د روژې ګټې ۱

د هالينډ يو پادري (عيسايی مذهبي مشر) ايلف ګالی جی وايی: 

ما د روښانو شپو(ایام البیض)روژې داسلامي اوصولومطابق نېولې، چي ډېرژرمی بدنې ارامې احساس کړل، زماددې تجربې څخه وروسته ماپه مسلسل ډول سره دشکرې، دزړۀ اومعدې وناروغانوته دېوې میاشتې دروژې نیولوتوصیه وکړل چي داپایلې په لاس راغلې:
۱: دشوګر(شکرې) دناروغانوحالت ښکلی اوشکره ئې پوره کنترول وه۔
۲: دزړۀ دناروغانووضع ډېره ښه اوتنفسي ستونځې ئې حل شوې وې۔
۳: دمعدې ناروغان ۱۰۰ په سلوکی درست اوښه شول۔
(سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم اورجدیدساینس، بحواله همفرې کې تجربات
دتهران دپوهنتون جامعه طيبه څېړنه اوروژه:
ډاکټرایف عزیزدیوې ډلې ډاکټرانوسره پرروژې باندې تجربې وکړې، اوهغوځوانانوچي پوره یوه میاشت ئې روژه نیولې وه، داورڅخه په لاس راغلل:
۱: کله چي دې ځوانانوروژې ونیولې نود۲۹ روژوڅخه وروسته ئې وزن پوره کم شو۔
۲: په لومړیو۱۰ ورځوکی ئې دوینې شکره(Blood Sugar) کمه شوه، چي په پاته شلوورځوکی ئې ګلوکوزاضافه شوی وو۔
۳: (Serum Bilirubin) سروم بیلیروبین،دصفراء هغه رڼه مایع برخه ده چي په غلظت اوزیاتوالې سره ئې زېړۍ پیداکیږی؛نوروژې په برکت سره داسروم بیلیروبین په لومړیوورځوکي د56۔0 څخه و 77۔0 ته لوړشو اودروژې دمیاشتې په اخرکی د 4۔0څخه و1۔1 ته راکم شو۔
۴: په کلسیوم، فاسفورس، پروتینو، البیومنواونوروهارمونونوکی هیڅ تبدیل نه وراغلی۔
۵: دیوې میاشتې روژې څخه وروسته دنرتولیدیدونکې ماد Reproduction Hormones) (Male کی هیڅ تغیراوتبدیل نه ترسترګوکیدی اوپرخپل حالت وه۔
ددې پوهنتون پایلوداسی جوته کړل چي روژه پربدن باندی هیڅ بدې اغیزې نلری اوبرعکس دانسان پروزن اوغوړ باندی ژورې اغیزې لری، اوپاته دې نه وی چي روژه د (Chronic Disease) یعنی دمزمنو اواوږدمهاله ناروغیانو لپاره پوره درملنه ده۔

 د روژې نوری ګټې:

۱: دروژې ګټې ترحساب تیرې دی، په کومه اندازه چې ساینس پرمختګ کوی په هم هغه اندازه سره دروژې مبارکې ګټې اونیکمرغیانې اوښې ګڼې زیاتیږی، روژه د۸- ۱۸ ساعتونوپوری وی چې په دغه وخت کی وبدن ته هیڅ انرژی نشی داخلېدلای، یعنی خوراک اوڅښاک نشته، نودبدن ټوله انرژې پخپله په بدن کی صورت نیسی، هغه شحم چې په بدن کی زخیره شوی دی هغه تجزیه کیږی اودبدن داړتیاانرژې ورڅخه تولیدیږی، ینه ددې بدلون مهمې غړې ده، داشحم په استواستیک اسیداوپه بیتاهایدروکسبوټایرک اسیدبدلیږی، چې داپه بدن کی دوینې له لاری ویشل کیږی، چې ودې حالت ته (Ketosis) وایی، کیتوسیزدبدن په نسجونواومایعاتوکی دکتونی جسمونوله حدڅخه زیاته راغونډیدنه چې په هغه حالتونو کی منځ ته راځی چې په کوموکی چې شحمی اسیدونه په نیمګړی ډول میتابولایزکیږی، ودې ته کیتوسیز وایی.

۲: دروژې دوهمه لویه ګټه داده چې داپه بدن کی دزهرجینوموادواغیزې کموی یعنی روژه د(Detoxification) سبب ګرځی، ډیټاکسیفیکیشن داپه بدن کی یوعادی خوځښت دی چې غذایی زهرله منځه وړی، چې دازهرپه کلموکی، په ینه کی، په سږوکی، په لمفاوی مرغړوکی، اوپه پوستکی کی له منځه ځی، چې داداروژی څومره لویه ګټه ده که چیری یوانسان ورته دعقل په سترګوورته وګوری، کله چې په روژه کی خوراک نه وی نوبدن وتوان ته اړتیالری چې دبدن داتوان دشحم څخه ولاسته راځی، انسان په بدن کی په یوه پاونډشحم کی ۳۵۰۰ کالوری شتون لری، چی داحیرانوونکې اندازه ده، اوس دروژې په برکت سره انسان په بدن کی یوبل کیمیاوی انقلاب راځی چې شحم په طاقت بدلیږی.

۳: لکه څرنګه چې په روژه کې هرڅه خپله په بدن کی اماده کیږی، نووځینودماغی اوسرطانی غوټوته په روژه کی په مکمل ډول سره خوراک نه رسیږی، چي پایله داورڅخه راوځی چې دغه دماغی اوسرطانی غوټې کمزورې کیږی اوله منځه ځی، یاپه بل عبارت روژه دسرطا ن لپاره اوهم ددماغ لپاره ترټولوښه درملنه ده، په روژه کی دپروتینوزیات تولیددویجاړشووحجرولپاره ډیریږی، داځکه هغه نظام چې داټول جنټیک کانترولوی یعنی (DNA/RNA) خپله ورسپارل شوی دنده پوره وسرته نشی رسولای، اوپه نظام کی خلل وی، چې پایلې داورڅخه راوځی چې ډیرې ویجاړې شوی حجرې ترمیمیږی، اووکارته چمتوکیږی، چې داپه حقیقت کی دانسان وبدن ته نوی ژونددی، دایومنلی طبی حقیقت دی چې کله دپروتینوتولیدډیرشی نوبدلون ښکاری، کله چې یوحیوان ناروغه شی نوشی نشی خوړلای، انسان چې کله خوږشی نوخوراک نشی کولای، کله چې انسان انفلوینزاشی نولوږه ورڅخه کډه وکړی، اوداسی نور…

دروژې بله نیکمرغې داده چې په روژه کی دانسان دفاعی نظام ښه وده کوی، مختلف هارمونونه پکښې زیاتیږی، دزړښت ضدهارمونونه په ځانګړي ډول سره پکښې ښه وده کوی، میتابولیزم پکښې ورووی نوله همدی کبله دشکرې دناروغانولپاره ښه خبراوزیری دی، دروژې بله بې بېلګې ګټه داده چې دژوندتناواوږدوی، اوس ساینس پوهان په دې عقیده دی چې روژه (Life-span) څوچنده اوږدوی، نوکله چې یوڅوک روژه ونیسی داسی ښکاری لکه چې دده دبدن ټول غړی دسره ترمیم شوی وی، اوکله چې دی د۲۰ کلونووی نودی داسی احساس کوی لکه دی چې د۱۵ کلونووی؛ په روژه کی ددبدن ټولې ویجاړې اوشاړې شوی حجرې له سره رغول کیږی، اوپاته دی نه وی چې کله روژه په منظم ډول سره په کال کی یوه میاشت ونیول شی اودکال په منځ کی نوری هم ونیول شی نوانسان به تل ځوان اوځوان وی، دماغ به ئې ښه کارکوی، بدن به ئې ښه وده کوی، اوله همدې کبله دانسان عمرهم اوږدیږی.
لمنلیکونه:
1: Dr. Sniadach- True Heath Freedom
2: Fasting for better Health
3: Ketosis by Sue Reith
4: Nutriquest. March 11th 2000- Ketosis & Low Carbohydrate Diets
5: WebMD- Detox Diets- Cleaning the body
6: Fasting
7: Fasting- Good Morning Doctor
8: The Health Benefits of Fasting

your ads

۴: زړۀ اوروح صفاکوی:

په روژه کې دانسان زړۀ اوروح دټولوپلیتوکړونوڅخه لیرې وی نوځکه روژه زړۀ اوروح صفاکوی، دبدن غذاداده چي کله یوانسان خوراک وکړی اودروح غذاعبادت دی اودنفسی خواهشاتوڅخه لیری والی دی، چي دکال ترټولومیاشتوپه روژه کې تزکیه دنفس ښه صورت نیسی۔ چي داخپله وجنت ته ددخول لاره اومسیر دی۔
۵: روژه دجهنم لپاره سپر(ډال) دی:
حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرمایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي دهرعمل ثواب لس چنده څخه تر۷۰۰ چنده پوری دی، اوخدای جل جلاله وایی چي روژه زمالپاره ده اوزه ئې اجرورکوم اوروژه ددوږخ لپاره سپر(ډال) دی۔
چي ددې حدیث شریف څخه موخه داده چي الله جل جلاله وانسان ته بې حسابه ثوابونه ورکوی۔ چي دهغه حساب اواټکل دانسان له فکراوتصورڅخه لیرې ده۔

۶: روژه يوعبادت ده اوهرعبادت شکردی:
روژه عبادت ده اوعبادت شکردی چې داهم یونعمت دالله دی، روژه یوامانت دی دالله جل جلاله له لوری چې وموږته راکول شویدی اواوس الله جل جلاله موږپه دې کی ازمایی(امتحانوی) چې ایاموږپه دې امانت کی رښتنی یو اوکه خاینان یو؟؟؟ چې په دې امانت کی دخوراک ،څښاک، جماع اونوروڅخه منع اوبندیزدی اودې بندیزټوله ورځ په برکی نیولې ده، نودازموږکاردی چې دالله په دې امانت کی څه بایدوکړو؟ اوڅنګه ئې وسرته ورسوو؛ په دې امانت کی ټوله بدن اونفس دواړه شامل دی، دبیلګې په ډول سره که موږپه یوځای کی یواځی ناست یواوهیڅوک راسره نه وی یاوږی شواویاهم تږی شونوبایدڅه وکړو؟ امانت به ساتو؟ اوکه به ئې له لاسه ورکوو؟ که مودنفس په خوله وکړل نوموږخاینان شو، اوکه مودالله دحکم سره سم څه وکړل نوموږصادقان شو؛ چې په واقعت کی داامانت (روژه) دمکافاتو اومجازاتو په منځ کی دی.

۷: روژه انسان دحيوانيت څخه وملائيکوته نژدې کوی.
ژوی(حیوانات) یواځی خوراک، څښاک اونفسی خواهشات پوره کوی چې داځانګرتیاوې په انسان کی هم شتون لری، نوپه دې میاشت کی پرانسان باندی دالله له لوری داڅیزونه بندشی چې په واقعت کی انسان دحیوانیت څخه وملائیکوته نژدې شی، چې پایلې به ئې داراووځی چې عبادت به کوی، ښکلی کارونه به کوی، اووخپل ورب اوخالق ته به ځان نژدی کوی چې دانودنفس دځنځیرونوڅخه خلاصیدل دی، کله چې یوڅوک دنفس دغلامۍ څخه ازادشونووالله ته نژدی کیږی،اودنفس څخه په دې بیلوالی راځی چې خوراک، څښاک اوشهوت کنترول دی، علماء کرام، زاهدان، حکماء اوروحانین وایی که یوڅوک غواړی چې تالیف وکړی نوخوراک ، څښاک اوشهوت دی کم کړی، داځکه چې تالیف سپیڅلې دنده ده نوځکه دنفس څخه لیری کیدل غواړی.

۸: روژ شهوت ضعيفه کوی:
دروژې بل حکمت اوفلسفه داده چې شهوت ضعیفه کوی، هغه ځوانان چې ودونه نلری نوروژه ورته غوره درملنه ده ترڅوشهوت ئې کنترول شی، داځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
ای دځوانانوټولنې! که تاسی توان ولری نوودونه وکړی اوکه تاسی توان نلری دودونو، نوروژې ونیسی.
یواځی شهوت پوره کول داهم دحیوانانوځانګړتیاده، اوالله جل جلاله غواړی چې ددې عبادت په وجه موږدحیوانانوددې خاصیت څخه لیری کړی اووخپل ځانته مومتوجه اونژدې کړی.

۹: روژه دفقيرانواومسکينانوسره دخواخوږۍ مياشت ده:
کله چې روژه ونیول شی اوسړی وږی اوتږی شی نودانسان سره دنوروږو تږومسکینانو، بی وزلواوفقیرانواحساس پیداکیږی دهغوسره دخواخوږۍ مینه ورسره پیداکیږی، دهغوسره مرسته کوی، لاس ورغځوی اودترحم مزی ورته غځوی، اوکه نس موړوی نوبیاموړدوږی په حال څه خبردی، کله چې دمحتاجانوسره دهمدردۍ فکرپیداشواووده ئې وکړه نووعبادت ته ئې خپله دماغ جوړیږی، حکماء وایی چې کله نس ډک شی نوعقل کډه وکړی، داانسان حکمت کارپریږدی، اواعضاء ئې سره سستې شی، چې عبادت خپله پاتی کیږی؛ اوبل لورته که نس ډک نه وی نوزړه صفاوی، فکرروښانه وی، اودالله جل جلاله وذکرته انسان حساس اولیوال وی، اوبیاانسان کوښښ کوی چې هرڅه دعقل سلیم په رڼاکی ترسره کړی.

۱۰: په روژه کی عقل پرشهوت باندی غلبه پيداکړی:
په روژه کی عقل پرشهوت باندی غلبه پیداکوی، چې علماء کرام ودغه سړی ته چې عقل ئې پرشهوت باندی غلبه پیداکړی وی ورته (خیرالناس) یعنی غوره دخلکووایی، چې ددې سړي په سترګوکی حیاوی، زړه ئې دتزکیې په جال کی وي، اودټولوګناهونواوجرایمو څخه په واټن اونفرت کی وي، عبادت اوټول ښه اومشروع کړنې ورته خوږخوندجوتیږی، اودروح غذایی بولی، وبل لورته دالله جل جلاله درحمت دروازې هم پردې سړی خلاصیږی، اودی به تل دبرکتونواوفیوضاتوپه څاڅکوکی پټ وی، چې داڅومری دویاړموقع اوځای دی.

۱۱: وروژې ته (رياضة الروح) او(علاج النفس) وايی:
روژه وروح ته ښکلا، ځلااوغذاورکوی، نوځکه وروژې ته (ریاضة الروح) وایی، داچې په روژه کی ټولې کړنې دنفس خلاف دی نوځکه وروژې ته (علاج النفس) وایی، کله چې په یوه کال کی یوه میاشت روح ښادشی، اونفس تزکیه شی، نوددې اغیزې ترډیره پوری پاتی کیږی، اوکه دکال په منځ کی بیانفلی روژې ونیول شی نوداخونورعلی نورشو، داځکه چې وشهوت اونفس ته به دومره موقع نه وی چې انسان ګمراه اودتیاروپه ګرداب کی ئې ډوب کړی، نوروژه نفس قبضه اوقیضه کوی، اووبل لورته روح تقویه اووده ورکوی.

په دې مياشت کې ټول الهی کتابونه نازل شويدی

۱: په دې میاشت کې دلومړی ځل لپاره پرسیدناابراهیم علیه السلام صحیفې نازلې شوې۔
۲: دروژې پرشپږمه تورات پر سیدناحضرت موسی علیه السلام نازل شو۔
۳:دروژې پر(۱۸) زبورپرسیدناحضرت داودعلیه السلام نازل شو۔
۴: دروژې پر(۱۳) انجیل پرسیدناحضرت عیسی علیه السلام باندی نازل شو،
۵:په دې میاشت کی قرانکریم داووم اسمان څخه واول اسمان ته نازل شو۔

عبدالغفارجُبیر
عبدالغفارجُبیر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب