د خپلې خور او یا لور نه د هغې خپل مهر اخستل حکم څه شی دی؟

 

سوال دډیروخلګوخاصـکردپښتنوداعادت ده چی خپله خوریالورپه ډیـرو زیاتوروپو ورکوی او دهغی مهرپه خپل جیب کې اچـوی اوهغې تـــه هیـــڅ برخه نه ځنی ورکوی بلکی بعضی سخت دله انسانان خوداسې هم کوی چی څــــــوک ډیــــری روپۍ ورکوی نودي خپله لوریاخور ورکوی ولـــوکه هـــغه ګوډیاړونداویاډیرسپین ږیری هم وی دقران اوحدیث په رڼا کی ددې عمل څه حکم ده ؟
ځواب :-اول خوداچی یوه ښـــځه دکـــم مـــهرپه بـــدل کـــی پـــه نکاح ورکول مستحب ده لکه چی حضرت عمر(رض)فرمايي الالاتغالوابصدقات النــــــــــساء فانـهالوکانت مکرمة فی الدنیا وتقــــوای عنـــــدالله لــــــــــــــکان اولئکم بهاالنــــــبی مــــــاعلمت رسول الله ﷺ نــکح شیــــــــــــــأ من نسائه ولاانـکح شیــــــــــــــــــــأمن بناته عـــــلی اکــــثرمن اثناعشرة اوقیة مشـکوة ص ۲۷۷ خبردارزیـــادت مــــکوۍ په مهرودی ښـځوکی ځکه که داعزتمـــندواي په دنیاکی اوتقوی وای په نــــزد داللهﷻ نوحضرت نبی ﷺ په دې ډیـراولې ووزه نیم خبر چـې هغـــه یوه بې بـــې له بـې بیانونه په نکاح کـــــړی وی اویـــایوه لـورلـه لورانونه په نکاح ورکـړی وی زیات تردولوسـواوقیو
حضرت ملاعلی قاری (رح)ددی حدیث په شرحه کی لیکی
فان قلت نهیه عـــــــــــــــــــن المـغلات مخالــــــــــف لقو له تعالی واتیتـــــــــــــم احد اهن قنطاراقـــلت النـــــص یدل علی الجوازلاعلی الا فضلیت والـکلام فـــــیها لافیه حاشیه ۴ مشــــکوة ص ۲۷۷ که څوک ووايي چی دی حضرت عمر(رض)منع له زیات مهرنه دی الله تعالی ﷻ له قول ســـــره مخالف ده هغه داچې ورکړی یودی دوی تـــه زیات مال زه وایم چی ایات دلالت په جــــواز بانـــدی کـــوی نــــه پــــه افــضیلت اوخبره پـه افضلیت دی کم مهرکی ده نــــه پــــه جوازکــی مطلب داچی په زیات مهرښځه ورکول جائــــزدی اوپـــه کــــم مهرورکول يي مستحب دی او همدارنګه دی حضرت ابن عباس (رض)نه روایت ده قـال قال رسوالله خیرالنساءایسر هن صداقا- حضرت نبی ﷺ فرمايي چی بـهــــــتر دی ښځوهغه ښځه ده چی مهريي کم وی اوداسی نور ډیرحدیثونه شتـه دی کم مـهر په افضلیت کې پاته شوه داخبره چی دښځوخپل مهرونه هغوی تــه نه ورکول کیږی اوددوی له رضایته پرته چی ولی يي چاته وغواړې ورکوی يي داعمل دقران اوحدیث خلاف ده اوپه اصل کی دادې مشرکانو عمـل ده الله تعالی فرمايي وأتواالنساءصدقاتهن نحلة یعنی ورکړۍ ښځوته ددوی مهرونه په طیب نفس خوښه سره ددی ایات لاندی تفسیرمظهری لیکی
قال الکلبی وجمـــــاعت هذاخــــــــطـاب للاولــیا واخرج ابن ابی حاتــــــــم عن ابی صالح قال کـــان الرجل اذزوج ابنته اخـذ صدقهادونـــهافنــهاهــــم عن ذالـــــــــک فانـــزل الله تعالی ﷻ هــذه الایـــــــات وکذ قال البــــــغــوی کان اذزوج غریباحــمـلوهــــــا الیه علی بعیر ولم یعــطو هامـن مـــــــــــــــــــــــــــهرهـا تفسیرمظهری ج۲ ص ۱۰حضرت کلبی اویـــوډلی دعلماوویـــلی دی چی په دی ایات کی خـــــطاب اولـــیأوته ده اوابن ابی حتیم له صالح نه روایــــــت کوی چی دجاهلیت په زمانه کی دا رواج ووچــی یــوه لوربه يــي په نـــــکاح ورکوله نودهغی مهـــــــربــــه يي له هــــغې نــــه واخیست الله تعالیﷻ مســـــلمانان ددی عــــمل نــه منع کړل اودایات رانازل شوهمــــــــدارنــــــــګه نفسیربغـــــــوی لیــــکلی چی دجاهلیت په زمانه کی دارســــم ووچی یوه پــردی سړی ته به يي کله کومه ښــــځه په نـــکاح ورکړه نوپه اوښ به يي ورسپره کړه اوهـــغه ددی مهربه يي هغی ښځی ته نه ورکاوه معارف القران دمذکورایات په تفسیرکې لیــکې دجهالیــــت په زمانـــه کی ښځې لره دکورنی استعمال دیوشی حیثیت ورکړی وو دڅاروپه شان به يي خرڅولې دخپل واده په خوښه کی ددی هیڅ اختیـــارنه وواوددوی اختـــیار منوولیانوچی چاته ورکولی بس دهغوی به وی ولوکه به ددوی رضا نــــه وه هم دخپلوانوپه میراث کی ددوی هیڅ حق نه وو بلکــی دنورشیانوپه شــان به دوی هم دسړوپه ملکیت کی راتلی اودهغوی دولت به کڼل کیـده اوددی ښځوپه ملکیت اوقبضه کی به هیڅ نه وو شریعت محمدی داناوړه اعمـــال ختم کړل اوښځوته يي خپل انسانیت وباښه معارف القران ج ۲ ص ۲۲۳
که دتفا سیرودغه مذکورعبــــارات زمونږدخلـګوله دغــه ناوړه اعمالوسره مقایسه کړو چی دښـــځومتـــعلق يي کــــوی نوبلکل دادبې رحـــمه جاهلانو مشرکانو اعمال نن زمان په مسلمانانووکی مجوددی الله تعالی ﷻ دی رحم وکړی که چیرې داښځه بالغه وی اوداسی ځاي ورکړل شــــوی وی چی هغه ځای ددی خوښ نه وی نودحنفی مذهب مطابق ددی ښځې په شــــریعت کی داحق شته چی دانکاح فسخ (ختمه)کړی اوبل ځــــــای په خپله خوښه نکاح وکړی خوکه دورکیدوپه وخت کی يي سکوت نـه وی اختیار کړی خوله بده مرغه چی دپښتــــنوعزتمنې اوحیاءناکی ښځې دشرم اوحیاء له وجه داسې عمل ته جرائــــت نشی کولای چی په خپــــله خوښه نکاح وکړی الله تعالیﷻ دی دابې رحمـه اوسخت دله مسلمانان پــوه کړی چـی له داســې خطرنــــاکو اعمالواوظلمونونه لاس واخلې خاصکرله خپل اولادسره داسی ظـــلم کول دانسانیت هم خلاف دی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب