په جماعت سره لمونځ اداکول د لمانځه کمال او د کوونکي جمال

درنو لوستونکو! څرګنده خبره ده؛ څومره ، چي د لمانځه د کولو په اړه ټينګار راغلى دى په همغه پيمانه په جماعت باندې د ادا لپاره هم ټينګار راغلى دى د همدې موخې لپاره څو احاديث رانقلوو:

نبي عليه السلام فرمايي چي د جماعت لمونځ پر يوازي لمانځه باندي اووه ويشت درجې غوره دئ.(رواه مالک و البخاري و مسلم و الترمذي و النسائي کذا في الترغيب)

په جماعت سره لمونځ اوه ويشت ځلې تر يوازې لمانځه ثواب لري داخو حقيقت دئ داچي ډېر خلک تردې امتياز تېريږي بل هيڅ دليل نسي کېداى پرته لدې ، چي ددغو کسانو باندي باور نسته که نه نو دپيسو ګټلو په بازارونو کي بيخي زيات ليدل کېږي ، چي خلک دلږو پيسو ګټلو لپاره زيات تکليفونه تېروي او که په کوم ځاى کي څو چنده پيسې په لاس ورځي نو بيا بيخي زياته ستړيا پسي تېروي په همدغه څېر که دجماعت پر ګټو باندې په کلکه باوري سي نو خامخا به تر ګټو تېر نه سي ځکه داصحابانورضي الله عنهم او اسلافو ، چي کلک باور وو نو په هيڅ صورت کې تر يادو ګټو نه تېرېدل ځکه په يو روايت کي راځي:

حضرت عبد الله بن عمررضي الله عنهما په بازار کي تشريف درلودئ چي د لمانځه د جماعت وخت سو وې ليدل چي فوراً ټولو خپل دوکانونه بند کړل او مسجد ته ننوتل عبد الله بن عمررضي الله عنهما فرمايي: چي ددې خلګو په اړه دا آيات نازل سوى دئ: فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ (36) رِجَالٌ لاَّ تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلاَ بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالأَبْصَارُ (37 )(سورة النور)

ترجمه : د كومو كورونو په باره كې چې الله دغه حكم كړى دى چې هغو ته لوړ مقام وركړل شي او په هغو كې دې د الله ذكر وشي په هغو كې سهار او ماښام هغه خلك د الله پاكي بيانوي كوم چې تجارت او اخستل او پلورل د الله له ذكر نه د لمانځه او زكات د ادا كولو څخه نه غافلوي، د هغې ورځي څخه وېرېږي په كومه كې چې به زړونه او سترگي سره اوړي او را اوړي. (آسان ترجمه قرآن. د شيخ مفتي تقي عثماني حفظه الله)[irp][irp][irp]

حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايي: چي دغه خلګ به په خپل کارو بار مشغول وه کله چي به يې اذان واورېدئ نو دستي به يې کار اوبار پرېښودئ او مسجدو ته به ولاړه . نوموړى يو ځاى وايي چي قسم په الله جل جلاله دا خلګ تاجران و مګر ددوى تجارت دوى د الله جل جلاله د عبات څخه نه مشغولول. حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه يوه ورځ په بازار کي تشريف درلودئ چي اذان وسوده مبارک وليدل چي خلګو خپل سامانونه پرېښودل اومسجد ته ولاړل ابن مسعود رضي الله عنه وفرمايل: داهم هغه خلګ دي چي په اړه يې الله جل جلاله فرمايي: رِجَالٌ لاَّ تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلاَ بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ (النور سورة).

په يو حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: په ورځ د قيامت چي ټوله دنيا الله جل جلاله سره يو ځاى کړي نو ږغ به وسي چي هغه خلګ دي جلا سي چي د غم او خوشالۍ په دواړه وختونو کي يې د الله جل جلاله حمد او ثنا ويل، يوه کوچنۍ ډله به راپورته سي بې حسابه او بې کتابه به جنت ته ولاړه سي. بيا به ږغ وسي چي هغه خلګ دي جلاسي چي په شپه کي به د خپلو بسترو څخه جلا اوسېدل او خپل رب به يې په وېره او مينه سره يادوى، يوه کوچنۍ ډله به راپورته سي او بېله حسابه او کتابه به جنت ته ولاړه سي، بيا به ږغ وسي چي هغه خلګ دي جلاسي چي تجارت د الله جل جلاله د ذکر څخه نه منعه کول بيابه يوه دريمه کوچنۍ ډله راپورته سي او جنت ته به بېله حسابه ولاړ ه سي ددې درو ډلو د تللو څخه وروسته به د پاته خلګو سره حساب شروع سي. (درمنشور)

په بل حديث کي راځي:

حضرت عبد الله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: کوم څوک چي د قيامت په ورځ غواړي چي د الله جل جلاله په حضور کي کامل مسلمان ښکاره سي نو په هغه ځاى کي دي د لمانځه د ادا کولو اهتمام کوي چي په هغه ځاى کي اذان کېږي (يعني په جماعت دي يې اداء کوي) ځکه الله جل جلاله ستاسو نبي صلي الله عليه وسلم ته داسي سنتونه ورکړي دي چي خالص هدايت دي، د دغه سنتو څخه يو د جماعت لمونځ هم دئ، که تاسو پخپلو کورو کي لمونځونه شروع کړى. لکه فلانکي سړي نو تاسو به د خپل نبي عليه السلام د سنت پرېښودونکي ياست. په دې خبره ځان پوه کړى چي څوک د نبي عليه السلام سنت پريږدي ګمراه به سي. که څوک په ښه ډول اودس تازه کړي بيا مسجد ته ولاړ سي الله جل جلاله به يې پر هر قدم باندي يوه نېکي ورکړي او يوه ګناه به ور معاف کړي. موږ دا حال په سترګو وليدى چي يو څوک به په ښکاره منافق و، خو د جماعت څخه به نه پاتېدى ځکه د رسول الله صلي الله عليه وسلم په وخت کي عامو منافقانو هم د دې همت نه درلودى، چي د جماعت څخه دي پاته سي. يا به څوک ناروغه و (هغه به نه راتلى) مګر داسي ناروغ هم جماعت ته راتلى چي د دوو نفرو پر اوږو به يې تکيه وهلي وه رابه وستل سو او په صف کي به ودرول سو. (رواه مسلم و ابو داود و النسائي و ابن ماجة کذا في الترغيب و الدرالمنثور)

اصحابو کرامو د جماعت دومره پابندي کول چي که به ناروغه سوه بيا به هم چي په څه ډول به راتلاى سواى نه به پاتېده که څه هم د دوو نفرو پر اوږو به يې تکيه کړې وه خو د مسجد د جماعت لمونځ به يې نه قضا کاوه. دوى به نو ولي دومره پابندي نه کول؟ چي زموږ آقا حضرت رسول اکرم صلي الله عليه وسلم د جماعت د لمانځه پابندي کول ځکه د رسول صلي الله عليه وسلم د مرض الموت په وخت کي داسي پېښه وسوه چي رسول الله جل جلاله داسي ناروغه و، چي په وار وار به بې هوښه کېدى او څو واري به يې د اوداسه اوبه غوښتي بيا هم د حضرت عباس رضي الله عنه او يو بل صحابي په تکيه مسجد ته راغى پښې يې هم پر مځکه ښه نه سواى لګولاى حضرت ابو بکر رضي الله عنه د لارښووني سره جماعت پيل کړى و او رسول الله صلي الله عليه وسلم پکښي شريک سو(صحيحين)

حضرت ابو دردآء رضي الله عنه فرمايي چي ما د نبي عليه السلام څخه واورېدل چي د الله جل جلاله عبادت داسي کوه ګويا هغه تا ته مخامخ دئ او ته يې ويني او د ځان د مړو په فهرست کي حساب کړه د مظلوم د ښېراوو څخه ځان وساته او څومره چي دي توان وي د ماخوستن او سهار په لمانځه کي يي د جماعت څخه مه سپموه په يو حديث کي راغلي دي، چي د سهار او ماخوستن لمونځ پر منافقانو باندي دروند دئ که چيري دوى ته معلومه سي چي جماعت دومره ثواب لري نو پر ټوله مځکه به راختلاى او په جماعت به يې لمونځ کولاى(ترغيب).[irp][irp]

د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دئ، چي نبي عليه السلام فرمايلي دي: څوک چي څلوېښت ورځي په جماعت لمونځ وکړي، لومړى تکبير نه سي ځني تېر ده ته به الله جل جلاله دوه خلاصونه ورکړي يو خلاصون به د اور څخه وي دوهم خلاصون به د نفاق څخه وي. (رواه الترمذي).

ابن عباس رضي الله عنهما روايت کړى دئ، چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي څوک چي د اذان كوونكي اواز واوري او د عذر پرته مسجد ته ولاړ نه سي (يعني کور يې وکړي) د ده هغه لمونځ چې (په كور كې يې) كړى دى نه قبلېږي دوى ورته وويل چي عذر څه شي دئ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: وېره يا ناروغي ده. (رواه ابو داود وابن حبان في صحيحه و ابن ماجة نحوه کذا في الترغيب و في المشکوة رواه ابوداود والدارقطني.)

يعني کوم انعامات چي الله جل جلاله ده ته ورکول هغه به نه وي که څه هم فرض يې ادا سوه هم دا ډول د هغو حديثونو څخه هم مطلب دا دئ چي د لمانځه د نه قبلېدو خبره پکښې سوي ده دا زموږ د امام اعظم W مذهب دئ که نه نو ډېرو اصحابو او تابعينو بېله عذره د جماعت لمونځ پرېښودل حرام بللي دي او په جماعت لمونځ کول يې فرض بللي دي آن تر دې چي ځينو ويلي دي چي بېله جماعته لمونځ بېخي صحيح نه دئ. د حنفي مذهب له آنده لمونځ يې وسو خو د جماعت په پرېښودو مجرم سو.

د حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دئ، چي دغه کس د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلي الله عليه وسلم څخه نافرماني وکړه. په بل روايت کي ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي څوک چي اذان واوري او د جماعت لمانځه ته ولاړ نه سي نو د ښو اراده يې ونه کړه او نه ده ته د ښو اراده وسوه. حضرت ابوهريرةرضي الله عنه فرمايي : څوک چي اذان واوري او جماعت ته ولاړ نه سي نو که د ده غوږونه د ويلي سوي سکې څخه ډک سي ښه دي.

نبي صلي الله عليه وسلم فرمايي: زما زړه غواړي چي يو څو ځوانانو ته ووايم چي ډېري خاشې راجمع کړي او بيا زه ورسم د هغه خلګو کورونه وسوځم چي بېله عذره په کور کي لمونځونه کوي. (رواه مسلم وابوداود وابن ماجة و الترمذي کذا في الترغيب)[irp][irp]

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: په کوم ځاى کي چي درې کسان موجود وي او جماعت نه کوي پر دوى باندي شيطان برلاسى وي پر تاسو جماعت کول لازم دي ځکه شرموښ هغه پسه خوري چي د رمې څخه وتلی وي. (د انسان شرموښ شيطان دى). (رواه احمدو ابوداود والنسائي و ابن خزيمة وابن حبان في صحيحهما و الحاکم)

دپورتني حديث څخه معلومه سوه ، چي دوه يا درې تنه که يو ځاى په سفر تللي وي ، يا په کومه صحرا کي وي حتما دي په دوى کي يو تن مخکي سي او جماعت دي ورکړي داسي دي نه کړي لکه په معاصره ټولنه کي ، چي تر هغه مهال خلک يوازي لمونځ کوي تر څو په دوى کي عالم نه وي بلکي که څه هم په دوى کي عالم نه وي خامخا دي په دوى کي يو تن مخکي سي او په جماعت دي لمونځ ورکړي کوم څه ، چي په يوازي لمانځه کي وايي هغه دي دجماعت په لمانځه کي ووايي حاصل داچي داسي کسانو که يوازي لمونځ ادا کړ، چي بې علمه او په دوى کي يو تن مخکي نسو ګناهکار دي .

د ابن عباس رضي الله عنهما څخه چا پوښتنه وکړه چي يو څوک ټوله ورځ روژه نيسي او ټوله شپه عبادت کوي مګر د جماعت او جمعې لمانځه ته نه ځي (د ده څه حکم دئ؟) ابن عباس رضي الله عنهما ورته وفرمايل: دا سړى به په دوزخ کي وي. (رواه الترمذي موقوفاً کذا في الترغيب)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب