په روژه کي د ښځې رحم ته پیچکارۍ کول څنګه دي؟

۱ سوال: زه خپله یوه ښځینه ډاکتره یم په ځانګړي ډول سره د بې اولادو میرمنو لپاره نو کله داسی وشي چی دخاوند نطفه(Sperm) د ښځې رحم ته درسته داخله نشي موږ هغه پخپلو ستنو(Injection)سره و رحم ته داخلوو له تاسو مو پوښتنه داده چی ددې د غسل او روژې حکم څه دی؟

ځواب: تر ټولو لومړی باید عذر ته وکتل شې که سخت عذر نه وي باید دا کار ونشي، او که عذر وي نو دلته څو خبرې په یاد ساتل پکار دي:

۱: چی مطلق د خاوند نطفه د ستنی له لارې رحم ته داخله شوه روژه یی ماته ده،که ښځه په دې کي خوند محسوس کړی غسل به هم کوي او قضاء او کفاره دواړه شته، اوکه خوند محسوس نکړی نو قضاء یی شته کفاره نشه. خو زیات امکان د دې شته چي ښځه دي ضرور خوند محسوس کړي

۲: که چیری دا کار ضروري وي نوتاسی دا کار د روژه مات وروسته وکړئ، چی د ښځۍ روژه خرابه نشي، اوکه فرضاء تاسی وخت ورته ولرئ او هغه ورځ وي او د ښځې روژه وي نو لومړی دي په داسی شي سره روژه ماته کړی چی قضاء یی وي اوکفاره یی نه وی بیابه مشکل لږوي.

your ads

۳: دا د خاوند نطفه چی ايښودل کیږي دا باید د هغې خاوند ته ور زده کړل سی او هغه دا کار وکړی بل ډاکتر ته قطعاً حرام دی.

(فتاوی رحمیه ۶/ ۲۸۱/ حضرت مولانا حافظ قاری مفتی سید عبدالرحیم صاحب لاجپوری/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۹،  جدیدمسائل کاحل۷۹/(جدید مسائل کاحل- ۶۰۲/ اداره اسلامیات لاهور.

۲ سوال: دلته په اسټرلیا کي بارانونه کیږي کله داسی وشي چی باران مو خولې ته داخل شي په روژه کي ددې حکم څه دی؟

ځواب: که باران وخولې ته ولویږي اوتوک کړل شي هیڅ پروا نلري اوکه تېرکړل شی نوددې روژې قضاء اوکفاره دواړه شته.

(جدید مسائل کا حل/ اداره اسلامیات لاهور)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب