د جمعی دورځی اهمیت اومسائل

حضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) درسول الله څخه روايت كوي چي الله .ج. دجمعې په شپه ټولو مسلمانانو ته مغفرت كوي يعني كه دوي يې وغواړي!!! [۱۰۹

حضرت شيخ عبد القادرجيلاني (رحمة الله عليه) په غنيه كښي ليكي :
ځيني علما‌ء پدې آند دي چي دجمعې شپه دقدر ترشپې بهتره ده ځكه دجمعې شپه تكراريږي چي دټول كال دجمعې شپې سره راجمعه كړي دقدر ترشپې يې ثواب زياتيږي! .[۱۱۰]

په يو روايت كښي دحضرت امام احمد رحمة الله څخه راویت شوي دي چي رسول الله فرمايلي دي :
خبر اوسي ايا زه تاسو په دوو زيرو خبرنه كړم چي ماته جبرئيل (عليه السلام) راوړي دي؟اصحابو كرامو وويل زيري راكړه يارسول الله ! رسول الله وفرمايل :

ماته جبرئيل (عليه السلام) زيري راكړئ چي الله .ج دجمعې په هره شپه اويازره خلګ ددوزخ داور څخه خلاصوي . دوهم دادى چي الله.ج. هره دجمعي شپه زما امت ته نهه نوي واره په نظر درحمت ګوري .[۱۱۱

حضرت علي (رضي الله عنهما) ويلي دي : كوم وخت چي به دجمعې شپه راغله رسول الله به ويل ښه راغلاست دي وي هغه شپي لره چي ازادوونكي ددوزخ ده او راوستونكي دمغفرت ده.

هغه چالره دي خوشالي وي چي په دې شپه كښي نيك كار وكړي هلاكت دي وي هغه چالره چي په دي شپه كښي ګناه وكړي [۱۱۲

حضرت ابوهريره درسول الله څخه روايت كوي چي رسول الله فرمايي :
الله.ج. ورځي پيداكړي دجمعې ورځ يې پكښي غوره كړه زما امت يې پر نور امتونو دجمعې د ورځي په وجه غوره كړى كه څوك دجمعې په ورځ يو نيك كار وكړي الله به اويا نيکۍ ورته وليكي كه څوك دجمعې په ورځ مړشي الله.ج. به تېر ګناهونه ور وبخښي او ددنيا څخه به بخښل شوي لاړشي .[۱۱۳

حضرت جابر.رض. درسول الله څخه روايت كوي چي رسول الله فرمايي :
څوك چي دجمعې په ورځ يا شپه مړشي الله.ج. به يې دقيامت په ورځ دعذابه څخه وساتي او دشهيدانو ټاپه به ورباندي ووهي يعني درجه به دشهيدانو وركړي [۱۱۴

د جمعې ورځ د اونئ د ټولو ورځو په پرتله مهمه او مباركه ورځ ده ( مسلم )
د جمعې ورځ د كوچني اختر او لوى اختر له ورځو څخه هم بهتره ورځ ده . ( مسند أحمد )
خداى پاك حضرت آدم د جمعې په ورځ پيدا كړی دى . ( مسند احمد )
خداى پاك حضرت آدم د جمعې په ورځ ځمكې ته راكوز كړی دى . ( مسلم )
حضرت آدم د جمعې په ورځ وفات شوى دى . ( مسلم )

د جمعې ورځ داسې يوه ورځ ده چې د خداى پاك په دربار كښې د مسلمان بنده دعا قبوله كيږي. ( مسلم )
د جمعې په ورځ به قيامت وي . ( مسلم )

د جمعې په ورځ يا شپه د كهف د سورې لوستل مستحب ګڼل كيږي . ( نسائي )
د جمعې په ورځ په هر بالغ مسلمان باندې غسل كول سنت دى. ( بخاري او مسلم)
د جمعې په ورځ هر مسلمان ته ښائي چې پاكې او ښې جامې په تن كړي او له كور څخه بهر ووځي . ( بخاري او مسلم )
د جمعې د لمونځ د ادا كولو د پاره بايد چې هر مسلمان وختي مسجد ته ځان ورسوي .( بخاري او مسلم )
تر څو چې امام جومات ته دا خل شوى نه وي تر هغه وخته بايد چې نفل او سنت لمونځونه ادا كړاى شي . ( ابو داوود)

حضرت محمد (ص) فرمایلي: ډېره غوره ورځ : په کومه چي لمر راوخوت هغه د جمعی ورځ ده ، په همدې ورځ ادم (ع) پیدا شو ، په همدې ورځ جنت ته ننوت او په همدې ورځ د الله (ج) خلیفه وګرځول شو او په همدې ورځ به قیامت واقع کیږي.
(صحیح مسلم)

«يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا إِذَا نُودِى لِلصلَوةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسعَوْا إِلى ذِكْرِ اللَّهِ وَ ذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ(جمعه9) فَإِذَا قُضِيَتِ الصلَوةُ فَانتَشِرُوا فى الأَرْضِ وَ ابْتَغُوا مِن فَضلِ اللَّهِ وَ اذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيراً لَّعَلَّكمْ تُفْلِحُونَ(جمعه10):

زباړه: ای مومنانو کله چی اذان واوری د جمعی د لمانځه لپاره نو بیړه وکړی او منډی وهی طرف د ذکر د الله لباره او پریږدی خپل کاروبار ( پلورل او پیرودل) دا خیر بهتر دی له هر څه نه. که چیری تاسو پوهیږی په اخروی ګټه او تاوان خپل، نو هر کله ادا کړی خپل لمونځ د جمعی. وروسته له هغه بیرته خپلو کاروته په ځمکه تیت شی( یعنی خپل کارونه او دوکانونه خلاص کړی) او ولټوی تاسی له فضل د الله او یادوی تاسی الله ډیرو سره ښاییږی چی ومومی تاسی ښیګڼې له الله رب نه!!!

د سنت تعریف ، سنت چه محمد ص آدا کړي او يا ووينا کړي ده د ته سنت ووايی. د جمعه دلمانځه لپاره غسل کول سترګي توره وول مسواک وهل پاک لباس نوکان پري کول دادي سنت طريقه ده ، محمد ص فرمایلي دي چه دجمعه لمونځ ددواړه اخترونو لمونځ سخه بهتره دي !!!

آیا د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
د جمعی خطبې ته غوږ نيول او چپ والی ( پټه خوله کیناستل ) واجب دی ، د خطبې په منځ کې لمونځ کول ،تلاوت کول ،تسبيح ويل ، سلام او دسلام ځواب ورکول ټول نا جائز دي

کل ما حرم فی الصواة حرم فيها ای فی الخطبة خلاصة وغيرها فيحرم اکل وشرب وکلام ولو تسبحاً او رد سلام او امراً باالمعروف بل يجب عليه يستمع او يسکت (درالمختار) .
(فتاوي دارالعلوم ديوبند ،کفايت المفتي او تنوير الأبصار ) .

حضرت ابن مسعود رضي الله عنه وايي چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د هغو خلکو په هکله چي هغوی د جمعې لمونځ نه ادا کاوه وفرمايل: والله! چي ډېر وخت اراده وکړم چي یو سړي ته امر وکړم چي خلکو ته د جمعې لمونځ ورکړي او زه پر هغو خلکو کورونه وسوځوم چي هغوی د جمعې د لمانځه څخه په کورونو کي شاته پاته کيږي. رواه مسلم

نبي کريم{صلي الله عليه وسلم} فرمايلي دي ِِ کوم سړي چې دي جمعي په ورځ غسل اوکړي ، او په ښه طريقي سره پاکي حاصله کړي ، او تيل استعمال کړي ، يا که په کور کښي خوشبو موجوده وي استعمال يي کړي, بيا دي جمعي لمانځه لپاره له کوره راوان شې او مسجد ته ورسيګي او دي دوو سړويو په منځ کښي تير نشي بيا چې څومره تري کيدی شي نفل لمونځ دي اوکړي،او کله چې امام خطبه شروع کړي نو په خــــــــــــــاموشي سره دي واوري نو دي دغه سړي دي دي جمعي نه تر بلي جمعي پوري به دي ده ټول ګناهونه معاف کيږي.!!!

عبدالله بن عمر(رضی الله تعالی عنه) روایت کوی چې رسول الله (صلی الله علیه واله سلم) فرمایلی دی:چاچې د جمعی پّ ورځ د کهف سورت ولوسته الله تعالی به د قیامت په ورځی دهغه د پښو لاندی نور وغوړوی چې شغلی به یې داسمان تر کنارو رسیږی او ددواړو جمعو تر منځ یې چې ځومره ګناهونه کړي وي الله تعالی به یی ورته معاف کړی!!!
رسـول الله (ص) فرمایلی دی: څـوک چی د جمعی په ورځ په ما باندی ۲۰۰ ځله درود شریف اوایی د هغه به د ۲۰۰ کالو صغیره ګناهونه معاف کړل شی .!!! (کنزالعمال

إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا يقيناً چې الله او د هغه پرښتې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم درود وايي . ای مؤمنانو ! تاسې هم پر ده درود وواياست او په پوره خلوص ور ته سلام وکړئ!!! انَّ مِن أفضَلِ أيَّامِكُم الجُمُعَة، فَأكثِرُوا عَلَيَّ مِنَ الصَّلاة فيه، فَإنَّ صَلاَتَكُم مَعرُوضَةٌ عَلَي ( رواه ابوداود باسناد صحيح ) يقيناً د ورځو غوره ورځ جمعه ده ، په دغه ورځ پر ما باندې زيات درد وایی ، ځکه ستاسې دردونه ما ته وړاندې کيږي!!!
په ټولو کې غوره درود ابراهيمي درود دی کوم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خوښ کړی دی هغه هم په لمانځه لوستلی دی او مونږ يي هم په لمانځه وايو . چې په بخاري شريف داسې بيان شوی دی : عن أَبي محمدٍ كعبِ بن عُجْرَة رضی الله عنه ، قَالَ: خَرَجَ عَلَيْنَا النبيُّ صلی الله عليه وسلم ، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ قَدْ عَلِمْنَا كَيْفَ نُسَلِّمُ عَلَيْكَ ، فَكَيْفَ نُصَلِّي عَلَيْكَ ؟ «قَالَ: قُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجيدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجْيدٌ»(البخاري .

زموږ څخه درود شریف څنګه رسول کيږي؟ (الحديث)

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: که څوک زما د قبر سره پر ما درود وايي زه يې درود اورم او که څوک د ليري څخه پر ما درود وايي هغه ما ته (د ملائکو په ذريعه) رارسول کيږي. رواه البيهقي في شعب الإيمان

پوره بخيل څوک دی؟ (الحديث)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: پوره بخيل هغه څوک دی چي زه دده په وړاندي یاد سم مګر دی پر ما درود ونه وايي (نه پر ما درود ووايي او نه خپل ځان ته ثواب حاصل کړي). رواه الترمذي و احمد
د درود شريف وړونکي ملائکې (الحديث)

نبي اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د الله یو ځانګړي ملائکي دي چي په مځکه کي ګرځي (سياحت کوي)، دوی زما د امت څخه سلامونه ما ته رارسوي. رواه النسائي والدارمي

ډېر درود شریف ويونکي (الحديث)
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: په خلکو کي هغه کسان ما ته د قيامت په ورځ ډېر نژدې دي چي پر مايې ډېر درود ويلی وي.!!! رواه الترمذي

پر نبي کریم صلی الله علیه و سلم درود او ووایاست او نورو ته یي په یاد کړۍ کیدلی شي چي ستاسو د یادوني په خاطر د چا پر ژبه درود شریف وویل شي تاسو به هم ورسره په ثواب کښي شریک یاست!!!
اللهم صل على محمد و على آل محمد كما صليت على ابراهيم و على آل ابراهيم انك حميد مجيد 3>
اللهم بارك على محمد و على آل محمد كما باركت على ابراهيم و على آل ابراهيم انك حميد مجيد 3>

دجمعي د ورځي يادګيرني
۱ـ غسل
۲ـ مسواک وهل
۳ـ پاک کالي اغوستل
۴ـ نوکان پريکول
۵ـ رانجه په سترګو کول
۶ـ زيات نه زيات درود شريف وويل
۷ـ عطر وهل
۸ـ دسوره کهف تلاوت کول

الله دي مونږ ته د دي هرڅه کولو توفيق راکړي امين

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ،
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
انیسه ثمن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب