د نکاح پر وخت ځينې ناوړه دودونه

په نکاح کې يو لړ داسې ناوړه دودونه دي چې ديوې خوا د اسلامي شريعت سره په ټکر کې دي اوله بلې خوا يې د نکاح کول سخت ستونزمن کړي دي او يوشمېر ځوانان يې دګډ ژوند له نعمت څخه محرومه کړي دي لکه د کوزدې وروسته ناستيې کول ، پوښونه وړل ،د عيد کالي وړل او تر ټولولويه خبر دا چې نوروزي هم په ځينو سيمو کې وړل کيږي چې دا له يوې خوا دمجوسيانو د عيد لمانځل دي او له بلې خوا يو لړ بې ځايه لګښتونه کيږي چې ډېری شمېر واده کوونکي يې توان نه لري او يو مهم عبادت يې د سختو ستونزو سره مخ کړی سره له دې چې اسلامي شريعت نکاح ډېره آسانه کړې ده او آسانه کولو ته يې خپل پيروان هڅولي :

۲۱- عن عائشة قالت : قال النبي صلى الله عليه وسلم : إن أعظم النكاح بركة أيسره مؤونة [12]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : بېشکه تر ټولوزياته د برکت نکاح هغه ده چې دستونزواو لګښت له پلوه کمه وي .له دې حديث څخه څرګنده شوه چې نکاح څومره ساده او کم لګښته وي دومره به د خير او برکت نه ډکه وي عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مشهورصحابي او د لسو هغو صحابه وله ډلې څخه دی کومو ته چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په دنيا کې د جنت زېری ورکړی نوموړی يوځلې د رسول الله صلى الله عليه وسلم مجلس ته راغی په جامو يې يو ه زېړه نښه وه رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا زېړه نښه د څه شي ده عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ورته وويل : ما نکاح وکړه او دا د عطرو کارولونښه ده رسول الله صلى الله عليه وسلم دعا ورته وکړه ( بارك الله لك وعليك أولم ولوبشاة ) الله دې په تا سوکې برکت واچوي مېلمستيا وکړه که څه هم په يوه پسه وي .همدا رنګه يو ځلې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل يوډېر ګران صحابي جابر رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چې واده دې کړئ هغه ورته وويل: ما خو فلانۍ غزا ته له تلو مخکې واده کړی رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: د پېغلې سره دې نکاح کړې که د کونډې سره ؟ نوموړي صحابي ورته وويل : له کونډې سره بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل ولې د پېغلې سره نکاح نه کوله ؟ جابر رضي الله عنه ورته وويل : زما پلار وفات شو او وړې وړې خويندې ماته راپاتې شوې نو کونډه مې ځکه وکړه چې تر څو د خپلې تجربې پر بنسټ زما دځويندو ښه پالنه وکړلای شي بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم دعا ورته وکړه لدې ټولوڅخه دا خبره څرګنديږي چې د محمد صلى الله عليه وسلم په وخت کې نکاح څومره آسانه اوساده وه او صحابه کرامو هم په همدې ساده او آسانه ډول نکاح کوله آن تردې چې خپل ستر لارښوود محمد صلى الله عليه وسلم به يې هم لا ډېر کله نه و راغوښتی .

اسلام دا نه وايي : چې د نکاح او خېښۍ په وخت خپل مشران او خپلوان مه را غواړئ يا دا ناروا کار دی بلکې د خپل وس او توان سره سم خپل خپلوان هم را وغواړئ او د شريعت په چوکاټ کې خوشحالۍ هم وکړئ خو دناروا کړنو او بې ځايه او له توان نه زيات لګښتونه مه کوئ چې دا بيا په ټوله ټولنه کې يو رواج وګرځي او ډېر ناچاره او بېوزله مسلمانان يې وس نه لري وګورئ رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله د فاطمې رضي الله عنها واده و ابوبکر عمر او څو نور صحابه وو رضي الله عنهم را وغوښتل او نکاح وتړل شوه .

يوه خبره بله چې ديادولو وړ ده هغه دا چې ځينې خلک خپلوخيښيو او دوستيو ته يوازې شتمن خلک را غواړي هغه يې که خپلوان وي اوکه نه بېوزله او مسکينان يې که هر څومره خپلوان وي هغوی بېچاره ګانو ته بلنه نه ورکوي او ځينې په خپلو شتمنيو او يو څو عصري توروسمبال خو آن تر دې چې د هغوی بېوزلو په شتون هم شرميږي او داسې مېلمستياو ته په حديث کې بدې مېلمستيا وې ويل شوې دي .[irp][irp]

۲۲- أن أباهريرة كان يقول بئس الطعام طعام الوليمة يدعى إليه الأغنياء ويترك المساكين ,فمن لم يأت الدعوة فقد عصى الله ورسوله . [13]

ژباړه : ابوهريره رضي الله عنه به ويل : بده ډوډۍ د وليمې ( واده ) ډوډۍ ده شتمن ورته را غوښتل کيږي او بېوزله ،مسکينان نه را غوښتل کيږي او څوک چې بلنې ته ورنه شي نو د الله او دهغه د رسول له حکم نه يې سرغړونه وکړه .

يو ناوړه دود چې زموږ په ټولنه کې دی هغه دا چې د دوواخترونو تر منځ واده نه کوي او دا دخير او برکت نه خالي ګڼي دا هم په شريعت کې هيڅ بنسټ نه لري نه معلوم چې له کومه ځايه زموږ د مسلمانانو وروڼو او خويندو په ذهنو کې دا خبره راغلې ده شريعت خو دا په کلکه ردوي او د دې په اړه د مسلمانانو مور عائشه رضي الله عنها داسې وايي :

۲۳- عن عائشة قالت : تزوجني رسول الله صلى الله عليه وسلم في شوال , وبني بي في شوال وكانت عائشة تستحب أن يبنى بنسائها في شوال [14]

ژباړه : عائشه رضي الله عنها وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم زماسره د شوال په مياشت کې ( چې د دوو اخترونو تر منځ يوه مياشت ده ) کوزده وکړه او د شوال په مياشت کې يې واده را سره وکړ او عائشې رضي الله عنها دا ډېره خوښوله چې د شوال په کې د ښځو واده وشي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب