نه یادونه پدې منظور نه ده چې د شمیرې ډیریښت ورنه مراد وې ، بلکه د دې شپې د عبادت د اجر او ثواب ډیرښت مراد دی . د انسانانو په ژوندانه کې دا شپه تر زرهاوو شپو بهتره ده ، د انسانانو په ژوندانه کې په زرهاو شپې او کالونه د دې شپې د سعادت اوسوکالۍ په مقابله کې د پرتلې وړ ندي ، پدې شپه کې د بشریت په ژوندانه کې د نیکمرغۍ او سعادت اړوند ژور اثر او تحول را منځ ته شوی دی ، د دې شپې د حقیقي عظمت او لویۍ له پوره درکولو څخه انسانی عقل عاجز دی ،( وما ادراك ما ليلة القدر ) ته څه پوهیږی چې څه ده شپه د قدر؟.

د دې شپې اړوند هغه افسانوي داستانونه چې په خلکو کې تیت او رواج شوي دي ، د دې شپې د عظمت سره هیڅ راز تړاو نه لري . دا شپه د دې لپاره ډیره برکتناکه او دعظمت نه ډکه ده چې د قرآن کریم د وحې د نزول لپاره غوره شوې ده ، هغه قرآن چې پکې عقیده ،فکر، قانون او د انسانانو د ژوندانه لپاره احکامات ، اصول او آداب راغلي دي، هغه قرآن چې د انسانی وجدان سلامتي پرې پورې تړلی ده. او دا شپه د دې لپاره برکتناکه او دعظمت نه ډکه ده چې پدې شپه کې جبریل الامین د نورو ملایئکو سره د الله تعالی په امر د قران سره را نازل شوی دي ، او بیا ملائیکو د دې شپې د لمانځلو لپاره او د خوشحالۍ د څرګندولو لپاره د ځمکې او آسمان تر منځ ټوله شپه تګ را تګ کاوه .

نن چې موږ وروسته لدې اوږدې مودې څخه هغه شپه او لویه پیښه په خپل ذهن کې انځوروو، اوهڅه کوو د هغې لویې پيښې انځور چې ځمکه ئې شاهده وه په خپل ذهن کې انځور کړو ، اوکله چې قرانکریم په خپل بلیغ او لوړ تعبیرهغې شپې ته اشاره کوی ، ( ما ادراك ما ليلة القدر ) ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ؟ ، لږ څه دا لویه پیښه درکولای شوو . پدې شپه کې د ټولو حکیمانه چارو اړوند فیصله وشوه ، بدې شپه کې تقدیرونه ، بنیادونه او پیمانې وټاکل شول ، بدې شپه کې برسیره په دې د ملتونو ، نسلونو او حکومتونو تقدیرونه وټاکل شول ، او برعلاوه د دې په دې شپه کې د زړونو تقدیرونه وټاکل شول .

بشریت د خپل جهالت اوبدبختۍ پربنسټ د دې شپې د عظمت نه چې د قرآن کریم وحې پکې نازله شوی غافل دی ، او د دې جهالت پر اساس د الله تعالی له ډیرو نعمتونو اوبرکتونو څخه محروم دی ، د زړه د سلامتۍ له نعمت نه ، د کورنۍ د سلامتۍ له نعمت نه ، او په پای کې د ټولنې د سلامتۍ له نعمت نه چې اسلام خلکو ته په ارمغان راوړی دی . هغه دروازې چې د مادیت د ارتقا او د ماده پرستانو د تمدن او تهذیب له کبله د بشریت پر مخ خلاصې شوی دی نه شی کولای د هغه الهی نعمتونو جوګه شي، چې الله تعال بشریت ته غوره کړی دي ، د مادی پرمختګ او علمی لاسته راوړنو سره سره نن بشریت د بدبختۍ او بدمرغۍ ښکار دی .

هغه مقدس اوسپیڅلی نور چې کله د انسان په روح کې وغوړیږی د انسان او الله تعالی رابطه برقراروي ، هغه نورنن په بشریت کې مړ شوی دی ، او هغه فیض او برکت چې باید په زړونو کې ځای پرځای شي ، خلکو له لاسه ورکړی ، د روح نیکمرغي او سعادت پرته له هغه نور څخه چې د انسان او الله تعالی رابطه ټینګوی په بل شي کې شونی نه دي . موږ د ایمان او عقیدې خاوندان باید هغه د عظمت او برکت نه ډکه شپه هیره نه کړو ، زموږ سپیڅلی او ګران رسول صلی الله علیه وسلم د هغې برکتناکه او دعظمت نه ډکې شپې یادول موږ ته په ساده او داسې ډول ښولي دي ، تر څو زموږ ارواحګانې د هغې مبارکې شپې په عظمت پوری تړلې وي نو موږ باید هغه شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کړنلارې مطابق ولمانځو او هغه د روژې د مبارکې میاشتې په آخرو لسو شپو کې وپلټوو ، اوپدې شپو کې د الله تعالی عبادت ډیر کړو . په بخاری او مسلم کې روایت راغلي چې د قدر شپه د روژې په آخرو لسو شپوو کې وپلټۍ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : څوک چې د قدر په شپه کې د الله تعالی عبادت د ایمان او احتساب سره پرځای کړي ، تیرې ګناوې ئې بښل کیږي .

اسلام ظاهری دودونو اورواجونو نه دی ، په همدې منظور رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدر د شپې اړوند فرمایلی دي : پدې شپه کې عبادت باید د ایمان او احتساب سره پرځآی شي ، ایمان دا دی چې موږد قدر د شپې اړوند هغه ارزښتناکه او دعظمت نه ډک ارزښتونه په خپل ذهن کې ولرو، چې عبارت دي له دین ، ًوحې ، رسالت او قرآن څخه . او احتساب دا دی چې موږ خپل عبادت یوازی د الله تعالی د رضا لپاره په خالص نیت سره تر سره کوو . په دې صورت کې هغه حقیقت چې په دې باعظمته پیښې پوری تړلی دی زموږ په زړه کې ژوندی کیدلای شي ، همدارنګه په قرانی احکامو پوری زموږ تړاو او تعلق حاصلیدلای شي .

د اسلام روزنېز نظام دنده لري، چې د عباداتو او وجدانی عقایدو تر منځ رابطه پیدا کړي، او ایمانی ارزښتونه ژوندی وساتي . هر کله چې ایمانی ارزښتونه د انسان د فکرپه کړۍ کې ژور شي او په زړه او دماغ کې ځای پرځای شي نوبیا عبادت د یوې وسیلې په توګه د الله تعالی د رضا د حاصلولو لپاره انسان استعمالوي . دا خبره ثابته شوی ده چې د اسلام ښوونیز نظام ایمانی ارزښتونه ژوندی ساتلی دی ، اودا ارزښتونه یې د انسان په عمل او زړه کې په خوځښت راوستي، د داسې دندې لپاره دا تر ټولو موزون ترین نظام دي . او دا خبره هم ثابته شوې ده چې یوازې په علمي ډول پرته له عمل او عبادت نه د دغو ارزښتونو منل ،دا ارزښتونه ژوندي نه شي ساتلی ، یعنی دا ارزښتونه باید په عملي ژوندانه کې را څرګند شي ، اونه هم کوم بل نظام پرته له اسلامی نظام نه پدې قادر دی چې دغه ارزښتونه په وګړی او ټولنه کې ژوندي وساتي ، او قوت ورکړي .
د قدر د شپې عظمت، لویي او عبادت په دې شپه کې د ایمان او احتساب سره پرته لدې اسلامی نظام نه چې د بشریت په تاریخ کې بشپړترین نظام پیژندل شوی بل نظام نه شي پرځای کولای .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب