د الله په ذکر او ياد کې تر سلو زياتې ګټې

په ذکر کې تر سلو زياتې ګټې دي چې ابن القيم رحمه الله پخپل کتاب “الوابل الصيّب” کې ذکر کړی دي چې ځنې يې په لاندې ډول دي :

۱- د رحمن الله جل جلاله رضا او خوښي

۲- د غم او پريشانۍ لريوالی د خوښۍ او خوشحالی راوستل .

قال تعالى:الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَبِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ} الرعد:28

۳- د زړه ، بدن او ايمان قوت ، زړه ته د الله جل جلا له د طرف نه د علم د دروازو پرانيستل .

۴- د زرق پراخي ، پس ذکر د دروازو پرانيستونکی دی .

۵- د ژبې مشعوليدل ، د غيبت او بې ګټې خبرو نه نجات .

۶- ملائکې د ذکر کونکو د پاره مغفرت غواړي .

قال تعالى:الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ و يستغفرون للذين ءا منوا [غافر:7] يعنې : د عرش باروونکې پريښتې او د هغه په شا او خوا کې (پرښتې ) د خپل رب ستاينه کوي او پر هغه ايمان لري او د مؤمنانو لپاره بخښنه غواړي .

۷- د زړه ژوندې کيدل او د نفاق څخه نجات .

۸- ذاکر الله جل جلا له ته محبوب دی او دی به خلکو ته محبوب وي .

۹- د ګناهونو محو او نابودي ځکه ذکر لوی نيکه ده او نېکی بدئ له مينځه وړي .

۱۰- د الله جل جلا له د عذاب څخه نجات لکه څنګه چې معاذ مرفوعاً روايت کوي :

{ما عمل آدميّ عملاً أنجى له من عذاب الله عز وجل من ذكر الله تعالى} [رواه الإمام أحمد، وصححه المنذري في الترغيب، وصححه الألباني في صحيح الجامع) .

۱۱- د قيامت په ورځ د پښېمانتيا نه نجات ځکه هغه وخت او مجلس چې په دنيا بغير له ذکر تير شوی وي سړي په به هغه باندې افسوس کوي .

۱۲- ذکر نظر نورو عباداتو ته آسانه دی او فضليت يې زيات دی .

۱۳- ذکر کونکي لره نور دی په دنيا کې نور دی په قبر کې او نور دی په حشر کې او نور دی پر پل صراط باندې .

۱۴- د زړه بيداري او د ايمان زياتوالی او قوت :

قال تعالى:إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ[الأنفال:2]

يعنې : یقيناً مؤمنان هغه کسان دي چې کله الله جل جلا له ياد کړ شي د دوی زړونه له (الله ) څخه وېرېږي او کله چې د الله جل جلا له آيتونه پرې ولوستل شي نو د دوی ايمان لا پياوړی کوي او دوی پر خپل رب توکل کوي .

۱۵- ذکر د زړه شفا او درملنه ده او غفلت د زړه مرض دی نو خپل زړونه د الله جل جلا له په ذکر تداوي کړئ

۱۶- ډير ذکر کول هغه که په لاره وي ، کور کې وي او سفر کې وي هغه ځايونه به د قيامت په ورځ بنده باندې شاهدان وي .

۱۷- د زړه او مخ نوراني کيدل .

د ابن قيم رحمه الله له (الوابل الصيّب ) کتاب څخه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب