ددوشنبې دورځې وقائع او آعمال

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : وُلِدَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ الِاثْنَيْنِ ، وَاسْتُنْبِئَ يَوْمَ الِاثْنَيْنِ ، وَخَرَجَ مُهَاجِرًا مِنْ مَكَّةَ إِلَى الْمَدِينَةِ يَوْمَ الِاثْنَيْنِ ، وَقَدِمَ الْمَدِينَةَ يَوْمَ الِاثْنَيْنِ ، وَرَفَعَ الْحَجَرَ يَوْمَ الِاثْنَيْنِ ، وَتُوُفِّيَ يَوْمَ الِاثْنَيْنِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ .
له ابن عباس رضی الله عنه نه روایت دی چې وايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوشنبې په ورځ تولد شو ، او په همدې ورځ پیغمبر شو او په همدې ورځ مکې نه ووت او په همدې ورځ مدینې ته ورسید ، او حجر الاسود یې په همدې ورځ اوچت کړ، او په همدې ورځ وفات شو صلی الله علیه وسلم.

 په دې ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم تولد شوی.
عن أبي قتادة الأنصاري ـ رضي الله عنه ـ أن رسول الله صلی الله علیه وسلم سئل عن صوم الاثنين ؟ فقال : ” فيه ولدت ، وفيه أنزل علي “صحيح : المسند الصحيح ( 1162 )
ژباړه : له رسول الله صلی علیه وسلم نه د دوشنبې دورځې په باره کې پوښتنه وشوه ، هغه وفرمائل : [په همدې ورځ زه پیدا شوی یم او په همدې ورځ پر ما قرآن نازل شو]

د دوشنبې په ورځ یې حجر الاسود په خپل مبارک لاس او چت کړې او دکعبې په دیوال کې یې ایښی (مکې له بعثت څخه وړاندې کله چې د حجر الاسود دایښودلو په سر دقریشو په قبیلو کې اختلاف پیدا شو).
* په همدې ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم پیغمبر شويدې  یعنې وحی پرې نازله شوې.
* په همدې ورځ له مکې څخه د ابوبکر الصدیق په ملګرتیا مدینې ته دهجرت په نیت روان شوې.
* او دهمدې دوشنبې په ورځ مدینې ته رسیدلی .
* په همدې ورځ ( دوشنبې) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شوی.
* د دوشنبې او پنج شنبې روژه به رسول الله صلی الله علیه وسلم نیوله : عن عائشة ـ رضي الله عنها ـ ” أن النبي صلی الله علیه وسلم كان يتحرى صيام الاثنين والخميس ” صحيح : رواه ابن ماجة والترمذي والنسائي

په دې ورځ د انسانانو عملونه الله جل جلاله ته ور پورته کیږي .
عن أسامة بن زيد ـ رضي الله عنهما ـ قال : رأيت رسول الله صلی الله علیه وسلم يصوم يوم الاثنين والخميس ، فسألته ؟ فقال : ” إن الأعمال تعرض يوم الاثنين والخميس ، فأحب أن يرفع عملي وأنا صائم ”
ژباړه : له اسامه بن زید نه روایت دې وایی چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې د دوشنبې او پنج شنبې روژه نیسي ، نو ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې په دې ورځو کې روژه نیسې ؟ رسول الله وویل: عملونه د دوشنبې او پنج شنبې په ورځ وړاندې کیږي او زه خوښوم چې زما عمل په داسې حال کې اوچت شي چې زه روژه یم.

د دوشنبې او پنج شنبې په ورځ د جنت دروازې پرانستل کیږي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : ” تُفْتَحُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَ الِاثْنَيْنِ ، وَيَوْمَ الْخَمِيسِ ، فَيُغْفَرُ لِكُلِّ عَبْدٍ لَا يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا ، إِلَّا رَجُلًا كَانَتْ بَيْنَهُ وَبَيْنَ أَخِيهِ شَحْنَاءُ ، فَيُقَالُ : أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا ، أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا ، أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا ” رواه مسلم
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله وویل : دجنت دروازې ددوشنبې او پنج شنبې په ورځ پرانستل کیږي ، او ټول هغو بنده ګانو ته بښنه کیږي چې له الله سره یې شریک نه وی پیدا کړي (شرک یې نه وی کړی) مګر هغه کس به نه بښل کیږي دچاچې له خپل مسلمان ورور سره څه خپګان او دښمني وي ، نو الله به وايي چې : دا دواړه کسان منتظر پریږدئ ترڅو چې په خپلو کې صلح وکړي او دا خبر ه به درې ځلې کوي.

ددوشنبې په ورځ الله ونه پیدا کړه :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : أَخَذَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِيَدِي ، فَقَالَ : ” خَلَقَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ التُّرْبَةَ يَوْمَ السَّبْتِ ، وَخَلَقَ فِيهَا الْجِبَالَ يَوْمَ الْأَحَدِ ، وَخَلَقَ الشَّجَرَ يَوْمَ الِاثْنَيْنِ ، وَخَلَقَ الْمَكْرُوهَ يَوْمَ الثُّلَاثَاءِ ، وَخَلَقَ النُّورَ يَوْمَ الْأَرْبِعَاءِ ، وَبَثَّ فِيهَا الدَّوَابَّ يَوْمَ الْخَمِيسِ ، وَخَلَقَ آدَمَ عَلَيْهِ السَّلَام بَعْدَ الْعَصْرِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فِي آخِرِ الْخَلْقِ فِي آخِرِ سَاعَةٍ مِنْ سَاعَاتِ الْجُمُعَةِ ، فِيمَا بَيْنَ الْعَصْرِ إِلَى اللَّيْلِ ” رواه مسلم
له ابو هریره نه روایت دی وایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له لاسه ونیولم او ویې ویل : خاوره الله د هفتې (شنبې) په ورځ پیدا کړه ، او په هغې خاوره کې یې غرونه د یک شنبې په ورځ پیدا کړل ، او ونه یې د دوشنبې په ورځ پیدا کړه ، او شر او بدی یې د سه شنبې په ورځ پیدا کړه ، او نور یې د چهار شنبې په ورځ پیدا کړ ، او څاروي او خزنده ګان یې د پنجشنبې په ورځ پیدا کړل او آدم علیه السلام یې له مازدیګر نه وروسته دجمعې پر ورځ پیداکړ په ورستیو ساعاتونو دجمعې د ورځې د مازدیګر او ماخستن ترمینځ. دا حدیث امام مسلم روایت کړی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب