روژه او د لوبیا خوراک

روژه کې که ډېر خوراک خوراک وکړو په معده مو سلبي اثر پرېږدي او لږ بيا د معدې خوله نه بندوي، نو لږ خو قوي خوراک ته ډېره اړتيا لرو، عموما قوي غذاګانې – چې په سر کې يې غوښه ده ــ  خوړل د هرچا د جيب له برداشته پورته دی، ولې بديل لري، داسې بديل چې له غوښي څو ځله ارزانه خو قوت او ويټامينونو کې ترې کم نده.

لوبيا د پروټينو غني غلو څخه ده، چې انسان ته ډېر قوت ورکوي، روغتيايې چارو څيړنکي وايې: لوبيا او غوښه په غذايې قوت کې مساوي دي.
روژه کې بايد د لوبيا خوړلو کې يو څو نکتې نظر کې ونيسو:
o    د لوبيا خوړلو نه مخکښې بايد ډېرې اوبه وڅښل شي.
o    هغه څوک چې عادتا د لوبيا خوړلو نه وروسته ډېر تږی کيږي، پيشنمي کې دې د لوبيا د خوړلو نه ډډه وکړي.
o    که چېرې د لوبيا سره سبزي په ځانګړي ډول بادرنګ و خوړل شي نو د غوښې ځای نيسي.
o    پخلي ځانګړي ډول لوبيا کې بايد مالګه کمه استعمال شي، ځکه داکتران وايې: سوديم د انسان تنده زياتوي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe
Back to top button
واسع ویب