ایا د شیر خور ماشوم بولې او قی نجسې دي؟

سوال: په موږ ښځو کي له وخته دا خبره ګرځي را ګرځي چی د شیدې خوړونکي (شیر خور) ماشوم بولې نجسي نه دي، خو دا زما عقل او نقل نه مني، له همدې کبله مو ستاسو څخه لطفا دا هیله ده چي ددې سوال ځواب د مصدرو سره راولېږئ، ډېره مهرباني به مو وي. ډاکتر نسرین استرلیا

ځواب: د شیدو خوړونکي (شیر خور) ماشوم بولې نجسي دي، دا ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

عن ابن عباس رضی الله عنهما قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم عامة عذاب القبر فی البول فاستنزهوا عن البول. الحدیث، رواه البزاز والطبرانی فی الکبیر.

ژباړه: د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي د قبر عذاب د بولو له کبله دئ له همدې کبله له بولو څخه ځانونه و ساتئ.

په فتاواو کي راځي:

بولې که د ماشوم وي، که د نر وي او که د ښځې ټولې نجسې دي، او دا غلیظ نجاست دئ، له دې څخه ځان ساتل ضروري دئ، که چیري یې اندازه پر بدن او کالو (جامو) باندي تر یوه درهم اضافه سي د هغه ځای پرېمنځل ضروري دي.

(لما فی الهندیه (۱/ ۴۶): کل ما یخرج من بدن الانسان مما یوجب خروجه الوضوء او الغسل فهو مغلظ کالغائط والبول والمنی والمذی والودی والقیح والصدید والقی اذا ملأ. الفم کذا فی البحر الرائق…. و کذلک بول الصغیر والصغیرة أکلا او لا کذا فی الاختیار.

و فی المراقی الفلاح مع حاشیة الطحطاوی (۱/ ۱۲۳): (قوله و بول ما لا یؤکل لحمه) شمل بول الحیة فانه مغلظ …. (قوله و لورضیعا) و لو رضیعا لم یطعم سواء کان ذاکراً او انثی)

(نصب الزایه ج ۱ ص ۱۲۸، ۱۲ ظفیر، فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۱، پاڼه: ۲۳۵، ۲۵۰، نجم الفتاوی ټوک: ۲، پاڼه: ۱۳۴ ، فتاوی حقانیه ټوک: ۲، پانه: ۵۸۳ ، مجمع الزوائد ج ۱ ص ۸۴ باب الاستنزاء من البول والاحتراز منه لما فیه من العذاب، فتاوی رحیمیه ټوک: ۴، پاڼه: ۵۷، فتاوی محمودیه: ټوک: ۵، پاڼه، ۲۲۷ِ، کنز العمال ټوک: ۹- ۱۰، حدیث نمبر: ۲۷۲۶۳، ۲۷۲۶۴، ۲۷۲۶۵، ۲۷۲۶۶ – ۲۷۲۷۶)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

د شیر خوره ماشوم قی وهلو حکم؟

سوال:  شیدې خوړونکی (شیرخور) ماشوم په دفتر کې راسره وي، کله قئ ووهي ددې حکم څه دی؟
ډاکتر نسرین استرلیا

و قي ته کتل کیږي، که چیري د ماشوم خوله ډکه وي، حکم یې د لوی انسان په ډول سره دئ، یعني که ماشوم په ډکه خوله سره قئ ووهي بدن او کالي به دواړه پرېمنځل کیږي، که دداسي کالو او بدن سره لمونځ وسي لمونځ نه صحیح کیږي، په قئ وهلو کي فرق نلري چي دا ماشوم شیر خوره دئ او که ډوډۍ خوره دئ.

(فتاوی محمودیه: ټوک: ۵، پاڼه: ۲۲۸)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب