اسلام ښځې ته په ورکړه (واده) کې اجازه ورکړې، موږ یې ولي نه ورکوو؟

زموږ هره کړنه او کردار باید د شریعت له مخې وي، دا ځکه چې موږ لله الحمد مسلمانان یو.

که یو څوک ځان ته مسلمان وایي، باید د خپل شعار له مخې د همدې اسلام له اصولو سره په موافقت سره ژوند وکړي، لکه څرنګه چې مو مخکې هم وویل چې باید هره کړنه مو د اسلام له مخې وي، نو بناءً د همدې قاعدې له مخې غواړم چې باید د ښځې ورکړه (واده) د اسلامي شریعت سره موافق وي.

موږ په اسلام کې یو ډیر لوی افتخار لرو چې هغه د ښځې څخه د ورکړې په وخت کې اجازت اخیستنه ده، خو متأسفانه موږ د پښتون ولۍ د دود له مخې د اسلامي شریعت د قانون په ځای دې ناوړه او داسي دود چې پایله یې خرابه ده، ترجیح ورکړې.

حدیث کې راځي:

عن ابي هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عیه وسلم: « لَا تُنْكَحُ الأيم حتى تستأمر، ولا تنكح البكر حتى تستأذن» ، قالوا: يا رسول الله! وكيف إذنها ؟ قَالَ: «أَنْ تَسْكُتَ» متفق عليه.

په دې حدیث مبارک کې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: تاسو کونډه مه ورکوئ تر څو هغه درته امر ونه کړي، او تاسو یوه پېغله مه ورکوئ تر څو چې هغه درته اجازه درنه کړي، صحابه کرامو وویل: یارسول الله ! څنګه اجازه راته وکړي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې دا ساکته (پټه خوله) شوه نو دا د دې اجازه ده.

زمونږ حنفي مذهب یوه مسئله دا لیکي چې له پیغلې ښځینې څخه د اجازت په وخت کې که اغلې خپل ولي ته چوپه پاته شي او یا هم داسي د حیاء خندا وکړي، چې ترېنه د دې اجازه  څرګندېږي، نو هغه د پېغلې یعنې باکرې ښځې اجازه شمېرل کېږي.

نو مسلمانانو وړونو! نور ځانونه د پښتون ولۍ په نامه له دې جهالته وساتئ، مه خپل ځان ته زیان رسوئ، او مه خپلې لور او خور ته زیان رسوئ چې خدای مه کړه د هغې ستا خوښ کړی ځای نه وي خوښ او د ژوندانه ښکلې لمحې ستاسو له کبله ورته سور اور د تل لپاره وګرځي.

لیکنه: فریده هلمندۍ

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب