کور ته د ننوتلو او وتلو سنت، آداب او دعا

امام نووی وایی: غوره ده چې كور ته د ننوتلو پر مهال بسم الله وويل شي، او هم د الله تعالی زیات ذکر او یاد په ژبه او زړه جاري وي. د کورنۍ په اهل باندې سلام واچول شي، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې یو سړی کور ته د ذکر کولو په حالت کې ننوزي، او هم یې د خوراک په مهال د الله نوم یاد کړ، نو شیطان به وایي چې دلته زما لپاره د ماښام د ډوډۍ برخه او شپی تیرولو ځای نشته.

كورته د ننوتلو دعا: اللهم انی اسالک خیر المولج، و خیر المخرج، بسم الله ولجنا، و بسم الله خرجنا، و علی الله ربنا توکلنا، ثم یسلم علی اهله، رواه ابوداود،
مسواک استعمالول: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوتلو نو مسواک به یې ويلو.
په کورنۍ سلام اچول: الله تعالی فرمایی: فاذا دخلتم بیوتا فسلموا علی انفسکم تحیة من عندالله مبارکة طیبة (النور۶۲)
له کور نه د وتلو دعا: بسم الله توکلت علی الله و لاحول و لا قوة الا بالله. یقال کفیت، و وقیت، و هدیت، و تنحی عن الشیطان، رواه ترمذی وابوداود
یادونه: یو مسلمان په ورځ کې څو ځلې کور ته ننوزي، او څو ځلې له کوره وزي، نو که هر ځلې دا سنت په پام کې ونیسي د څومره ثوابونو مستحق به ګرځیدلی وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب