حیاء له منځه وړل؛ د اسلام د له مینځه وړلو آسانه لار

حياء د ښځي سپر:

حياء د ښځې هغه ښكلا ده چي هرو مرو پري بايد ځان ښائسته كړي ځكه له چا څخه چي حياء ولاړه نو هر څه ورڅخه ولاړل او د شهوتپالو لپاره يو تيار ښكار شو چي هر وخت وغواړي په خپل دام كښې يې رانيسي.
تر څو پورې چې د مسلمانې ښځې حياء او پرده وه د اسلام دښمنان نه وو بريالي شوي چي د ښځې د ازادۍ په نوم چې يې نعرې  پورته كولې پکښی بريالي شي او د همدوى حياء وه چې د هغوي د دغي نعرو په مخ كي يو غټ خنډ وو.همدا وه چه نه وو توانيدلي تر څو مسلمانه ښځه په دغه بي ځايه او پوچو نعرو دوكه او بی لاری كړي او یا يى افكار او ذهنونه له شبهاتو ډك كړي.

د ښځو آزادی ! یو تلک:

د دغه شوم هدف د لاسته راوړلو په موخه يى كوښښ وكړ تر څو د اسلامي نړۍ د ګوتو په شمیر سپكې او بي حياء ښځي چي د آزادی په نوم پر دغو پوچو نعرو دوكه شوي وي ښكار كړي او په خپل منهج يې تربيه كړي او خپل افكار يى د دوى په ذهنونو كي لكه د زهرو خواره كړل او د نورو مسلمانو ښځو د بې لارې كولو لپاره یی راواستولې، د اسلام دښمنانو له دغه ډوله ښځو سره هر ډوله مرستي وكړې او د هغوى د لارې ټول خنډونه يى هوار كړل.

د اسلام د له مینځه وړلو آسانه لار:

همدغي بي لاري شوو ښځو سيمنارونه، ورکشاپونه، کورسونه، ترینګونه او ندوى وركړې، اخبارونه او مجلي ورڅخه ډكې شوې، د ښځې د ازادي په نوم يى يو تحريك او خوځښت جوړ كړ او ډير زړه راښكونكي د ښځي حقوق او ازادي په نوم يى ورباندي كيښود او له بده مرغه ډيري ساده زړی ښځي د دغي دسيسي ښكار او په دام كښې یې پريوتي.  د دی خوځښت سره د یوځای کیدو له امله دی ښځو خپله حياٰء او عفت له لاسه وركړ او ګویا خپلي پښی یی پخپله په تبر ووهلي، هغه چې د اسلام د دښمنانو هدف دی. د اسلام دښمنان خو ځكه وايي چي د شرق حالت به تر هغه سم نه شي تر څو چې د ښځي پرده د هغي له سر څخه ليري نکړی او قران پري پټ نکړی.  دوى همدارنګه وايي چې د اسلام د ړنګولو تر دې بله اسانه او لنډه لاره نشته چي مسلمانه ښځه بي پردي له كوره را ونه باسی او دا هغه خطر دى چي مسلمانانو لپاره ډير ستر ګواښ دي.

نو ګراني خوري !

حياء خو ستا په سر لكه يو تاج دى چې هيڅكله يي بايد له لاسه ورنكړي په هر حالت كښي چي وې ځكه چي  ته پوهيږي چي د اسلام دښمنان صرف دا نه غواړي چي ستا له مخ څخه پرده ليري كړي بلكه غواړي ستا له زړه څخه  حياء اوباسي .
نو مسلماني ښځي ته پكار ده چي پردې ته ډېره توجه وكړي او د هغي حفاظت وكړي تر څو د اسلام دښمنان نااميده شي.

د رسول الله وینا:

د حياء په هکله په حديث شريف كي راځي چي : الحياء خير كله، يعنې حياء ټول خير دي او خير يى دا دي چي د امت حفاظت كوي او د دښمنانو د چالونو څخه يي ژغوري چي غواړي په اسلامي نړۍ كي د بي حيايۍ له لاري فساد او شهوت خور كړي.
نو ځكه مسلمانه ښځه كه د ځان او امت لپاره خير غواړي نو بايد په حياء او په پرده كي و اوسيږي، د هغي حفاظت وكړي، نورو ته يي تلقين وكړي او د هغوي لپاره قدوه او مثال وګرځي ترڅو د خير د خپرولو سبب وګرځي .

د ايمان ضعف:

او دا نن چي مونږ كومه بي حيايي او بي لاریتوب ګورو د دي اصلي لامل د ايمان كمزوري ده ځكه نبي عليه السلام فرمايي: الحياء و الإيمان قرناء فإن ذهب إحداهما ذهب الآخر. ژباړه:حياء او ايمان سره ملګري دي كه يو لاړ شي بل خامخا ځي.
همدا راز په بل حديث كي فرمايي: بضع و سبعون شعبة-او بضع و ستون شعبة أفضلها لا إله الا الله و أدناها إماطة الأذى عن الطريق و الحياء شعبة من الإيمان، ژباړه:ايمان څه د پاسه اويا – يا څه د پاسه شپيته برخې یا څانګې لري تر ټولو لوړه يى د لا اله الا الله كلمه ده او تر ټولو كمه يى د ضرر رسوونكي شي له لارې څخه ليري كول دي او حياء د ايمان يوه برخه ده.

ايمان تل خلك حياء ته رابولي او هغي ته ترغيب وركوي، همدا راز حياء ايمان ته د رسيدلو لاره ده، ځكه مونږ وليدل چي كله د مسلمانو ښځو ايمانونه كمزوري شو نو حياء يى هم له مينځه ولاړه او د هغوي بي حيايى د هغوي له خبرو اترو اخلاقو او سلوكياتو څخه ظاهره شوه او د هغوي حالت مونږ په خپلو سترګو د تلويزيون په پردو، مجلو، اخبارونو، اعلانونو، لارو كوڅو، مكتبونو، پوهنتونونو، پاركونو او په كورونو كي وليده.
د بي حيايۍ مختلف شكلونه دي:

زمونږ په ټولنه كي د بې حيايۍ مختلف شكلونه دي د مثال په ډول هغه ښځه چي له يو نامحرمه او اجنبي سړي سره ګرځي يا ورسره ملګرتيا كوي او يا ورسره سفر كوي نو دغه ښځه بي حياء ده، كومه ښځه چي په لاره كي روانه وي او په لوړ اواز خبري كوي او يا خندا كوي نو له حياء څخه عاري ښځه دي، او هغه چي له سړيو سره پرته له كوم ضرورته اختلاط كوي لکه په اکثرو دفترونو کی چه لیدل کیږی هغه بي حياء ښځه ده، او هغه چي ځان سينګار كړي او غيرشرعي لباس واغوندي او خپل زينت سړيو ته ښكاره كړي او هغه چي په دي خوشحاليږي چي نامحرمه سړي ورته وګوري هغه بي حياء ښځه ده او هغه چي له حياء څخه عاري فلمونه مجلي يا د انټرنيټ پاڼي ګوري هغه بي حياء ښځه ده او هغه چي….او دا رنګي په لسګونو ژوندي مثالونه چي په بي حيايۍ دلالت كوي مونږ هره ورځ په خپلو سترګو ګورو او هر با احساسه مسلمان يى په ليدلو ځوريږي.

د نبي عليه السلام وینا:

د پورته ذکر شوی خلكو د حالت او كارونو په هکله نبی اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ان مما ادرك الناس من كلام النبوة الأولى إذا لم تستحى فافعل ما تشاء،  ژباړه: د نبوت له اولو خبرو څخه دا ده چي کوم انسان حياء نلری نو د هغه خوښه چه هر څه کوی، مطلب دا چه د حياء د نشتوالی په حالت کی انسان چي هر څه وغواړي هغه كوي ځكه چي هيڅ عار نه محسوسوي.

 

 ساجده عبدالباقی 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب