د عیسوي دین د منسوخ کېدو عقلي او علمي دلایل

عيسويان  نظرپه لاندی دلايلو خپل دين ته د دعوت کولو هيڅ حق هم  نلری:

۱- عيسوی دين منسوخ شوی دی :

  دحضرت عيسی (ع) دين  دقرآنکريم په نزول سره منسوخ شوی دی  اوحضرت عيسی(ع) خپل قوم ته ويلی ؤ چه ورسته له ما نه بل پيغمبرراشی چه دهغه نوم به احمد وی تاسی بيا دهغه اطاعت کوی ،لکه چی قرآنکريم فرمايی :

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ (الصف ۶ ).
اويادکړه هغه وخت کله چه وويل  عيسی زوی دمريمی  خپل قوم ته   ای بنی اسراء يلو  زه تاسی ته دالله (ج) راليږل شوی پيغمبر يم  چه تصديق کونکی يم دهغه تورات  چی مخکی له مانه راغلی  او زيری ورکونکی دهغه پيغمبر چه له مانه به ورسته راشی  دهغه نوم به  احمد وی ،خوکله چه دوی ته راغی سره له ښکاره  نيښانو نو دوی وويل داخو ښکاره کوډی دی .
دمحدرسول الله په باب خو په  انجيل  کی  زيری څه چه دهغه (ص) ښکاره نيښانی هم ښودلی شوی وی .

کوم وخت چه په محمدرسول الله  (ص) په غار حراکی  لومړی وحی راغله نو په داسی حال کی چه  ويريدونکی ؤ خپلی بی بی ته يی حال بيان کړ بی بی خديجی  دخپل تره زوی  ورقه بن نوفل کره بوت  او هغه ته يی دسترګو ليدلی حال بيان کړ ، ورقه چه په عبرانی  ژبه ليکل کولای شول  دخپل توان تر اندازی به يی انجيل ليکلو ده دمحمدرسول الله ښکاره نيښانی په يادشوی آسمانی کتاب کی ليدلی وی  نو ورته يی وويل  قسم په پرخدای (ج) چه داهمغه فريښته ده کوم چه موسی (ع) ته به يی وحی راوړله .

کاشکی چه زه توانا وی مابه هم درسره مرسته کړی وای ځکه ستا ته به خپل ولس دوښمن شی او دخپل وطن پريښولو ته به دی اړ کړی .
محمدرسول الله (ص) چه کله دولس کلن شو خپل کاکا ابوطالب دشام په سفر ورسره مل کړ کله چی دبصری نومی سيمی ته چه هغه وخت د روم ترامپراتوری لاندی ؤ ورسيدل  دغه سيمه کی يو ډيرتاريخی اومشهور راهب ؤ چه په بحيرا مشهورؤ .
راهب دمحمدرسول الله (ص) نيښانی په آسمانی کتاب کی ليدلی وی .

your ads

څه وخت چه کافله ده ته رانږدی شوه  له بلاخانی نه وينی چه يو تنکی ځوان دی چه هری سيمی ته راشی بوټی او ونی داحترام سجده ورته کوی اوپه سر يی وريځ ولاړه ده .
راهب پوه شو اودباندی راووت ټوله کافله يی ميلمانه کړل  محمدرسول الله (ص)  يی تر لاس  ونيوه اوخپل کاکا ته يی وويل  دغه ځواب به  دعالم سردارشی  ځکه ما دده نيښانی په آسمانی کتاب  کی ليدلی دی بوټی اونور هم په انسانانوکی يواځی پيغمبرته د احترام سجده کوی اوبل داچه دده مبارک يوه بله نښانه هم ده چه د دواړه وليو ترمينځ به يی د نبوت مهر وی دا به زه اوس وګورم بيا يی  مهر هم وکتلو اوهغه مچی کړ  ابوطالب ته يی وويل چه دا وراره دی له يهودو اونصاراوو څخه ساته ځکه چه هغوی  يی دوښمنان دی

نوپه انجيل کی خويی نيښانی هم راغلی وی ولی  دوی هغه ورڅخه ړنګ کړی  دی
اوانجيل تحريف شوی دی اصلی نسخه يی نشته دهرملک بيل بيل کتابونه دی اوبيل بيل تحريفات پکی شوی دی .

۲- کومه ژوندی معجزه نلری :

عموماْ دينونه   آسمانی ،شيطانی او خودساخته   څخه عبارت دی :
آسمانی دينونه  دخدای (ج) له لوری  دوحی په واسطه پرپيغمبرانو راغلی دی .

چه دښکاره نيښانو لپاره بيا هر پيغمبرته الله (ج) بيلابيلی  م عجوزی  ورکړی دی .
شيطانی دينونه  لکه بوت پرستی ،اور پرستی  اوداسی نور دشيطان  له اختراعاتوڅخه دی .اوخودساخته بيا ديوه کس له کيډبيان څخه عبارت دی .
عيسی (ع) ته هم الله (ج) دمړی ژوندی کول ،ګوډ شل ،پيس  اوداسی نور په دعا او مسحه سره جوړيدلو معجوزی ورکړی وی .

ولی کله چه عيسی (ع)   ديهودو له خوا محاصره  شو عيسی (ع) خدای (ج) آسمان ته پورته کړ او دوی دعيسی (ع) پرځای خپل سردار شيوع وواژه .
دی مطلب ته قران کريم داسی اشاره کوی
وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (النساء ۱۵۷ ) .ِ

نودعيسی (ع) معجوزی هم ختمی شوی ځکه دی يو مؤقد پيغمبرؤ  او دقرآنکريم په نزول سره يی دين هم منسوخ شو.
دمحمدرسول الله (ص)  دنبيانو ختم دی  يوعالمی  پيغمبر دی  قرآن هم يو عالمی کتاب دی .
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ( احزاب ۴۰ ).
إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِين      قرآن يو عالمی کتاب دی
وَمَا أَرْسَلنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ  (الانبياء ۱۰۷ )  محدرسول الله رحمت دټول عالم دی

دمحمدرسول الله (ص) دين به ترقيامته ژوندی وی او تبليع به يی هم روان وی ځکه دمحمدرسول الله (ص) معجزه چه قرآن دی لاتر اوسه ژوندی دی  اودقيامت تر ورځی به هم ژوندی وی .
قرآنکريم په لومړی مخ کی منکرو کسانو ته  داسی وايی :
ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ

اوبيا دمقابلی چلنج هم ورکوی او فرمايی :
وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ، فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (البقره ۲۳-۲۴ )
نودامجزه ده ډيره قوی او په همدی ډول  نن مسلمانان بايد  کافراسلام ته دعوت کړی .
اوخلکوته په نيکی امر وکړی او له بدو کاری منع کړی .

ولی عيسويان هيڅ معجزه نلری  يومنسوخ شوی کتاب ورسره دی چه هغه هم هری ډلی او هرملک دخپلو سياسی،اقتصادی کټولپاره اعيار اوتحريف کړی دی .
مخکی می هم اشاره ورته وکړه چه دوی دخپل دين دعوت لپاره نه کومه ښکاره نيښانه اونه کوم قانع دليل لری نو ځکه دوی ناکام دی اوس له نورو لارو لکه پيسی  ،منصب او عيش نوش سره خلک رابولی

ټولوپيغمبرانو خلک دخدای (ج) توحيد ته رابللی دی

همدارنګه داسلام مقدس دين خلک هغه خدای (ج) ته رابولی چه دکايناتو واکمن دی
دوی خلک دعيسی (ع) خدايی ته رابولی اوهغه دخدای (ج) زوی بولی نودابه کوم عقل ومنی چه د بی بی مريمی  زوی دی الغياذبالله  دی خدای زوی شی هغه خدای (ج) چه
لمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ۳ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ] ذات دی  .
داخودخدای (ج) دقدرت نيښانی دی چی آدم (ع) يی بی پلاراوموره پيداکړ ،بی بی حوايی بی موره  پيدا کړه او مسيح (ع) بی پلاره پيداکړ .

۳- عيسی (ع) يوازی اسراءيلی پيغمبر دی .

عيسی (ع) يواځی داسراء يلو قوم لپاره مبعوث شوی ؤ نه دی ټولی نړی لپاره چی قرآن کريم يی داسی سپيناوی کوی :

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ انِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم
(اويادکړه هغه وخت کله چه وويل  عيسی زوی دمريمی  خپل قوم ته   ای بنی اسراء يلو  زه تاسی ته دالله (ج) راليږل شوی پيغمبر يم  ).

همدارنګه دعيسويت څخه په اسلام مشرف شوی  اشوک يانک داسی وايی :
اشوک کولن يانک دکليسا دنړيوالی اتحاديی پخوانی مينشی  چه په ۲۰۰۲ کال کی په اسلام مشرف شوی ،پخوا له اسلامه به ده خپله عيسويت ته خلک رابلل او دانجيل ډول ډول کتابونه يی مطالعه کړی دی  دی وايی :
دمتی په انجيل ۱۵ باب ۵ جمله کی حضرت عيسی (ع) دارنګه فرمايی  [ زه نه يم راليږلی شوی مګر د بنی اسراء يلو دبی لارو اوکبرکوونکو خلکو لپاره ].

نومعلومه شوه چه مسحی دين يوازی داسراء يلو لپاره ؤ دپاک قرآن په نزول سره منسوخ شوی دی .

داسلام دمقدس دين اوعيسويت ترمينځ عملی فرقونه :

۱- اسلام دخدای (ج) وحدانيت ته خلک رابولی ولی عيسويت يی د يوه بنده اوبشر خدايی ته رابولی .

۲- اسلام دعفت اوپاکدامنی دين دی چه په ټوله اسلامی نړی کی يواځی اسلامی نکاح چليږی  ولی عيسوی نړی کی فحشآء ترحداوښتی  اوهمغه دجاهليت دوران روان دی  ډيرخلک يی داډس ناولی مکروب په ملمستياکی شپی سباکوی  چه دغه مکروب خپله دفحاشت له توليداتو څخه دی .

۳- اسلام داجتماعی عدالت دين دی  په اسلام کی  تور،سپين ،غريب او مالدار کوم فرق نلری هرڅوک چه مخکی جومات ته لاړ همغه به په لومړی صف کی وی  ، ولی په عيسوی دين کی  تور رنګی د سپين رنګی کليساته نه شی ورت� �ای  دهری ډلی کليسا ځان ته ده .
۴- په اسلام کی دموراوپلار په خدمت ذيات ټينګارشوی ، چی نن په اسلامی نړی کی  چومره چه واليدين  ضغيفيږی  هغومره يی غزت ذياتيږی  ،ولی په عيسوی ملکونو کی ترزاړه شوی مور يا پلار څخه يوسپی هم ډير محبوبيت لری عملاْ يی وګوری .

۵- اسلام ددعوت لپاره ژوندی اوثابته معجزه لری چه قرآن کريم دی  اوذيات خلک بی له دعوته څخه دفکر اوعميقی څيړنی په صورت کی اسلام ته راګرځی ، بيله پيسو ياکومی بلی وسيلی خلک آزادانه په ښکاره  ډول دعوتوی ، ولی عيسويت  چه نه کومه نيښانه اونه کوم دليل لری دپيسويانور لارو خلک دعوتوی .

بل خبره داچه لکه څنګه چه عيسی (ع) دمحمدرسول الله د راټل خبر ورکړی همداسی محمدرسول الله (ص) دعيسی (ع) دراټګ د پيشګويی خبرورکړی چه قيامت ته نزدی به  ضرت عيسی (ع)  به دبيت المقدس په مناره راښکته شی هغه وخت به دغه منکرين سخت خجالت شی  حقيقت به ورته څرګندشی  اوپرخپلو دواغو به اعتراف وکړی آيات شميربه يی ايمان راوړی .

حضرت عيسی (ع) به داسلام په دين فيصلی کوی ،په يهودو به داسی سره ورځ جوړه شی چه که دونی ترشا هم پټ وی ونه  به ناری وهی چه زما څنګ کی يهودی دی .
داحقيقت بيا هلته معلوم شی او همدارنګه  هغه وخت به معلوم شی چه پرځمکه يوه سخته زلزله راشی اوقيامت قايم شی .

نواوس خوبه  ان شآء الله حقيقت څه ناڅه  درته څرګندشوی وی چه دا ګمراه کونکی ډله يواځی يوه شيطانی درامه ده .
پام کوی چه د دوی په غولونکو خبرو چل اوفريب تيرنه وزی .

حمدالله شاکری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب