د ښځې مقام په اسلام او نورو دینونو او ټولنو کې

پخوا تر دې چې په اسلام کې د ښځې په مقام او منزلت څه ووایم، ښه به دا وي چې هغه مهال په نورو ټولونو او مذهبونو کې د ښځې د مقام په اړه يو ځغلنده نظر وکړو.

په روم کې د ښځې مقام:

روميانو ښځې ته په خپل وخت کې په ډېره سپکه سترګه کتل، هيڅ ډول حقوق يې نه لرل، د خپل پلار تر سپارښتنې لاندې به يې ژوند کاوه، که به واده شوه هيڅ ډول ازادي يې نه لرله، راکړه ورکړه سوداګري او ملکیت يې نه لاره. که به يې خپل مړ شو د مېراث اخيستو حق يې نه ورکاوه، که به يې مېړه مړ شو په خپله به د مېړه د کورنۍ میراث شوه، که به خپله مړه شوه مېړه به يې میراث اخیست او يا به يې د کورنۍ نرينو ميراث اخیست، هر ډول شخصيت ترې سلب شوی و، او د هر ډول ازادۍ نه بې برخې وه

په یهودانو کې د ښځې مقام :

دوی هم ښځې ته په سپکه کتل، په معبد کې به يې لمونځ نه شو کولای، ميراث يې نه شو وړلی، مېړه به يې چې څومره ښځې غوښتلې کولې به يې او بیا به يې په نه خبره طلاق ورکاوه، د کور د يو لوښي حثيت یې لاره، که چا به ښځه طلاقه کړه بيا يې بېرته نه شوه کولی او که يې دا کار وکړ نو بچي به يې حراميان وو.

د منځنيو پيړیو نصرانيانو کې د ښځې مقام :

د ښځې په طبیعت او انسانيت کې يې شک درلود، د ځمکې پرمخ يې د ټولو فسادونو جرړه بلله، که هر څومره بد اخلاقه هم وه باید طلاقه نه شي خو چې زنا وکړي، له طلاقې شوې سره واده نه دی روا، د خپل مېړه له اجازې پرته په خپل مال کې تصرف نه شي کولی که يې ترې اجازه وانخیسته نو ټوله سرمايه به ترې اخلي.

په هندوانو کې له اسلامه مخکې د ښځې مقام :

دوی به ویل ښځه په فطرت کې ناپاکه ده، که د واده عمر ته ورسېده او پلار يې واده نه کړه، نو له درې کاله وروسته يې له اطاعته وځي، که ماشوم وزېږوي نو پلیته ده او هغه کور هم ورسره تر لسو ورځو پلیت دی چې ماشوم يې په کې زېږولی دی، که يې خاوند مړ شي نو د بل واده حق نه لري، او اجازه لري چې ځان وسوځوي. په ژوند کې د مېړه ملکيت ده او له مرګه وروسته د بچو او خپلو د سپارښتنې لاندې ده

په عربانو کې له اسلامه مخکې د ښځې مقام :

په ډېرو عربي قبیلو کې ښځه يو شرم بلل کېده. نارینو به هڅه کوله چې له زېږېدو وروسته يې ژوندۍ ښخې کړي، ځکه چې قبیلې نه دفاع نه شي کولی، او که وتښتول شي نو شرم يې هم پر قبیلې راګرځي، ميراث يې نه شو اخیستلای،مېړه چې به کله وغوښتله طلاق به يې ورکړ او کله چې به يې وغوښتله بيرته به ورته راوګرځېد، که به يې مېړه مړ شو نو بچيان يې تر ټولو ډېر حقدار و، که به يې وغوښتل په نکاح کوله به يې او که نه یا به يې وينځه وه او یا به يې په بازار کې وپلورله.

په معاصر لويديځ کې د ښځې مقام:

په لويديه نړۍ( اروپا، امریکا، کانډا، روسيا…) کې د ښځې نېکبختي له منځه تللې، مورولي يې ضایع شوې، بې شخصيته شوې، د حيرانتیا او پښيمانتيا په ګرداب کې تاويږي، په خپلو اوګو د نارينو ظلم باروي، د ژوند سختيو ته يې تن ورکړی دی، د اضطراب او حیرانتيا په تیارو کې سرګردانه ده، دا نو داسې ټولنې دي چې ماده په کې سرداره او روح په کې مريه دی او دين يې د ژوند له اسانتیاو څخه لرې کړی دی،که دين هم وغواړي هغه منحرف دين دی چې هیڅ ډول نیکبختي نه شي ورکولی، ځکه چې نصرانيت خو ښځه د ګناهونو سرچينه بولي، ښځه په خپل ذات کې پليته بولي، ارتقا يوازې له ښځې نه په لرې کېدو ويني،

 

په لویدیځ کې سيکولران راغلل چې دغه افکارو ته د پای ټکی کېږدي، خو دوی د د تېروتنې درملنه په تېروتنه وکړه، ښځه يې له حیا څخه راوويستله، د خپل مملکت نه يې جلا کړه او د هغې له ښځيتوب سره يې زیاتی وکړ، ظلم خو يې ورسره ځکه وکړ چې هغه څه يې وروسپارل چې د پورته کولو يې نه وه، په چارو کې يې مصروفه وسالته، بیا يې د حرام خوند اله وګرځوله نو همدا وه چې ښځې خپل حقوق د لاسه ورکړل، ټولنه ورسره هم زيانمنه شوه، مورولي، او روزنه ورسره هم زيانمنه شوه، کورنۍ او مورولي ټوټه ټوټه شوه، نو څنګه يوه غربي مېرمن دې د يوې مسلمانې ميرمنې ايډياله وګرځي. تاسې وګورې چې ځينې لويديځوالې مېرمنې دې خبرې ته متوجه شوي دي، سويډي قاضۍ( بريګيټ اوف هاهر) چې نړيوال سازمان په عربي هیوادونو کې د ښځې د وضعيت په اړه مکلفه کړې وه وايي: (( سويډې مېرمنې پوه شوه چې دوی يو وهم (ازادي) رانيولی دی، چې لويديځوالو په لوړ قيمت په حقيقي نیکبختۍ ورکړی دی) نو سويډي مېرمنې راوپارېدې او په سوداګريزو اعلانونو کې د ښځې استغلال د مخنيوي غوښتنه وکړه ځينو ورځپاڼو راخيستې چې يوې فرانسوي ممثلې د کيمرې مخې ته يو لوڅ فلم اخیست چې ناڅاپه يې د فلم جوړونکو او ممثليو پر مخ چېغه کړه: اي سپيو! ای سړيو! تاسې له موږ مېرمنو زموږ جسدونه غواړئ څو د مليونونو څښتنان شئ او بيا په ژړا شوه. نو مسلمانې مېرمنې دې هيڅکله هم د لويديځ په دغه غولونکي شعار نه تېروځي چې موږ د ښځو لپاره مساوي حقوق غواړو.

الله پاک چې د بشر خالق دی نو د هغه په اړتياو هم تر هر چا ښه خبر دی، الله پاک د ښځې او نارينه لپاره ځانګړي حقوق راليږلي چې د دوي د فيزيکي وجود سره برابر دی، ښځه او سړی يې په حقوقو او واجباتو کې يو شان ګرځولی دي.
د اسلام سپيڅلي دين ښځې ته په هغه وخت کې داسې ارزښت ورکړ چې ټوله نړۍ د ښځې پر خلاف ولاړه وه، د افلاطون په جمهوریت کې يې هم حق نه لره، خو اسلام په ماشومتابه کې درنښت ورکړ او له ژوندۍ خښولو څخه يې منع کړه، بيا يې وویل که د چا څلور لورګانې وې، ویې پاللئ زه يې د جنت ذمه اخلم، پېغلتابه کې يې ورته درنښت ورکړ چې د خپلې خوښې د ملګرې د ټاکنې حق يې ورکړ، له واده وروسته يې درنښت ورکړ، ټولې ستونزې يې د خاوند پر غاړه کړې او مېرمن يې له هغه کړاوه وژغورله چې نن ورسره لويديځې مېرمنې په کړاو کې دي، د مور تابه پرمهال يې درنښت ورکړ او جنت يې د هغوی تر پښو لاندې کړ، نه د لويديځ په څېر چې له کوره يې وشړي او يو ځای کې ورته خواړه ورکوي د بچو له مينې لرې، او چې کله مړه شي نو زوی ته يې خبر ورکړي که وزګار وي خو ورشي او که نه ورته ووايي زه وزګار نه یم تاسې يې غم وخورئ.

خو له دې نه بايد هم سترګې پټې نه کړو چې د ځينو مسلمانانو په سيمه کې پر ښځه ظلم کيږي، خو د دې سبب اسلام نه دی، زموږ په ټولنه کې لا اوس هم داسې بېلارې شته چې پر ښځه يې تعلیم ناروا کړی دی، او ښځه به يوازې د خپل خاوند کور ته ځي او دوهم تګ به يې ګور ته وي او وايي د ښځې لپاره (یا کور دی یا ګور).

دا يوازې د دې بدبختې ټولنې ذهني محصول دی او اسلام له دې کاره بېزاره دی، که غواړئ چې په عزت کې ژوند وکړئ نو هغه حقوق وغواړئ کوم چې درته الله او د هغه رسول صلی الله علیه درکړي دي، بې له شکه به مو د دنیا او اخرت دواړو کاميابي په برخه وي، راځئ چې په پای کې د ښځو په اړه د خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم يو څو ويناوې راواخلو:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو په منځ کې ودرېد دالله ستاينه يې وکړه او بيا يې وویل:
الله تعالی تاسې ته له ښځو سره په ښېګڼه سپارښتنه کوي، الله تعالی تاسې ته له ښځو سره په ښېګڼه سپارښتنه کوي،

your ads

الله تعالی تاسې ته له ښځو سره په ښېګڼه سپارښتنه کوي، ځکه چې دوی ستاسې ميندې دي، لورګانې دي او ترورګانې.

د بخاري په يو بل روایت کې راځي:
له ښځو سره په ښېګڼه سپارښتنه وکړئ
د احمد او ترمذي په روایت کې راغلي دي: ښځې د سړيو د بدن ټوکړې دي.
د ابن ماجه په روایت کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:له تاسې غوره هغه دی چې خپلو ميرمنو سره غوره وي

په ترمذي کې عاشئه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي: له تاسې غوره هغه دی چې د خپلې کورنۍ لپاره غوره وي او زه د خپلې کورنۍ لپاره غوره يم
د بیهقي په روایت کې بیا راغلي: له تاسې غوره هغه دی چې د خپلو مېرمنو او لورګانو سره غوره وي.
په يو بل روایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:د بشپړ ايمان څښتن هغه مومن دی چې تر ټولو ښه اخلاق ولري او پر خپلې کورنۍ مهربانه وي
په بل روایت کې راځي:له الله نه د خپلو ميرمنو په حقوقو کې ووېرېږئ

دشرر ساپي فيسبوک پاڼی څخه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب