د تجدد خوښوونکو او روشن خیالو فتنه!

نن سبا که عالم اسلام ته کوم خطرونه متوجه دي، نو یو له هغو څخه د تجدد خوښونکو او روشن خیالو فتنه او د هغوی ناروا افکار او نظریات دي. د تاریخ په اوږدو کې هم داسې خلک تیر شوي چې ورته نظریات یې لرل او د اسلام د دین د بدلولو او له ځانه په دین کې خبرې کول یې عادت ګرځیدلی وو، خو د علماء حق او مسلمانانو د میړانې او پر دین باندې مینانو یې په ډیرو سر ښندونو یې مخه ډب کړل شوې او هغوی یې له سختې ماتې سره مخ کړي دي. البته نن سبا هم دا فتنه مخ په تازه کیدو ده او داسې وخت راغلی چې علماء حق یو ځل بیا د دغو خلکو مخه ونیسي او پر وړاندې یې کلک دریځ ونیول شي چې لله الحمد د اسلامي امت علماوو په دغه برخه کې ښه مثبت کارونه هم کړي او دا خلک یې موږ ته په ګوتو کړي چې عبارت دي له: د جاوید غامدي، فرحت هاشمي، ګوهر شاهي، زیدالزمان حامد او داسې نور، دا ډول خلک که لږ عربي ژبه هم زده کړي، نو له ځانه به د احادیثو کره کتنه، له ځانه اجتهاد، له ځانه فتوه ورکول، او په پخوانیو ټولو علماوو نیوکه او کتابونو څخه غلطه اخیستنه کول د هغوی عمل ګرځي. کله چې دا ډول افکار خپل آخري حد ته ورسي نو بیا پایله یې د سلمان رُشدي او تسلیمه نسرین پشان مرتدینو ته رسي.

دا ډول خلک هر یو یې خپله میډیا لري، راډیو او ټلویزیونونه یې په خدمت کې دي، د حیرانتیا ځای خو دادی چې دوی دومره فنډ او رقم له کومه کوي؟؟؟
ډاکټر جاوید غامدي هره ورځ پخپل چینل باندې را څرګندیږي، لومړی هغه له اجتهاد او تقلید څخه منکر شو او اوس وایي چې په صحاح سته او نورو احادیثو کتابونو کې ډیر احادیث له قرآني آیتونو سره په ټکر کې دي او نږدې منکر حدیث ځنې جوړ شوی. دی وایي چې په بخاري او مسلم کې ډیر احادیث مشابه دي خو دی دومره کم علمه او کم عقل دی چې ډیر داسې احادیث شتون لري چې متن د حدیث یو ډول دی خو راویان یې مختلف دي او د علم حدیث پوهان لکه علماء اسماء الرجال د فن پوهانو کار دی او د هغوی په اند کثرت د روات په ثقه والی د حدیث او روایت لپاره اړین او د صحیح حدیث لپاره ضروري بلل کیږي، خو غامدي دا اصول نه مني او له ډیرو اصولو څخه یې انکار او مخ اړولی دی.
دارنګه فرحت هاشمي چې وایې: ما په اسلامي علومو کې له سکاټلنډ څخه دوکتورا لاسته راوړې، انسان حیران پاتې کیږي چې غربي او نور کفري هیوادونه چې هلته د اسلام په ورکولو او د قرآن او سنت په لمنځه وړلو پسې شپه او ورځ لګیا دي خو دوی بیا خپلو هیوادونو کې داسې خلک روزي چې ورته دوکتورا او ماسټري ورکوي هغه هم په اسلامي علومو کې!!! فرحت هاشمي هم چینلونه لري او پوهنتون تر کچې فعالتیونه لري هغه هم اوس د اجماع امت او قیاس شرعي څخه منکره شوې او وایي چې زه د پخوانیو علماوو او مجتهدینو اجتهاد نه منم او خپله یې اجتهاد ته مخه کړې، الله تعالی دې خیر کړي چې هغه به څه ډول اجتهاد او قیاس ترسره کړي. یا آلله خیر.
ګوهر شاهي، زیدالزمان حامد او ځینې نور هم لکه جاوید غامدي پشان نظریات لري او هغوی هم اوس خپل نظریات په خلکو تحمیلوي او د قرآن او حدیث څخه یې ډیره ناوړه ګټه پورته کړې.
ډاکټر طاهر القادري چې ځانته حنفي عالم وایي او زموږ په ټولنه کې علماء هغوی ته بریلویان وایي، هغه هم داسې ورته فعالیتونه کوي خو د هغه ډیر داسې بیانونه شته چې ضد او نقیض دي، د مثال په توګه هغه یو ځل وویل: د اسلام ستر پیغمبر په هکله (Blasphemy Law) یعنې توهین رسالت او سزا ورته ټاکل دا قانون ما جوړ کړی، خو چې کله دغه ډاکټر صاحب کاناډا ته ورسید او په همدغه موضوع یې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره خبرې کولې نو هغه وویل چې دا قانون باید نافذ نشي او دی د دا ډول قانون مخالف دی، هغه فوراً خپل نظر بدل کړی یعنې په پاکستان کې یو ډول نظر او کاناډا کې بیا ډول خبرې کول دا کوم انصاف او کوم دین شو!!! د هغه دا بیان په یوټیوب باندې شتون لري او ټولو خلکو کتلی هم دی.
د تجدد خوښونکو دا کړه وږه لړۍ به روانه وي او په هر وخت کې به دا فتنه روانه وي، همدا نن سبا په مصر کې د ا نقلابي کودتا د حکومت مفتي او د اوقا فو او ا سلامي ا مورو وزیر(محمد مختار جمعه) وایي: د ګهیځ مهال اذان باید په لاوډ سپیکر باندې ونشي ځکه دا خلکو ته اذیت دی او که چا دا کار وکړ نو هغه کس به له دندې شړل کیږي، له هغه څخه ټول کارونه پاتې شول اوس یوازې اذان ته یې مخه کړه خو دی خبر ندی چې اسلام په داسې کارونو نه وروسته پاتې کیږي بلکه اسلام او مسلمانان نور هم پرمختګ کوي. ان شاء الله د وخت په تیریدو به دا ډول فتنې نورې هم رسوا کیږي او مسلمانان به بری مومي. که په مصر کې د ګهیځ اذان باندې بندیز وي نو بیا د ترکیې ولسمشر اردوګان صوماليا کې د مسجد د پرانستي اذان پخپله وکړ، دا هم د اسلام او مسلمانانو لپاره یو ښه زیرۍ او خبر دی چې د یو هیواد ولسمشر د مسجد د پرانستې پر وخت اذان کوي.
یو بل کس چې اوسني وخت کې په میډیا کې را څرګندیږي، یو څو چینلونه هم لري او د هغه اسل مسلک میډیکل ساینس دی، یو طبي ډاکټر دی خو د اسلام مطالعه کوي او اوس پخپل چینل (Peace TV) باندې داسې بیانونه ورکوي چې کله په قرآن بې باوري ښکاره کوي او کله د احادیثو غلطه تشریح او کره کتنه هم کوي، لکه د الباني پشان یو ځای یو حدیث ته صحیح وایي او بل ځای بیا هم هغه حدیث چې په بل کتاب کې ذکر وي هلته ورته ضعیف وایي یا په راوي باندې جرح کوي، لکه څنګه مو چې وویل: ذاکر نایک صاحب نه یو مستند دیني عالم دی او نه کوم محدث، نه مفتي او نه شیخ بلکه یوازې یو مبلغ دی او دین یې د مطالعې په مرسته څه نا څه زده کړئ، خو ستره ستونزه یې داده چې دی هم پخپل ګمان او فکر خطا وتی او ډیر مسایل یې غلط بیان کړي. دارالعلوم دیوبند د هغه اړه داسې لیکي: د ډاکټر ذاکر نایک په ویناوو کې له صحیح عقیدې انحراف، د قرآن کریم په تفسیر کې خپله خوښه کارول، له ساینسي څېړنو څخه مرعوبیت، د اسلام ضد غربي افکارو سره ورته والی، په فقهي مسایلو کې د سلفو صالحینو، د امت جمهورو علماوو له لارې نه سرغړونې په څېر بېلارې کوونکې خبرې موندل کیږي، هم دا راز هغه د امت مسلمه د مجتهدینو ایمه وو له اتباع نه د ګرځولو، دیني مدارسو او دیني علماوو په اړه د عامو خلکو بدګومانه کولو په څېر کوښښو کې مصروف دی، لاندې د نوموړي د ځینو بېلارې کوونکو خبرو څومثالونه ولولئ :
عقیده: عقیده یو ډېر نازک څیز دی، پکې لږ ښوېیدنه هم کله د ایمان لپاره خطر ګرځېدای شي ، په اړه یې د ډاکټر صاحب خبرې په لاندې ډول دي : وشنو اوبرهما په ذریعه د الله بلل جایز دي

ډاکټر صاحب په یوه وینا کې وایي: الله تعالی دهندوانو د معبودانو په نومونو بلل جایز دي، لکه” وشنو” د رب په معنی او”برهما” د خالق په معنی دی، ددې شرط سره یو ځای چې د”وشنو” باره کې دا عقیده ولري چې د هغه لاسونه څلور دي، او له بره مرغۍ ور باندې ناستې دي ( اسلام او عالمي اخوت ۳۳ مخ د ډاکټر ذاکر نایک).

حال دا چې دعربي ژبې پرته په هغو الفاظو سره د الله بلل جایز دي، کوم چې تر الله پورې خاص اومختص دي، له هغو پرته نور جایز ندي، نو “وشنو “او “برهما” چې د هندوانو شعار دی په هغو د الله (Y) بلل څنګه روا کېدای شي؟

د الله کلام کوم دی؟ ددې معلومولو لپاره له ساینس او ټیکنالوجۍ استفاده ضروري ده.

ډاکتر وایي: هر انسان پدې پوهيږي چې هغه مقدس کتاب یوازې د الله (Y) کلام دی او که تاسې غواړئ معلومه کړئ چې کوم کتاب واقعي د الله کلام دی نو هغه له وروستۍ ازموینې یعنې دنوي ساینس او ټیکنالوجۍ نه تیر کړی که هغه دنوي ساینس سره برابر و نو پوه شه چې هم غه دا د الله تعالی کلام دی.

الجواب علی ثلاثین جوابا علی ان ذاکر الهندی واصحاب فکرة منحرفون ضلالا للشیخ یحی الحجوری

ددې کلام نه دډاکټر صاحب بېلارې کوونکې زړورتیا د کتاب الله په باره کې د هغه د فکري بې لارۍ هم دا شان له نوي ساینس څخه د خطر تر بریده مرعوب ښکاري، کوم چې هره ثانیه پس بدلون مومي، ساینسي څېړنې یې د اسماني کتابونو بالخصوص د الهي کلام (قرآن کریم) د تول لپاره معیار ګرځولې، حال دا چې لوی دلیل چې قرآن د الله تعالی کلام دی پخپله د عظیم الشان قرآن اعجاز دی، د کوم په ذریعه چې الله تعالی ځای په ځای په قران پاک کې چیلنج ورکړی دی.

هر څوک دفتوا ورکولو حق لري

ډاکټر صاحب وایي: د هر کس لپاره فتوه ورکول جایزدي، ولې دفتوه معنی ده رایه ورکول (یاده حواله).

دلته ډاکټر صاحب د فتوه ورکولو په څېر اهم کار؛ په کوم کې چې (د علامه ابن قیم په اند) مفتي د الهي حکمونو په بیانولو کې د کائناتو درب ترجمان وي، د هغه په نیابت کې د لاسلیک کولو مسؤلیت ور په غاړه وي.

لم تصلح مرتبة التبلیغ بالروایة والفتیا الا لمن اتصف بالعلم والصدق واذا کان منصب التوقیع عن الملوک بالمحل الذی لاینکر فضله ولایجهل قدره فکیف بمنصب التوقیع عن رب الارض والسموات فحقیق بمن اقیم فی هذا المنصب ان یعد له عدته ویتاهب له اهبته وان یعلم قدر المقام الذی اقیم فیه

په دین کې د رأی ورکولو څخه په نرم لفظ تعبیر کول یوازې د ځان لپاره نه بلکې د هر چا لپاره جواز ور کول دي، او هغه د عظیم الشان قرآن دا ایت: فاسئلوا اهل الذکر ان کنتم لاتعلمون یعنې که تاسې نه پوهیدئ نو د علم د خاوندانو پوښتنه وکړئ او نبوي حدیث : من افتی بغیر علم ٍ کان اِثمُه علی من اَفتَاه ( اخرجه ابو دا ود فی سننه: ۳۵۹ رقم :۳۶۵۹۳ باب تفسیر عن رسول الله 2).

یعنې که کوم تن پرته د صحیحو معلوماتو فتوه ورکوي نو د ګناه وبال په فتوه ورکوونکي ده بلکل له یاد ایستلي.

د عظیم الشان قرآن په تفسیر کې له ځانه تشریح یعنې معنوي تحریف : د عظیم الشان قرآن د تفسیر معامله نهایتي نازکه ده، ولې چې مفسر په ایات کریمه کې د الهي مراد تعین کوي، چې د الله تعالی دا معنی مراد ده ، لدې وجهې د نا اهل سړي لپاره پدې وادي کې قدم اېښودل نهایتي خطرناک دی، په حدیث کې دي : من قال فی القرآن برأیه فاصاب فقد اخطأ ( اخرجه الترمذی رقم :۲۷۷۶ )

یعنې چې کوم تن پخپل عقل تفسیر وکړ اګر که اتفاقا صحیح وي؛ بیا هم هغه خطاء کوونکی ګڼل ګېږي .

په یو بل روایت : من قال فی القرأن برأیه فلیتبوأُ مقعده من النار ( اخرجه الترمذی ج ۵ص : ۱۹۹:رقم ۲۷۷۶)

لدې وجهې د مفسر لپاره ګڼ شرایط دي، مثلاً : د قرآن په ټولو آیتونو نظر لرل، د حدیثو ذخیرې په اړه پراخ معلومات درلودل، په عربي ژبه، د هغې په قواعدو، نحو او صرف، اشتقاق، فصاحت اوبلاغت په اړه ښه علم درلودل، تر کومه ځایه چې د ډاکټر صاحب خبره ده نو په هغه کې له یادو صفاتو څخه یو ضروري صفت هم نشته، نه هغه دعربي ژبې له قواعدو څخه کماحقه خبر دی او نه د حدیثو په ذخیره باندې ژور نظر لري، او نه د فصاحت اوبلاغت سره بلد دی، ( لاندې مثالونو څخه داخبرې معلومېږي) د تفسیر په اړه د بېلاري کنده کې د پرېوتلو چې څومره اسباب دي مثلاً :د رسول الله (2) صحابه و او تابعینو څخه د منقولو تفسیرونو نه مخ اړول، د زمانې له افکارو څخه مرعوبیت، او د عظیم الشان قرآن موضوع ناسمه فهمول او داسي نور په ډاکټر صاحب کې د ننه بدر جه اتم شتون لري، لدې وجهې لسګونه ایتونه د خپلې ناپوهۍ په وجه یې ناسم فهمولي، لاندې د هغو څونمونې ولولئ:

آیت کریمه : الرجال قوّا مون علی النسآءِ په تفسیر کې ډاکټر صاحب وایي:

خلک وایي چې د”قوام” لفظ معنی ده یوه درجه لوړ؛ خو په اصل کې “قوام” د”اقامة” څخه وتلی دی دا”قامة”مطلب دی ودریدل؛ نو لهذا دقامة مطلب دا دی، چې نارینه په مسؤلیت کې یوه درجه زیات دی نه په فضیلت کې؛ ( خطبات ذاکرنایک ص:۲۹۵فرید بک ‌‌‌ډپودهلی)

ډاکټر صاحب د غرب د مساوات نظر یې په ملاتړ کې د قرآني ایتونو تفسیر د خپلې خوښې سره کولو، په فضیلت کې د نارینه د یوه درجه لوړوالي نفي وکړه، حال دا چې د امت لویو لویو مفسرینو په فضیلت کې د لوړ والي معنی کړيده، لکه ابن کثیر د الرجال قوامون علی النساء ایت لاندې لیکلي : ای الرجل قیم علی المرأ ة ای هو رئسها وکبیر ها والحاکم علیها مودبها اذا اعوجت.

یعنې د نارینه حیثیت د هغه د میرمنې په وړاندې د حاکم اوسردار دی، د اړتیا په وخت کې مېړه خپلې مېرمنې ته مناسب تادیب هم ورکولی شي .

هم دا راز دا ایت کریمه : ولرجال علیهن درجة ٌ په تفسیر کې ابن کثیر لیکلي : وللرجال علیهن درجة ای فی الفضیلة فی الخلق والمنزلة وطاعة الامر والانفاق والیقام بالمصالح والفضل فی الدنیا ولأ خرة (۱\۲۶۰).

یعنې مېړه په فضیلت، رتبه، اطاعت، او نورو کې یوه درجه پورته دی، همدا راز ډاکټر صاحب کړی تفسیر ددې نبوي حدیث : لوکنت امر احدا ان یسجد لاحد لامرت النسآء ان یسجدن لازواجهن ( اخرجه ابو داود).

یعنې که د الله (Y) پرته بل چا ته سجده کول جایز وای، نو ما به میر منو ته حکم ورکړی و چې هغوی دې خپلو میړونو ته سجدې وکړي ، خلاف دی، لدې وجهې که دواړه په فضیلت کې برابر وای او میړه ته په میرمن باندې هېڅ برتري نه وای په برخه، نو رسول الله به میرمنو ته د خپلو میړونو ته د سجدې پشان د نهایتي تعظیم حکم څنګه ورکړی وای.

ډاکټر صاحب … ددې پوښتنې ” قرآن پاک کې شته چې د مور درحم دننه ماشوم دجنس په باره کې الله (Y) علم لري، خو اوس ساینس دومره ترقي کړیده، چې موږ په آسانۍ سره دالټراسونډګرافی په ذریعه د “جنین” تعین کولی شو ایا دا قرآني ایت د طبي ساینس خلاف ندی” په ځواب کې وایي :

دا صحیح ده چې د قرآن پاک د دغه ایت په مختلفو تشریحاتو او ترجمو کې ویل شوي، چې یوازې الله (Y) پوهیږي چې د مور په رحم کې دشته ماشوم جنس څه دی؟ خو که ددې آیت عربي متن ملاحظه کړای شي، نو وینو چې ددې انګلیسي لفظ (sex) هېڅ عربي متبادل ندی استعمال شوی، په اصل کې قرآن چې څه وایي هغه دا دي چې په رحمونو کې څه دي ؟ د هغه علم یوازې الله سبحانه وتعالی ته دی، ډېرو مفسرینو ناسمه فهمولې چې هغوی دا معنی اخیستې، یوازې الله تعالی د مو ر په رحم کې جنس پیژني، داسمه نده، دا ایت د جنین د جنس لور ته اشاره نکړي؛ بلکې ددې خبرې لورته اشاره کوي چې د مور په رحم کې د شته ماشوم فطرت به څنګه وي ؟ د خپل مور اوپلار لپاره به د رحمت باعث وي او که د عذاب ….. الخ ( اسلام پرچالیس اعتراضات ص ۱۳۰ ډاکټر ذاکر نایک).

ډاکټر صاحب ته دلته د ساینسي څېړنو څخه په مرعوبیت د راپیدا سرسرکي نیوکو څخه د ځان ژغورلو لپاره د قرآن پاک بل ایت او د صحابه و او تابعینو څخه منقول تفسیر شاته په ګرځولو یو معروف معنوي انکار کړی دی، په لویو لویو مفسرینو باندې تنقید او د هغوی یې تغلیط کړی دی. ډاکټر صاحب چې کومه معنی بیان کړي “ما “موصوله په عموم کې راځي او ګڼو مفسرینو د یوه احتمال په توګه د لومړۍ معنی په ضمن کې د هغې ذکر هم کړی دی، خو د دویمې معنی انکار کول قطعاً صحیح ندي ، لدې وجهې ډاکټر صاحب چې د کومې معنی نفې کړيده د هغې لورته د رعد سورة په لاندې ایت کې الله یعلم ماتحمل کل انثی وما تغیض الارحام وما تزداد ( الرعد :۸).

یعنې الله تعالی له هر څه خبر لري هغه میرمن چې حمل لري او هغه څه چې په کوم رحم کې کمی یا زیاتی کېږي، اشاره کوي همداشان مشهور تابعي او د تفسیر امام قتاده څخه هم دغه معنی مروي ده هغه فرمایي: فلا یعلم مافی الارحام اذکر ام انثی …. الخ

یعنې د مور په رحم کې چې نارینه دی که ښځینه ددې قطعي علم د الله پرته چا ته نشته همدا راز ابن کثیر (7) د خپل تفسیر د ۶ ټوک په ۳۵۵مخ، علامه نسفي د مدارک په ۳ټوک ۲۲۶مخ او امام شوکاني (7) په فتح القدیر کې په ۵ ټوک ۴۹۸مخ د پورته ایت هم دغه معنی بیان کړې،خو ډاکټر صاحب ددې اکابرو له بیان کړي تفسیر څخه انکار کړی او هغه یې ناسم تفسیر ګرځولی او له خپله ځانه کړې معنی په قطعیت باندې مصر دی.

صحیح ځواب : ددې ایت مقصد د الله (Y) غیب علم ثابتول دي، غیب علم په حقیقت کې هغه یقیني علم ته وایي: چې د کوم ظاهري سبب پرته مخامخ بې له کومې واسطې وي، طبي آلاتو په واسطه طبیبانوته کیدونکی علم نه یقیني وي او نه بلا واسطه، بلکې هغه خالص ظني او د آلاتو په واسطه حاصلیږي، لدې وجهې الټرا ساونډ ګرافي له لارې په ترلاسه کېدونکي ظني علم په وجه په قرآني ایت باندې هېڅ اعتراض وارد ندی.

(ج) ډاکټر صاحب ددې ایت : یایها النبیُ اذا جاءک المؤمنت یبایعنک علی ان لایشرکن بالله شیئًا (ممتحنه: ۱۲) په تفسیر کې وایي : دلته د “بیعت” لفظ راغلی ، د بیعت په مفهوم کې زموږ ننني انتخابات هم راځي، ولې چې رسول الله د الله (Y) استازی او د هېواد مشر هم و؛ او د بیعت څخه مراد هغه د حکومت د مشر په حیث منل و؛ اسلام په هغه زمانه کې میرمنو ته درایې ورکولو حق هم تفویض کړی و ( اسلام می خواتین کي حقوق از ډاکټر نایک).

دلته هم ډاکټر صاحب د آیت ناسمې تشریح په کولو میرمنو ته په انتخاباتو کې د رأې اچولو حق ثابتولو کوښښ کوي د بیعت په غرض رسول الله (Y) ته د میرمنو را تلل د اوسني دیمکراتیک طرز انتخاباتو قدیم شکل بولي، حال دا چې جمهوریت د حقیقت نه چې کوم خلک خبردي، هغوی په ښه تو ګه پوهیږي، چې د ډاکټر صاحب دغه تشریح بالکل د واقعې خلاف ده، او د عظیم الشان قرآن په تفسیر کې د خپل عقل بې ځایه استعمال دی، ولې چې اوسني جمهوریت له مخې ټول واک لري، چې دهېواد د مشر غوره کولو لپاره خپله رأیې ورکړي، که په کوم سړي کثرت رایه اتفاق ونکړي هغه د هېواد مشر نشي کېدای، که د رسول الله سره بیعت کول په حقیقت کې رایه اخستل و، نو ایا هغومیرمنو (صحابیاتو) دا واک درلود چې د مشر په حیث یې د رسول الله له منلو انکار هم کړی وو ؟

په لنډه توګه ویلی شو: د عبدالکریم ذاکر نائک صاحب هغه کارونه چې د عیسویت خلاف مناظرې، مباحثې او هغه بیانونه چې په ذریعه یې هندوان او عیسویان پرې مسلمانیږي موږ هغه ستایو او د قدر په سترګه ورته ګورو خو د هغه نور کارونه ،لکه: د اجماع شرعي نه منل، څلور مذاهب نه منل، د قرآن او احادیثو په اړه دده ناقض دریځ په ځانګړي توګه د جرح او تعدیل او د صحت حدیث په اړه د هغه دریځ د منلو وړ نده ځکه ذاکر نائک یو مستند دیني عالم ندی او هغه اسلامي معلومات د مطالعې په ذریعه لاسته راوړي. هغه خپله وايي: زه دیني عالم نه یم بلکه کوښښ کوم چې یو ښه مبلغ جوړ شم، ذاکر نایک د قرآن کریم د ډېرو آیتونو غلط تفسیر هم کړی، چې یو څو نمونې یې موږ ذکر کړیدي ـ ذاکر نائک صاحب د څلورو مذاهبو په څېر د غیر مقلدینو فرقه هم نه مني او له ده څخه څو ځلې سوال شوی چې اهل حدیث څنګه خلک دي نو دی ورته وايي چې؛ ( کوم اهل حدیث Which Ahle Hadith?) او ورته وايي چې یوازې په برتانیه، هند او پاکستان کې د اهل حدیثو دومره فرقې دي چې یوه بلې ته بد وايي او خپلو کې اختلافات لري. ذاکر نائک له الباني څخه ډېر متاثره ده او الباني هغه کس دی، چې له هغه څخه اوه زره (۷۰۰۰) غلطیانې او تناقضات نقل شوي، نو د داسې کس پلوي کول چې هغه څخه دومره ډېرې غلطي شويدي هغه هم د احادیثو په اړه، داسې کس څنګه د منلو وړ دی! که ذاکر نائک صاحب رښتیا هم د مسلمانانو او په ځانګړي توګه وغواړي، چې د اهل سنت والجماعت د پلویانو په زړونو کې ځای ونیسي نو د اهل سنت والجماعت پر خلاف باید له منفي بیانو څخه ډډه وکړي. همدا د علماء د یوبند او دارلعلوم دیوبند فتوا هم ده؛ ذاکر نایک صاحب مفتي او دیني عالم ندی او باید فتوه ورکول بند کړي، د څلورو مذهبونو په اړه دده نظر د منلو وړ نده ځکه دی فقیه، محقق او محدث ندی چې د مذهب، حدیث، تفسیر یا فقهي مسایلو په اړه فتوا ورکړي).

په لنډه توګه ویلی شو چې اسلام یو مکمل دین او هیڅوک دا حق نلري چې د اسلام په هکله له ځانه خبرې یا نظر وړاندې کړي او خپلې خبرې یا اقوال د دین برخه وګڼي.

قرآن کریم داسې مهراني کوي: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسْلامَ دِينًا ….. ژباړه: نن ورځ مكمل ( پوره ) كړ ما تاسې ته دين ستاسې ( اصولا او فروعا) او تمام ( پوره ) مې كړ پر تاسې ( اى مؤمنانو! ) نعمت خپل ( د دين په اكمال ) اوغوره كړ ما تاسې ته اسلام له جهته د دين ( ډير پاكيزه په ټولو اديانو كې ).

د اسلام د مقدس دین د ساتنې ژمنه خپله الله سبحانه و تعالی داسې فرمایلې: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (٩).

ژباړه: بيشكه موږ په خپله نازل كړى دى ( پند، قرآن ) او بيشكه چې موږ دده خامخا ساتونكي يو ( له كمولو، زياتولو او نورو).

او که څوک له اسلام څخه بل دین غوره کوي یا د اسلام پر ځای بل څه غوره کوي دا یو هم د الله تعالی ته د منلو ندي، لکه چې فرمايی: وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ. داسې خلک به د قیامت په ورځ په خاسرینو کې وي، چې د اسلام د دین څخه غلط استنباط او له ځانه خپله نظریه د دین په نوم په خلکو تحمیلوي.

استاد نورالله خان احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب