د مواخات (ورورولۍ) قانون

د اسلام سپيڅلي دين دهمهغه پيل نه انسانانوته دورورولۍاويوبل سره دمينه كولواومرسته كولوذهنيت وركړي فرمايي :((انماالمؤمنون اخوة فاصلحوابين اخويكم  واتقواالله لعلكم ترحمون ))الحجرات ۱۰:۴۹
ژباړه : دشك پرته مؤمنان يوبل سره وروڼه دي ،تاسودخپلووروڼوترمنځ سوله كوئ اودالله نه وويريږي ښايي درباندي به رحم وشي .
اواسلام مؤمنانوته داقانون هم كيښوده چي مؤمنان به يوبل سره پرغوره كارونومرسته كوي اويودبل لاسنيوي به كوي ،فرماي:((وتعاونوا علي البروالتقوي))
ژباړه :       يوبل سره پرښيګڼه اوتقوي مرسته كوئ .

كله چي لاپيغمبرعليه الصلاة والسلام دمكي مكرمي نه هجرت نه وكړي دمسلمانانوترمنځ يي دوروولۍ اويوبل سره داهراړخيزلاسنيوي قانون وضعه كړ،دالبهاذري ،ابن عبدالباراوابن سعيدپه ويناپيغمبرعليه الصلاة والسلام ددغوصحابه ووترمنځ دورورولۍ اودنسبي اړيكوپرته دهرډول متقابلواړيكواساس كيښوده:
حضرت حمزه _ زيدبن حارثه ،ابوبكر_ عمر،عثمان بن عفان _عبدالرحمن بن عوف،زبيربن عوام _ عبدالله بن مسعود،عبيدابن حارث_بلال حبشي،عبيدبن عمير_سعدبن ابي وقاص،ابوعبيدة ابن جراح_سالم (ازادشوي مريي)،سعيدبن زيدابن عمرابن نوفل_طلحة بن عبيدالله ،خپله پيغمبرعليه الصلاة والسلام اوحضرت علي بن ابي طالب(رضي الله تعالي عنهم )   ((البهاذري ،انساب لومړي ټوك ۲۸۰مخ ،ابن عبدالبار،الدرار۱۰۰مخ اوابن سعيدالناس ،عيون الاثر، لومړي ټوك ۱۸۹مخ))

حاكم په خپل كتاب المستدرك كي دجامي بن عميرروايت دحضرت عبدالله بن عمر(رض)له  قوله رانقل كړي چي : پيغمبر عليه الصلاة والسلام دابوبكر_عمر،طلحة _زبير،عبدالرحمن بن عوف اوعثمان بن عفان ترمنځونودمؤاخات اساس ايښي وو.
خوعلامه ابن القيوم اوابن الكثيرددي سخت مخالفت كوي چي ګني په مكه كي دي دمواخات قانون پلي شوي وي دوي وايي كه پيغمبرعليه الصلاة والسلام په مدينه كي دمهاجرينوترخپلومنځونو،دمهاجرينواوانصاروترمنځ اوياخپل اودحضرت علي رض ترمنځ دعمومي اسلامي ورورولۍ پراساس يادنسبي اړيكوپراساس اوياهم دقبيلوي اوسمتي روابطوپربنسټ دورورولۍ اساس ايښي ددي خوكوم ترديدنشي كيداي مګرپه مكه كي دمهاجرينوترمنځ دمواخات هيڅ اړتياهم نشته . ((استادابن القيوم،زادالمعاد،۲ټوك،۷۹مخ اوسيرت النبويه ،۲ټوك ،۳۲۴مخ))

هجرت او د مواخات پلي كيدل:

ديوه اړخه داسلام دعوت يوازي دمكي ترخلګوپوري رالنډنه ووبلكي  دالله پيغمبر بشپړانسانيت ته مبعوث وواودنړي دګوټ ګوټ انسانانودلارښوني دنده ورترغاړي وه،دبل پلوه داسلام دظهورنه ديارلس كاله تيرشوه،داسلام دخپراوي په لاره كي هررازكړاوونه اوربړونه  وزغمول سوه مګر بياهم دډيرلږشميرمكي والوپرته نورچادايمان راوړولوته غاړه نه كښيښول ،ددي ترڅنګ دابوطالب دمړيني وروسته په مكه كي دبني هاشم ټبررول دمخكي په پرتله كمزوري سواوپرځاي يي دبني اميه ټبرمخ پيداكړچي په دي سره دالله دپيغمبرپه وړاندي ورځ په ورځ مشكلاتوسرراپورته كاوه ،اونيژدي ټولومكه ميشتوټبرونوداسلام سره دمقابلي لپاره موټي راونغاړل اوپه ګډه يي داسلام دخپراوي د مخي د ډب كولو تړونونه وكول،ځكه نوداسلام دمركزپه توګه يوه داسي ځاي ته اړتياوه چي هم امن پكښي وي اوهم ورته په اسلام كي دداخليدوپه موخه دتلوراتلولاره پرانيستي وي ،بل اړخه ته مدينه ميشتودووستروټبرونو((اوس)) او((خزرج)) اسلام ومانه دهغوي په اسلام كي ننوتلوسره داموكه برابره شوه چي داسلامي تبليغ مركزمديني ته وليږدول شي چي په دي سره دمديني خلګ ډير خوښ هم وو،دپيغمبرعليه الصلاة والسلام اكاحضرت عباس ((رض)) چي دامهال يي لااسلام نه وومنلي دحپلوي پراساس دخزرج قبيلي دوه اوياكسيزپلاوي ته وويل:((محمد(ص)په خپل قوم كي ډيردرونداوعتمنددي موږدهغه ددښمنانوسره هررازمقابلي ته ټټرنيولي خواوس دي غواړي تاسو ته درسي كه تاسي ترمرګه مرګه دهغه سره دملاتړژمنه كوئ نوښه كه نه نوبيانشي درتلاي)) بياپيغمبر(ص) دهغوي نه دبيعت وركولوغوښتنه وكړه چي دلومړي ځل لپاره براء بن معرورانصاري (رض) خپل لاس دبيعت په موخه وراوږدكړاوپه همدي توګه دانصاروسره تراخره دهغوي دمرستي كولومعاهده لاسليك ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوه .

دالله پيغمبر(ص) چي كله دخپل پلرني ټاټوبي (مكي) نه دالله پاك دخوښي سره سم دمنوري مديني ښارته كډه وكړه بيانومدينه منوره داسلام مركزوګرځيده اودهرلوري نه به داسلام پتنګان په مدينه منوره كي دبلي شوي ډيوي پرلوررادانګل، ډيري مهاجرين مديني ته راغلل كه څه هم په دوي كي دپارس ،حبشي ،روم اونوروځايونوخلګ هم ووخولويه برخه يي  دمكي مكرمي نه رامهاجرشويوقريشوجوړاوه،كه څه هم انصارومباركانوته الله پاك ډيرپراخ نيت وركړي وه دمسافرانواواړينوخلګوسره مرسته كول دهغوي طبيعت و،مهاجرينوسره هغوي دهررازمرستي كولو اوملاتړنه ځانونه ونه سپمول اودژوندانه په هرډګركي يي دهغوي لاسنيوي وكړ .

هغوي دفداكاري اوځانښندني داسي كارنامي اداكړي چي هيڅ يوقوم دبل هغه لپاره په دومره پيمانه ځان ،مال اواولادښندنه نده كړي ،دهغوي داټول ښندنه به ترقيامت پوري دالله (ج) په كتاب كي پاته وي ،قران دانصارومباركانوپه هكله فرمايي:((ويوثرون علي اننفسهم ولوكان بهم خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــصاصة))   (الحشر۵۹:۹
ژبــــــــــــــــــاړه :  دوي نوروته پرځانونه ترجيح وركول ،كه څه هم به په دوي باندي دلوږي حالت وو.

دانصاروسخاترداسي اندازي پوري وه چي پيغمبرعليه الصلاة والسلام ته يي وړانديزوكړچي دخورماووباغونه (چي ددوي لپاره يوازني دګټي وټي اوعائدمنبع وه )خپلواومهاجرينوترمنځ ويشي ،څنګه چي ديوه لوري پيغمبر(ص)خوښه نه وه چي مهاجرين ددهقانۍ اوبزګري  په كارونوبوخت شي بلكي دوي بايددجهاد،تبليغ اوښووني په ډګركي كاروكړي ،دبل اړخه  مهاجرين مباركان ډيري داسي ووچي ددهقانۍ دكارونوسره نااشناغوندي وه ځكه  نو پغمبر(ص)ورته وويل چي باغونه دي تاسوته مبارك وي تاسو يي خپله روزنه اوپالنه كوي يوازي يي اصول اوميوي دمهاجرينوسره ويشي               ،((البخاري ،۵ټوك ۳۹مخ))

انصاروداوړانديزهم وكړچي ددوي تراړتيازياتي مځكي دي دبيت المال په تصرف كي شي اوپرمهاجرينودي وويشل شي ،پيغمبر(ص) ځني مننه وكړه اودمهاجرينولپاره يي په غيرمملوكه مځكوكي اوياپه هغومځكوكي چي انصاروپيغمبر(ص) ته هديه كړي وي كورونه جوړكړه ،(البهاذري ،انساب الاشراف ،۱ټوك ۲۷مخ)
دانصارودغه بينظيره ټول ښندني مهاجرين هم ترخپلي اغيزي لاندي راوستي وه ،حضرت انس بن مالك (رض) روايت كوي چي مهاجرينوپيغمبر(ص) ته وويل :(دالله رسوله (ص) موږهيڅكله هم دداسي انسانانوسره نه يومخ شوي ،كه چيري دوړوكي شي اړتياپيداشي اوددوي سره وي بيايي هم راڅخه نه سپموي ،په دي اړخ كي دوي ترټولو ښه خلګ دي چي موږ تراوسه ندي ليدلي ،كه څه هم نورخصلتونه هم لري خو په ښندنه اوفداكاري كي بينظيره دي ،داخلګوخوموږ ته ټول هغه څه راكړي چي زموږ ورته اړتياوه ،دوي خپله خوښي اونيكمرغي ترداسي اندازي پوري زموږ سره ګډه كړه چي نورموږ پردي وويريدوچي دالله پاك رحمتونه به ټول دوي وړي وي ،) حضرت پيغمبر(ص) وفرمايل:((نه،ترهغوي پوري چي تاسو ددوي دښيګڼوبيان كوي اوددوي په حق كي دخيردوعاګاني كوي (ټول الهي رحمتونه دوي نه درنه وړي )
((ابن سعيدالناس،عيون الاثر،۱ټوك ۲۰۰مخ ،،ابن كثير،سيرة النبويه ،۲ټوك ۲۰ مخ))

خومهاجرينو مباركانو ته چي ديري يي قريش وه الله پاك خورالوي غيرت وكړي وو، هغوي ته داخوښه نه وه چي هميشه دي دانصارومرستي ته ناست وي،حضرت سعد(رض) عبدالرحمن بن عوف (رض) ته وويل :زه چي څومره شتمني لرم هغه ستااوخپل منځ كي برابرويشم ،دوي ميرمني لرم ته بايدهغه وويني هره يوه چي دي تري خوښه شوه زه ورته طلاق وركوم ترڅوستاسره  په خپله خوښه واده وكړي ،.عبدلرحمن (رض) په جواب كي ورته وويل :(الله پاك دي ستادارايي اوخانمي ستاروزي كړي ،ماته صرف دبازارلارراوښيه .)كله چي عبدالرحمن بن عوف دبازارڅخه راځي ورسره پنيرځان سره راوړي چي هغه يي په بازاركي په تجارت كولوګټلي وو.
((النسايي ،سنن ،۶ټوك ،۱۳۷مخ))

دمواخات قانون اودوضع كيدلونيټه يي داچي نوموړي قانون دهجرت (ليږديدني ) په لومړي كال وضع شوپه دي كي كوم اختلاف نشته ،ټول روايات يوبل سره متفق دي ،مګرپه دي كي چي داقانون دنبوي مسجدداعمار(جوړيدلو) په مهال وضع شواوكه دهغه نه وروسته څه ناڅه درواياتوترمنځ اختلاف شته ،ابن عبدالبار(رح) په دي عقيده دي چي دمواخات قانون دهجرت وروسته اودبدردغزانه مخكي بولي ،خوبياهم يوه ځانګړي نيټه نه يادوي .((ابن عبدالبار،الدرار،۹۶،،ابن سعد،الطبقات ،لومړۍ برخه ،دوهم ټوك ،۹ مخ))
دغه قانون چي ټول ټال ۹۰كسان وركښي شامل وه ۴۵دمهاجرينواو۴۵دانصارونه ،دحضرت انس بن مالك (رض) په كوركي اعلان شوچي دالله دپيغمبر له لوري به دهرودووكسانوترمنځ يودمهاجرينواوبل دانصارونه دمواخات (دوه اړخيزه ورورګلوي) مقره كړه.((ابن قيم ،زادالمعاد،دوهم ټوك ،۷۹مخ،،اپن سعيدالناس،عيون الاثر،لومړي ټوك،۲۰۰مخ،،ابن كثير،السيرة النبويه ،دوهم ټوك،۳۲۴مخ))

ويل كيږي چي په همدي سره ټول مهاجرين په انصاروپوري وتړل شول ،اوهيڅ داسي يومهاجر پاته نه شوچي دده اوديوه انصاري ترمنځ دي دمواخات لاسليك نوي شوي .
دابن سعيدنه پرته نيژدي ټول مؤرخين (تاريخ پوهان) په دي باوردي چي مدني مواخات دمهاجرينواوانصاروترمنځ وو ،يوازي ابن سعدپه دي آنددي چي دهجرت نه وروسته هم دمديني نه بهردمهاجرينوپه خپلومنځونوكي دمواخات قانون پلي شوي ،خونوموړي په دي اړوندنورزيات تفصيل نه دي وركړي چي دغه مواخات چي دده په آنددمهاجرينوترخپلومنځونووودڅه لپاره وواوكوم ډول حقوق اووجائب يي په بغل كي لرل ،خودابن سعدودغه نظرته نوروتاريخ پوهانوچندان اهميت نه دي وركړي اوكوم ډول دپام وړتبصره هم ورباندي نه ده شوي .((ابن سعد،الطبقات ،لومړۍ برخه ،دوهم ټوك،نهم مخ))

دمواخات دقانون پربنسټ به هردوه نفره دنـــــــسبي اړيكوپرته يوبل سره وروڼه بلل كيدل ،نوموړي قانون په كومه ځانګړي مسئله پوري اړه نه لرل بلكي دژوندپه ټولواړخونوكي ددوه اړخيزومرستوچي پكښي مالي امدادهم شامل ووبربنـسټ ولاړوو،چي يوبل به ځانونه سره وروڼه بلل اويودبل څخه يي دميراث وړلوحق لاره .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب