د مور او پلار حقوق

 په اسلامي جامعه كي نارينه مجبوره دي دكوركهول ټول ضروريات پوره كاندي ولي ښځي ته داحق وركړي سويدي كه پخپله خوښه كارنه كوي بايد په كوركي كښيني وخوري او وڅكي . د پلارميراث هم واخلي او د ميړه ترمرګ وروسته د ميړه په ميراث كي اتمه برخه هم خپل حق وګرځوي چي دا كار ورته اسلامي شريعت په حق وركړيدى . او دايې هم اضافه حق دى چي د نكاح په وخت كي خپل حق مهر و خپل ځانته كښيږدي او هيڅ چاته يې ورنكړي

… به اسلامی تولنه کی کله چی خوک د پوخوالی یا زرشت مرحلی ته رسیری د تولنی د وکرو د درناوی ور گرحی خو په غیراسلامی تولنه کی برعکس هتله کله چی خوک د عمر اخری پراو ته رسیری هغه د تولنی د وگرو له نظره غورحی یا خو د ماشومانو په شان ورکتونونو کی ساتل کیری او که زرستان په نوم یی یاد کرو بده به نه وی کوم ارزشت چی په اسلامی تولنه کی شتون لری هغه د نری په هیخ دین کی نشته.

په والدینو دخپل اولاد حقوق دادي چي ښه نوم ورته انتخاب کړي ځکه چي هرڅوک له خپل نامه څخه یوه برخه لري او په قسمت کي یې مهم رول لوبوي , لیک اولوست ورزده کړي تر څو هغه ورڅخه په راتلونکي ژوند کي ددیني او دنیوي کارونو د پرمخ بېولولپاره ورڅخه ګټه واخلي ، څرنګه چي د ځوان فکر او خیال پوخ شوی نه وي او د بلوغ په مرحله کي د ژوند ملګري ته فطري اړتیا لري په پلار داحق لري چي د خپلي تجربې له مخي ورته غوره داسي ځای انتخاب کړي چي ددیانت تقوا او اصالت او ښایست له پلوه څه نېمګړتیاوي ونلري همدا راز یې داسي روزنه وکړي چي له الله تعالی سره یې اړیکي ټینګي وي او د پنځه وخته لمونځ پابند واوسي او په دې هکله یې لا پروا پاته نشي .

همداراز والدین باید خپل اولادونه له خپلي عاطفې او همدردي او ګرانښت څخه بې برخي نکړي تل له هغوی سره مینه وکړي او هغوی ته د خپلي میني احساس ورکړي لکه چي لاندي حدیث شریف یې مونږ ته راښیي :

ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي كله اقرع بن حابس رسول الله صلى الله عليه وسلم وليد چي حسن رضي الله تعالى عنه یې ښکلولو ویې ويل زما لس زامن دي يو مي هم تراوسه پوري نه دي ښکول كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي څوك په نورو ترحم نه كوي په هغه به رحم نه كېږي.

راوي وايي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو هميشه دا خوښول چي داولادونو په مينځ كي عدل وكړي حتى په ښکلولو كي به یي هم يو له بل سره برابر ساتلو.

حسن رضي الله تعالى عنه فرمایي: چي يو سړی له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ناست وو زوي یې ورته راغلو او هغه یي په خپلي غېږ کي كېنولو او بيا یې بل زوي او يا لور ورته راغله او هغه یې په زمكه كېنوله رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وويل چي كه د سره برابر كړي واي (ښه به وو) سړي هغه بل هم په غېږ کي كېنولو.

همداراز کوم پلار چي په خپلو اولادونو کي مشرته دمشر مقام ورنکړي او کشران کشران نه ګڼي بلکه کشرته تر مشر زوی غوره مقام او برتري ورکوي او یا خوځیني ځان ته نژدې کوي او ځیني بیا له خپل ترحم څخه لېري ساتي دا دمطلوب اسلامي عدل خلاف کار دی ولوکه اولاد پلار په یوه معین سلوک نشي مجبور کولای خو دا ډول پلار باید پخپله دا احساس وکړي چي دخپل دې غیر عادلانه سلوک په هکله دالله تعالی په وړاندي مسئول دی .

همدا راز دوالدینو دا ډول غیر عادلانه سلوک اولادونه په حسد بغض او ذات البیني عداوتونو اخته کوي چي پایلي او نتائج به يي حتماً ډېر وخیم وي

ایمل همدرد نورستانی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب