د الرجال قوامون علی النساء (نارینه برلاسي) څه معنا؟

په ګډ ژوندانه کې د قِوامت کلیمه څه مفهوم لري ؟

د دې پوښتنې په ځواب کې غواړو څو مهمو مسئلو ته ستاسې د قدرمنو لوستونکو پام راواړوو.
په عربي ژبه کې د قِوامت کلیمه د خاوند له لوري د کورنۍ څارنه او مراقبت او د کورنۍ د غړو ( لکه د مېرمنې او اولاد) د کړو وړو د اداره کولو مفهوم افاده کوي، البته خاوند به د شرعي ارشاداتو ( لارښودنو) په رڼا کې د کورنیو مسائلو کنترولوي او ترتیب به ورکوي او دا کارونه د خاوند د سترو مسؤلیتونو څخه یو مسؤلیت شمېرل کیږي.

لکه څرنګه چې قرآن کریم د مسلمانانو د ژوندنیزو پرېکړو او فیصلو کتاب دی؛ نو د کورنیو ستونزو د حل لپاره او په ځانګړې توګه د خپلې مېرمنې د تأدیب او د وقایوي علاج په لړ کې خاوند ته د یو لړ ګټورو مرحلو یادونه او سپارښتنه کوي چې دا خبره مونږ ته د سورت النساء 34 مبارک آیت داسې بیانوی او الله تعالی فرمايي: (( الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ وَاللاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيّاً كَبِيراً )).
(( سړيان پر ښځو باندی واکمنان( حاکمان مقرر شوي دي) او دا له دې کبله چې لوی څښتن تعالی ځیني د دوي ته پر ځینو نورو باندی فضیلت وربخښلی دی او ( بل دا چې) دوي ( دا خاوندان) (پر خپلو ښځو) باندې له خپلو مالونو څخه لګښت کوي ( نفقه ورکوي) ؛ نو هغه مېرمنې چې صالحه، امر منونکی( د خپلو خاوندانو) او ( د هغوي) په نه موجودیت کې( د خپلو ځانونو، مالونو او اولادونو) او د هغه څه ساتونکي دي چې لوي څښتن تعالی ( جلت عظمته) ساتلي دي. او هغه مېرمنې چې تاسې د دوي له بغاوت ( خپلسرۍ) څخه وېرېږۍ؛ نو تاسې دوي ته نېکه موعِظه( نصیحت) وکړئ او( که چېری په نصیحت سره دوي سمې نشولی؛ نو بیا) تاسې له دوي سره مه څملئ( خپلې شاوې ورته وروګرځوئ !) او تاسې دوي ووهئ ( که په بېلتون سره هم سمې نشولی)؛ نو که چېری ېې اطاعت وکړ( او ستاسې امر ته ېې غاړه کېښوده)؛ نو تاسې پر دوي باندی لاره مه لټوئ( د دوي ته د زیان رسولو، وهلو او اذیت لپاره بهانې مه لټوئ)، بېشکه چې الله تعالی ډېر اوچت او ستر ذات دی.

په پورته مبارک آیت کې د هغوي د وهلو موخه او هدف هیڅکله هم ددې معنا نلري چې هغوي دې وځورول شي او یا دې ورته کوم ډول ضرر ورسول شي او نه هم ترېنه مراد دادی چې تر څو د هغوي اوچت شان ته په سپکه سره وکتل شي، بلکه مقصودي خبره داده چې تر څو ستاسې مېرمنې تنبیه( متوجه) شي او خپلو ورسپارل شوو مسؤلیتونو ته پام راواړوي او دا هم باید ووایو چې:

مېرمن که د یو لوري ځینې نیمګړتیاوی لري؛ نو ددې تر څنګ خورا ښه صفتونه او حمېده اړخونه هم لري. دلته غواړو یو بل حقیقت هم ستاسې پام راواړوو او هغه دا چې: خاوند ته هیڅکله هم دا روا او جائز نه دي چې خپله مېرمن دې پر مخ ووهي او داسې ېې وډبوي چې هغې ته پرې زیان ورسیږي او د هغې لوړعزت، انساني کرامت او وقار تر پښو لاندی کړي، په ځانګړې توګه د خپل اولاد ( خپلو خپلوانو، خواښې، ښينې، خسر او داسې نورو خپلو خپلوانو) پر وړاندی ېې حیثیت تر خاورو لاندې کړي، سپکاوی ېې وکړي او د هغوي په حق کې له ظلم او استبداد څخه کار واخلي.

که تاسې یوه شېبه هم په دې اړه په خپل ګریوان کې فکر وکړئ؛ نو تاسې به دا څرګنده شي چې دا کار ستاسې او ستاسې د مېرمنې تر منځ ژورو اړیکو او ټېنګې رابطې ته خورا زیان رسوي او ستاسې مشاعر او احساسات زخمي کوي.

امام بخاري او امام مسلم ( رحمهما الله) دواړو یو مبارک حدیث روایت کړیدی چې یو ځل نبي کریم( علیه الصلاة والسلام) خطبه واوروله او په هغې کې ېې د مېرمنو ( د حقوقو) یادونه هم وکړه او هغوي( مېرمنو) ته ېې داسې نصیحت وکړ: ((يعمِد أحدكم فيجلد امرأته جَلد العبد فلعله يُضاجِعُها مِنْ آخِرِ يَومه”. الحدیث.

ترجمه: له تاسو څخه یو تن د خپلې مېرمنې ( په لوري) پرېکړه کوي او خپل شهوت پری مرفوع کوي( له هغې سره کوروالی کوي) او بیا هغه وهي( له ډېری کرکې څخه ېې سخته ډبوي او پخپل دې کار کې له افراط څخه کار اخلي) او بیا شاید د ورځې په پای کې ورسره کوروالی وکړي( یعنې له یو لوري څخه ورسره کرکه لري او له بل لوري له ډېری مینې او شوق څخه ورسره مینه کوي او په دې لاره کې تفریط کوي، یعنې دا د عقلمندۍ خبره نه ده چې هم بې حده کرکه او هم بې حده مینه په یو وخت کې سره یو ځای کړاي شي).

دهوښیار او عقلمند خاوند له مهمو نښو نښانو څخه یوه داده چې:
خپله مېرمن نه وهي، بلکه د ستونزی د اساسي حل لپاره د هغې د شخصیت او طبیعت سره سم نورې مناسبې لارې چارې لټوي او د هغې د قناعت لپاره هلی ځلې کوي.

همدا راز عقلمند خاوند د حکمت څخه کار اخلي او لومړی د خپلې مېرمنې سره د خبرو او ( Dialog)) له لاری خپلې ستونزې هواروي، په دې لړ کې خاوند که له یو لړ چالاکۍ او مُلاطفې( له نرمۍ) څخه کار واخلي؛ نو کېدلی شي خپل هدف ته ژر ورسیږي او دا ځکه چې ښځه یو عاطفي مخلوق دی؛ نو له شک پرته د هغې سره د خشونت او تاوتریخوالي پر ځای د هغې پر وړاندې د نرمښت او ګرانښت د پالیسۍ څخه استفاده کول د هغې پر اروا او احساساتو باندی خورا ښې اغېزې شیندي.

د مؤمن مسلمان لپاره تر ټولو غوره بېلګه او نمونه د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) اخلاق او سیرت دی، بلکه تر ټولو غوره اخلاق نبوي اخلاق دي. په دې اړه امام مسلم ( رحمه الله) یو مبارک حدیث را نقل کړیدی او په هغې کې أم المؤمنین حضرت عائشه( رضي الله عنها) وفرمایل: ((مَا ضَرَبَ رَسُولُ اللهِ (صلى الله عليه وسلم) خَادِمَاً وَلَا امْرَأةً قَط)).
نبي کریم( صلی الله علیه وسلم) هیڅکله هم نه خپل کوم خادم او نه هم کوم مېرمن وهلې ده.

او په یو بل مبارک حدیث کې چې امام ترمذي ( رحمه الله) روایت کړیدی نبی کریم( صلی الله علیه وسلم) خپل امت ته داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي: ((خَيرُكُم خَيرُكُم لِأَهْلِهِ وَأَنا خَيْرُكُم لِأَهْلِي)).

ترجمه: په تاسې کې تر ټولو بهتر او غوره هغه دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه چلند کوونکی وي او زه په تاسو کې د خپلې کورنۍ سره تر ټولو د ښه چلند کوونکی یم.

دا پورتنۍ مسئله مو وروسته له هغې چې زمونږ د المُلتقی الفقهي وېب پاڼې د فیس بوک له مینه والو څخه یوې خور په دې اړه له مونږ څخه پوښتنه کړی وه، مونږ د هغې د پوښتنې ځواب له تاسو سره شریک کړ.
ستاسې د هوسا او سوکاله ژوند په هیله !

لیکنه: فضل الله ممتاز د فقهي علومو متخصص

ژباړه: محمد خالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب