په روژه کې د مروجه تسبیحاتو حکم

د روژې او عیدونو متعلق مسائل

سوال :-ځنی ملاامامان په تراویحوکی په هره تراویحه کی په لــوړاوازسره ځنی خاص تسبیحات وايي لکــه په اول درمــضان کی دتسبیحاتوپــه اخیر کی مرحـــباوايي اوپــه اخیر درمضان کی الـــوداع وايـــي ایاددی عمل کوم اصـل په کتابوکی شته اوکه نه ؟
ځواب :- تسبیحات ویل ذکرده اوذکردالله تـــعالیﷻ یوعظـــیم عــــبادت ده خوالبته په هغه طریقه عبادت کول چی شریعــت ورته ښـــودلی وی په کومه موقع کی چی شریعت دذکر بـــالجـــهرحــکم کړی هلته په جهر(په زوره)سره ویل سنت دی لکه تکبیرات التشریق اوتلبیه په حج کی اوچیرته چی دجهر حکم نه وی هلته په خفیه (سوکه)ذکرکول بهتردی ائمه اربعه دذکر خفیه په مستحب والی متفق دی اګــرکه امـــاابویوســــف اوامـــام محــــمداوبعضی صوفیه دذکربالجهرقائل دی خوالبته ائمـــه اربعـــه چی په کومه خبره متفق وی حق به دهغوی خواته وی لکه چی الله تـعالیﷻ فرمايي واذکرربک فی نفسکه تضرعاًوخیفه ودون الجهرمن القول پ ۹ اعراف ۲۴ع یعنی ذکرکړه رب خپل په زړه کی په عاجزی سره اوپه ډارسره اوترجهرپه کم اوازســره له قول نه بل ځـای الله تــــعالی ﷻ فـرمايي ادعـوربکم تضرعاًوخفیه انه لایحب المعتدین پ ۸ اعراف ۷ع یعنی بوله رب خـــپل پـــه عــــاجزی سره اوپه خفیه طریقی سره بیشکه الله تعالی ﷻ محبـــت نـــــه کوی لــــه تجاوزکوونکوسره په دغه ایات کی مسلمانانوته ددوخبروتعـــلیم ورکــــول دی یـــوداچــــه پــه اخلاص سره دعـااو ذکر کوی دوهم داچه په سوکه اوپه پټه سره الله تــعالی یادکړی لــه خـــپله حـــده تـــجاوزمـــکوئ یـــووخت صحابــــه کـــرامو(رض)په لوړاوازسره ذکرکاوه حضرت نبیﷺ دوی منــع کړل اوويي فرمایل ایهاالناس اربعواعلی انفسکم انــکم لیس تــــدعــــون اصــــم ولاغــــــائـــب وانـــکم تـدعون سمــــیعاقریباًوهومعـکم بخاری ج۲ ص ۶۰۵ ومسلم ج۲ ص۳۴۶ اي خلګوپه خپلونفسونونرمی کوی تاسووداســـی ذات نه بولی چی هغـــه کوڼ یاغائب ده بلکی تاسو اوریدونــــکی اونیــــــــــــــږدی ذات بولـــی هغه دتـــاســــوسره ده حضرت امام نووی (رح)ددی حدیث په شرحه کی لیکی – ففیه الندب الی خفض الصوت بالـــذکراذالم تـدع حاجةا لی رفعه شــــرح مسلم فی ذالک الموضع یعنی داحدیث په دی دالالت کـوی چــی په سوکه ذکرکول بهــتردی ترڅــــو چی لـوړاوازته حاجــت نه وی پیداشوی
فتاوی بزازیه په دی هکله داسی لیکی
وعن فتاوی القاضی انـــــــــــه حـــــــــرام لمـــــاصـــــح عن ابن مسعود(رض) انه اخرج جماعة من المسجدیهللون ویصلون علی النبی ﷺ جهـــــراًوقـــــــــــال لهم مااراکــم الی مبـــتدعین بزازیه علی هامش عالمګیریه ج۶ ص ۳۷۸ له فتاوی دقاضی نه نـقل ده چی په جـــهر ذکرکول حرام دی له حـضرت ابن مسعود(رض) نه صحح روایت ده چی هغـه یوه ډله دخلګوله جماعت نه وایستله کومـوچی هـــــغوی پـــه لــــوړاواز ســــــره لااله الالله اودرود شریـــف وايواوویــــی فرمــــایـــل چی نـــه وینــــم تاسوزه مــــګربدعــــتیــان
همدارنګه فتاوی کبیری لیکی
ولابی حنیفة ان رفع الصوت بالذکربدعة مـــخالف للامرفـــی قولــــه تعالی ادعوربکم تضرعاً ص ۵۶۶ یعنی له امام ابی حنیفه (رح)نه روایت ده چی پورته کول دغږپه ذکربدعت ده له جهـــته دی مخالفته دامــــردالله تعالی ﷻ په دی قول کی ودعوربکم تضرعاً حضرت مفتی کفایت الله صاحب په دی هکله داسی لیکی سوال :-بوقت ارام ګرفتن خاموش نشندیابایدچیزبخواندجــــــــواب مختاراست که خاموش نشــندیابه اهستګی قران یاتسبیح بـــــــخواند تعلیم الاسلام حصه ۴ص۳۵ په وخت دارام کولوکی بایدســـړی خاموښ کښینی اویاڅه ووايي په ځواب کی لیــکی غـــوره داده چی خاموښ کښینی یاپه سوکه قـــران یاتسبیح ووايي حضرت مولاناعبدالحــی (رح)اومفتی رشیداحمدصاحب (رح)ددی عمل پــه بدعتوالی تصریح کړی لکه چی هغه لیکی سوال : په اخیره جمعه درمضان کی الوداع ویل څنګه دی ځواب الوداع کومه چی په دی زمانه کی مـــروجه ده له بدعت نه خالی نده په معـــتمدو علمأوولازمه ده چی داطریقه پریږدی ترڅوعوام ددی دضروروالی دعقیدی نه نجات پیداکړی مـجموعة فتاوی عبدالحی اردوص ۵۳۴ اواحسن الفتاوی ج۱ ص ۳۷۱
دتـــیربحث خلاصه داشوه چی مروجه تســـبیحات ویــل ذکرده اوذکرپه لوړ اوازسره دامام ابوحنیفه (رح)په نزدبدعت ده اونــه په قرونـــوثـــلاثه ووکی د دی عمل کوم اصل شته اونه په کوم کتاب کی دداسی خاصـــو تســـبیحاتو چی په الوداع اومرحبامشتمل وی ذکرشته لهذاددی عمل په بدعــت والی کی شک نشته پریښودل يي لازم دی والله اعلم بحقیقة الحا ل

په روژه کې دتبارک الذی سورة ویلو حکم

سوال :- په روژه کی ځنی ملاامامان دتروایحودلمانځه نه وروسته تبـــارک الذی سورة وایي اوبل وخت داسورة نه ویل کیږی ددی عمل حــکم څه ده ؟
ځواب :- مخته تیرشواوورسته هم راځی چی مستحب یامــــباح کارونه پــه یوخاص وخت پوری خاص ګرزل چی شریعت نه وی خــاص کړی بـــدعت ده خوالبته که په داسی وخت پوری یوشی خاص شی لاعـــلی الالتـــزام چی په هغه وخت کی ثـــــواب زیات وی لکه روژه لکه چی یونیک عمل پکښی پـه (۷۰)چنده ده نوبـــــدعت نده چونکه دروژی فضیلت له احادیثونه ثــابت ده خوکه بیاهم دعوامـــوپه ګمان تبــــارک الــذی ویل په روژه کی ضروری وی نوبیا بدعت ده ځکه چی مخته به راشی چی که په یومستحب یامـباح عمل دسنتو یاواجبو ګمان کیږی هغه مکروه اوبدعت ده لهذادغه عمل اقــــلاًله شائبی دبدعـت نه خالی نده او حضـــــرت نبی ﷺ فرمايي داع مایریبــک الـــی مالایریبک فان الخیرطمانیة وان الشرریبة یعنی پریږده هغه شی چی تاپه شک کی اچـــــوی اواختـــیارکــــړه هغـــه څــــه چی دشــک نه خالی وی ځکه خیرباعث داطمینان ده اوشرباعث دشک ده- مستدرک ج۲ص ۱۲ لــهذاښه خبره داده چی داعمل پریښودل شی دخیرکارونه نورهم ډیردی اولـــه هرڅـه نه پاک اودشک او شبــهی نه خالـــی دی ددی پرځای هغه بـــایـد عملی شی
والله اعلم وعلمه اتم واحکم

د سنتو نه بعد د دعأ حکم

سوال :-بعضی ملاامامان دسنتونه بعدپه لوړاوازسره دعاکوی چی بعضی خلګ په دی وخــــت کی لمــــونځ کوی هغوی ته تــــکلیف پــــیداکیږی اوپـه لمانځه کی خطاکیـــــږی اوبل داچه دادعأوی دومره ضروری ګرځـیدلی دی چی پـــریښودل يي عـــوام ډیربدبولی اوهروخت کیږی کله هم نه پریـــښودل کیږی په شریعت نبوی کښی داعمل ترکومه حده ثابت ده ؟
ځواب :- دعاعبادت ده لکه چی په حدیث شریف کی راغلی الدعأمخ العبادات یعنی دعامــغزدعباداتوده اودسنـــتونه وروســـته دعاکول مستحب ده اوددی ثبوت په کتابوکی شته لکه طــــحطاوی لیکی والدعأهذالایناف الاتیان بالـــلهم انت السلام کماهوالماثور فی الــرویات لیس بدعأیعنی دغه دعأورسته له سنتوضدنه ده له اللهم انت الســلام سره لـــــکه څرنګه په روایاتوکی راغلـــی چی اللهم انت السلام دعانده چی تکرارپه دعاکی راشی خوالبته هریوعمل یوچوکاټ اوقانون لری دادعاکه څه هم ثابته ده بلکی مستحب ده خوپه زوره دعاکول که نورولمونځ کونکو ته تکلیف وی حرام ده اوکه نوروته تکلیف نه وی هم ائمه اربعه ددعااوذکر په خفیه کولواپه استحباب متفق دی لکه چی حضرت امام نووی (رح)لیکی اماالدعأفیسرفیه بلاخلاف شرح مسلم ج ۶ ص ۳۱۱ یعنی کومه چی دعـــاده په دی کښی دهـــــــیچااختــــــلاف نــــشته چی په سوکه کول پکاردی بلکی حضرت اماابوحنیفه (رح)په جهردعأکول بدعت بولی

لکه امام سراج الدین ا لحنیفی(رح) اوملاعلی قاری (رح)لیکی
یستحب فی الدعــــأالاخفـــأورفع الصوت بالدعأبــــدعة فتاوی سراجیه ص ۷۲ اوموضوعات کبیرص ۱۷ مستــــحب ده دعـاکول په پټه خوله سره اوپه لوړاواز سره دعاکول بدعت ده همدارنګه بزازیه لیکی اذاتعلم القـــوم خــــافت هو ایضاًوان جهرفهوبدعة بزازیه ج۴ ص ۴۲ چی کــله قوم پوه شی ددعأپه طریقه باندی نوپټه خوله دی شی امام هم اوکه چیری جهروکړی نودابدعـــت ده او که دتـــعلیم دپـــاره نــه وی اوقوم ددعأپه طریقه پوه وی بیاپه زوره دعاکول بدعت دی کذافی العالمګیریه ج۵ ص ۳۱۸ ددینــه علاوه ددی دعاداسی التزام کـــول اوضـــروری بلل چــی عـــوام دسنتــــویاواجــــبوګمان پری کوی او پریښودل يي ورته ډیرنـــاشده ښـــکاری دابل بـــدعت ده ځکه چی یوشی لازم ګرځول چی شریعت هغه نه وی لازم کـړی بدعت ده لکه درمختارلیکی چی دمستحب کارداســـی التزام کول چی خلـــګ دسنتویاواجبوګمان پری کوی مکروه ده لکه چی هغه لیکی . ســـــجدة الشکرمستحبة به یفتی لکنهاتـــکره بعدالصــلواة لان الجهله یعتقدونــــهاسنةوواجبة وکل مـــباح یــــؤدی الیـه فهومکروه درمخـتارقبیـل باب اعتــکاف یعنی سجده دشکرمستحب ده اوپه دی خبره فتوی ده لــــیکن دلمانـځه نــه ورسته کول يـــي مــــکروه دی ځــکه چی بی عـــلمه خــــلګ دسنتـو اوواجبو ګمان پری کوی اوپه هرمباح چی داسی ګمان کیږی هغه مکروه ده .

همدارنګه عبدالله ابن مسعود(رض )روایت کوی
قال لایجعل احدکم للشیــــطان شیاء من صلوته یری ان حــــــــق علیه ان لاینصرف الاعن یمینه لقدرائت رسول الله ﷺکثیــــــــرا ینــــــــــــــــصرف عن یساره مشـــــکوة ص۷۸ له تاسونه هیـڅوک دی په خپل لمانځه کی دشیطان لپــاره حصه نه پریږدی په دی طریقه چی له لمانـځه نه بعدپه ښې طرف راګـــــرزیــــــدل لازم بــولی مانبی لیـــــــدلی چی هغـــــــه به ډیـــــــرکرته په چــپ طـــرف راګـرزیـــــــده مشهورمحقق محمدطاهرالحنفی ددی حدیث په شرحه کی لیکی فیه من اصرعـلی امـــــــــر مندوب وجعـل عزمـــــــــا ولم یعمل بالرخصــــــــــــة فقداصاب منه الشطـیان من الاضلال فکیف مـــن اصرعلی بدعة اومنـــکر مجمع البــــــحارص۲۴۴ په دی حدیــــث کی په دی بانــــدی خبرده چی چاپه یومستحب کارباندی همــیشه توب وکړاو عزیـــمت يي وګرزاوه اوپـــه رخصــت يــي کلــــه هم عمل نه کاوه ګویا کی چی داشیطان ګمراه کـــړیده څه حــال بـــه وی دهـــغه چاچـــی په یوبدعت اوبـد عمل باندی اصرارهمیشــــه توب وکړی
که دغه مذکورحـــدیث اودمجمع البـــحاردغه عــبارات زموږله مروجه دعأ ګانوسره قیاس کړواوله انصاف نه کارواخلوزموږدسنتـــونه بعددعا ګانی بلکل داسی دی چی یوامــــر مستحب ده خودومره اصـــرار (همـــیشه توب) پری کیږی چی عزیمت ګرزیدلې اوپه رخصـــت يي کله هم عـــمل نــــه کیږی

لهذاکله ناکله دغه دعـــأګانی قصداًپریـــښودل لازمـــی دی خوالبته طریقه داده چی مخته عوام یوارپوه شی بیاداعمل اجراشی مطـــلب داشوچی دعا بعددســــنتونه ثابته ده بلکی مستحب ده خــوپـــه لوړ اوازاو جهر سره اوهر وخت کول لازمـــــی ګرزول يي زمونــــږپه مـــذهب بدعت ده لهذادعا بایدپه خفیه (سوکه ) وی اوکلــه قصداًپریښودل شی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب