د رعيت لخوا لوړو مقاماتو او حاکمانو ته تحفې او ډالۍ ورکول

لوړو مقاماتو او حاکمانو ته دهغوی د لاس لاندې کارکونکو او رعيت له خوا د تحفې او ډالۍ ورکول

 وايې چې دا پر هر مؤمن او مسلمان لازمه ده چې هر هغه څه چې ددين په هکله اروي يايې زده کوي بايد يې نورو ته ورورسوي.  نو له همدې امله چې ګواکې غاړې مې خلاصې کړم هغه څه چې ما زده کړل يا مې وارويدل تر تاسويې در ورسوم. ددې موضوع ليکنه او اورونه مې ځکه ډيره اړينه وبلله چې اوس اوس زموږ په چاپيريال کښې خصوصاٌ په دولتې اداراتو کښې دا موضوع ډيره حاده او د انديښنې وړ ګرځيدلې ده او دا به د شک او شبهې نه وتلې خبره وي چې له امله به يې زموږ ټولو غاړې به په يو نه يو ډول بندې او د قيامت په روځ به مسؤوله وو. دا زما لخوا زما په اند د غاړې خلاصون يوه هڅه ده، خدای دې موږ وبخښي، آمين.

ګرانو وروڼواو خويندو!

د اسلام مبارک دين رشوت په هر ډول او نامه چې وي حرام ګرځولی، خدای دې وکړي چې هغه د تحفې، ډالۍاويا که د شيرينۍ او نورو په نامه وي او د نوم اړول او بدلول به هغه له حراموالي ونه باسي.

حديث شريف دې چې: 

(من استعملنا علی عمل فرزقناه رزقاٌ فما اخذه بعد ذلک فهو غلول ) ابوداود

(کوم کس ته چې يوه دنده وروسپارو او ورسره دهغې په بدله کښې يوه اندازه تنخوا ورکړو، نو که له دغې تنخوا څخه هر هغه څه چې سيوا يا ډير اخلي د غاړې طوق به يې وي)

کله چې عمر بن عبدالعزيز خليفه وو يوه ډالۍ ورته ورکوله شوه چې هغه يې له اخيستلو څخه ډډه وکړه، هغه ته وويل شول چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم به ډالۍ قبلوله. عمر ورته وويل چې د پيغمبر صلی الله وعليه وسلم لپاره به ډالۍ وه خو زما لپاره رشوت دی.

پيغمبر صلی الله وعليه وسلم د مالياتو او زکات د راټولولو په موخه يو مامور ازد قبيلې ته واستوه کله چې دغه والي بيرته راوګرځيد نو د راټولو شوو اموالو څخه يوه برخه بيله کړه او پاتې يې پيغمبر صلی الله وعليه وسلم ته وسپارل او ويې ويل چې دغه ستاسې برخه او پاتې زما، حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم په غصه شوو ا ويې ويل :

(الا جلست فی بيت ابيک و امک حتې تاتيک هديتک ان کنت صادقا)

(ولی دې د مور او پلار په کور کې نه کينې تر څو درته ډالې او تحفې راوړي، که چيرې ته ريښتونی يې)

وروسته پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

(مالی استعمل ارجل منکم فيقول: هذا لکم و هذا لی هديه الاجلس فی بيت امه لهدي له: ولذی نفسی بيده لا ياخذ احد منکم شيئا بغير حق الا اتی يحمله فلا ياتين احدکم يوم القيامه بعيرا له رغا، او بقره لها خوار، او شاه تيعر ثم رفع بيديه حتی رنی بياض ابطيه ثم قال: (( اللهم هل بلغت)) ) متفق عليه

(ولی زه يو له تاسې څخه د والي (دمالياتو راټولونکي) په نامه ټاکم، وروسته وايي چې د مال يوه برخه ستاسو لپاره او دا برخه زما ډالۍ او تحفې دي. ولی د مور په کور کي نه کيني چې ډالۍ ورته راوړل شي؟! قسم په هغه چا چې زما ځان د هغه په واک کښې دی، هر هغه څه چې تاسې يې په ناحقه واخلی او کله چې د قيامت په روځ د خدای حضور ته ورشی نو هغه مال به ستاسې په اوږو دروندوالی کوي، نو له دې مخې داسې کار مه کوئ چې د قيامت په روځ مو اوښان، غواوې او پسونو پر اوږو بار وي او هريو له هغه خپل غږ وباسي. وروسته لدې پيغمبر صلی الله وعليه وسلم خپل لاسونه د اسمان خوا ته په هغې اندازې سره پورته کړل چې د تخرګونو سپينوالی يې ښکاره شوو او ويې فرمايل: خدايه! آيا ما دتبليغ دنده سرته رسولې؟)

نو لکه څرنګه چې د پورتنيو مبارکو احاديثو څخه  له ورايه څرګنده شوه، دا به ښه وي چې موږ او تاسې حتی هغه توکي چې موږ به له خپلو دوستانو څخه پخوا د ډالۍ او تحفې په نامه تر لاسه کول اوس يې پدې خاطر وا نخلو چې دا کار ددې شبهه او شک را منځ ته کوي چې ممکن دا ډالۍ به اوس زموږ د مقام او چوکې له امله وي، نو لدې کار څخه لرې والی ښه دی. ځکه کله چې موږ ته دا دندې راسپارل شوې او ورسره يې په بدله کښې مزد او حقوق راکوله کيږي نو لازمه نده چې له خلکو څخه ځينې شيان واخلو حتی که هغه توکي په هر نامه اود هرچا لخوا وي.

الله جل جلاله دې موږ او ټولو مسلمانانو ته د سمې لارې هدايت نصيب کړي، آمين.

و ما علينا الا البلاغ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب