د الله تعای د ٩٩ مبارکو نومونو ګټې

  1. ياالله
    د الله پاک ذاتي نوم : څوک چي هره ورځ زر ځله يا الله ووايي انشا الله د زړه څخه په يې ټول شکونه او وسوسې ليري سي د عزم او يقين قوت به ورنصيب سي او که کوم په ناعلاجه ناروغۍ اخته کس د يا الله ډير ذکر وکړي او وروسته د شفا دعا وغواړي نو هغه ته به کامله شفا نصيب سي

يارحمن

  1. اى ډير رحم کوونکيه ! که څوک هره ورځ د هر لمانځه وروسته زر ځله يا رحمن ووايي انشا الله د زړه څخه به يې هر قسم سختي او غفلت ليري سي .

يا رحيم

  1. اى ډير مهربانه ! که څوک هره ورځ د هر لمانځه وروسته سل ځله يا رحيم ووايي د ټولو دنيوي افتونو څخه به و ژغورل سي او ټول مخلوق به پرده مهربان سي انشا الله .

ياملک

  1. اى حقيقي پاچا ! هره ورځ د سهار تر لمانځه وروسته ډير ځله يا ملک ويونکى به الله تعالي غني کړي انشا الله .

يا قدوس

  1. اى د هر عيبه پاک خدايه ! که څوک هره ورځ د زوال وروسته دغه اسم ډير ووايي انشا الله د هغه زړه به د روحي ناروغيو څخه وژغورل سي .

يا سلام

  1. اى بې عيبه ذاته ! هغه څوک چي دغه اسم ډير وايي انشاالله د ټولو افتونو څخه به و ساتل سي او که څوک د غه اسم ١١٥ ځله وواى او پر ناروغ يې دم کړي الله به هغه ته شفا ورنصيب کړي

يا مومن

  1. اى امن او ايمان ورکوونکيه ! که څوک د بيري په حالت کي د غه اسم ٦٣٠ ځله وواى انشا الله د هر ډول بيري او تاوان څخه به و ساتل سي او که څوک دغه اسم ووايي او ويې ليکي د ځآن سره يې وساتي د هغه ظاهر او باطن به د الله تعالي په حفاظت کي وي .

يا مهيمن

  1. اى ساتونکيه ! که څوک د غسل وروسته دوه رکعته لمونځ وکړي او سل ځله د غه اسم ووايي الله به د هغه باطن او ظآهر پاک کړي .

يا عزيز

  1. اى پر ټولو غالب خدايه ! که څوک ٤٠ ورځي ٤٠ ځله دغه اسم مبارک ووايي الله تعالي به هغه عزتمند او مستغني کړي . او که څوک د سهار د لمانځه وروسته ٤١ ځله دغه اسم مبارک وواي هغه به انشا الله د چا محتاج نسي او د ذلت وروسته به عزت و مومي .

ياجبار

  1. اى تر ټولو زبردست خدايه ! که څوک هره ورځ سهار او ماښآم ٢٢٦ ځله دغه اسم مبارک و وايي هغه به انشا الله د ظالمانو د ظلم څخه وژغورل سي . او که څوک د سپينو زرو پر ګوتمۍ دغه اسم وليکي او په ګوته يې کړي د هغه هيبت او شان به د خلکو په زړو نو کي راسي .

يامتکبر

  1. اى د لويي او بزرګۍ خاونده ! څوک چي دا اسم مبآرک ډير ځله وواى الله به هغه ته عزت او بزرګي ورکړي او که څوک د يو کار په پيل کي دغه اسم ډير ځله وويل سي انشا الله په هغه کار کي به بريالى سي

ياخالق

  1. اى پيدا کوونکيه ! که څوک دغه اسم مبارک ٧ ورځي پرله پسې سل ځله ووايي انشا الله د ټولو افتونو څخه به وژغورل سي او که څوک دا اسم مبارک تل ذکر کوي نو الله تعالي به يوه ملايکه پيدا کړي چي دده لپاره به هميشه عبادت کوي .

يا باري

  1. اى پيدا کوونکيه او روح ورکونکيه ! که کومه بې اولاده ښځه اوه روژې ونيسي او د هر روژمات پروخت ( يا خالق ، يا باري ، يا مصور ) ٢١ ځله ووايي او پر يو ګلاس اوبو يې دم کړي او په هغه اوبو روژه ماته کړي انشا الله خداى به اولاد ورکړي

يامصور

  1.   اى صورت جوړونکيه او روح ورکوونکيه ! که کومه بې اولاده ښځه اوه روژې ونيسي او د هر روژمات پروخت ( يا خالق ، يا باري ، يا مصور ) ٢١ ځله ووايي او پر يو ګلاس اوبو يې دم کړي او په هغه اوبو روژه ماته کړي انشا الله خداى به اولاد ورکړي

ياغفار

  1. اى ډير بخښوونکيه ! که څوک د جمعې د لمانځه وروسته دغه اسم مبارک سل ځله ووايي پر هغه به د مغفرت اثار ښکاره سي او که څوک د مازديګر د لمانځه وروسته هره ورځ يا غفار اغفرلي وايي الله تعالي به هغه د بښل سوو کسانو په ټولۍ کي دا خل کړي .

يا قهار

  1. اى پر ټولو غالب خدايه ! که څوک د دنيا په محبت اخته وي هغه دي دغه اسم مبارک ډير ووايي انشا الله د دينا محبت به يې له زړه څخه ليري سي او د الله سره به يې محبت پيدا سي .

يا وهاب

  1. اى هر څه ورکوونکيه ! څوک چي په فقر او مفليسۍ اخته وي هغه دي دي دغه اسم ډير وايي او يا دې وليکي او د ځان سره دې وساتي يا دي د ځاښت د لمانځه په اخيره سجده کي دا اسم ٤٠ ځله وواي نو الله تعالي به هغه ته خلاصون ورنصيب کړي او که کوم خاص حاجت ولري نو د کور يا مسجد په انګړ کي دي درې ځله سجده وکړي لاسونه دي پورته کړي او سل ځله دي دغه اسم ووايي انشا الله حاجت به يې پوره سي .

يا رزاق

  1. اى روزي ورکوونکيه ! که څوک د سهار تر لمانځه مخکي د خپل کور پر څلورو کونجونو لس ځله دغه اسم دم کړي الله تعالي به پر هغه د رزق دروازې خلاصي کړي مريضي او مفليسي به هيڅ کله د هغه کور ته رانسي ، د راسته کونج څخه دې پيل او مخه پر قيبله دي ودريږي

يا فتاح

  1. اى مشکل حل کوونکيه ! که څوک د سهار تر لمانځه وروسته دواړه لاسونه پر سينه کښيږدي او اويا ځله يا فتاح ووايي د هغه زړه به د ايمان په نور منور سي انشا الله

ياعليم

 

  1. اى د بې اندازې علم خاونده ! څوک چي دا اسم مبارک ډير وايي الله به په هغه د علم او معرفت دروازې را پرانيزي

يا قابض

  1. اى روزي تنګ کوونکيه ! که څوک د ډوډوۍ پر څلورو ګولو بآندي دغه اسم وليکي او تر ٤٠ ورځو پوري يې وخوري نو د لوږي ، تندي ، زخم او درد د تکليف څخه په و ژغورل سي .

يا باسط

  1. اى روزي پراخه کوونکيه ! که څوک هره ورځ د څاښت د لمانځه وروسته د اسمان لوري ته لاسونه پورته کړي او لس ځله دا اسم مبآرک ووايي الله به هغه غني کړي او هيڅکله به د چا محتاج نسي .

 يا خافض

  1. اى کښته کوونکيه ! که څوک هره ورځ ٥٠٠ ځله يا خافض و وايي الله په د هغه حاجتونه او مشکلات پوره کړي او که څوک درې روژې ونيسي او په څلورمه ورځ يو ځاى کښيني او اويا ځله دغه اسم ووايي نو انشا الله پر دښمن به کامياب سي

يارافع

 

  1. اى لوړوونکيه ! که څوک دغه اسم د هري مياشتي پر څوارلسمه په نيمه شپه کي ١٠٠ ځله و وايي الله به هغه د مخلوق څخه بې نيازه او مستغني کړي .

يا معز

  1. اى عزت ورکونکيه ! که څو ک د سه شنبې يا جمعې په ورځ د ماښام د لمانځه وروسته ٤٠ ځله يا معز ووايي الله تعالي به هغه په خلکو کي عزت مند کړي .

يا مذل

  1. اى ذلت ورکوونکيه ! که څوک ٥٧ ځله دا اسم مبارک ووايي او سر په سجده دعا وکړي الله به هغه د حسد کوونکو ، ظالمانو او دښمنانو له شر څخه وژغوري او که څوک کوم خاص دښمن ولري نو په مسجد کي دي د هغه نوم واخلي او دا دي ووايي اى الله د فلاني ظالم يا دښمن له شره مي وژغوره او دعا دي وکړي انشا الله قبوله به سي .

يا سميع

 

  1. اى د هر څه اوريدونکيه ! که څوک د پنج شنبې په ورځ د څاښت تر لمانځه وروسته ٥٠٠ يا ١٠٠ ځله يا سميع ووايي انشا الله د هغه دعا وي به قبولي سي مګر په منځ کي به خبري نه کوي . او که څوک د پنجشنبې په ورځ د سهار د سنتو او فرضو په منځ کي سل ځله دا اسم ووايي هغه به الله په خپل خاص نظر سره و نازوي .

يا بصير

  1. اى د هر څه ليدونکيه ! که څوک د جمعې د لمانځه وروسته ١٠٠ ځله يا بصير ووايي انشا الله د هغه په زړه کي به نور او رڼا پيدا سي .

يا حکم

  1. اى پوره حاکم خدايه ! که چير څوک د شپې په اخيره کي ٩٩ ځله دغه اسم مبارک په اوداسه ووايي الله به د هغه زړه د انواور او اسرارو ځآى و ګرځوي او که څوک د جمعې په شپه دغه اسم دومره ووايي چي بې حاله سي الله به د هغه زړه په کشف او الهام سره و نازوي .

يا عدل

  1. اى پوره انصاف لرونکيه ! که څوک د جمعې په ورځ د ډوډۍ پر شلو ټوټو العدل وليکي او ويې خوري انشا الله ټوله مخلوقات به د هغه لپاره مسخر سي .

يا لطيف

  1. اى ډير لطف او کرم کوونکيه ! که څوک ١٣٣ ځله يا لطيف ووايي انشا الله د هغه په رزق کي به برکت وا چول سي او د هغه ټول کارونه به په ښه توګه تر سره سي . او که څوک په فقر ، غم ، ناروغۍ او يا کوم بل مصيبت کي را ګير وي هغه دي اودس وکړي دوه رکعته لمونځ دي وکړي او خپل مقصد دي په خپل زړه کي ياد کړي سل ځله دي دغه اسم ووايي انشاالله مقصد به يې پوره سي .

يا خبير

  1. اى په هرڅه خبر خدايه ! که څوک تر اوو ورځو پوري دغه اسم ډير ووايي الله به هغه ته پت رازونه ښکاره کړي  او که څوک په نفساني خواهشاتو کي اخته وي هغه دي دغه اسم ډير ووايي انشا الله خلاصون به ومومي .

يا حليم

  1. اى د ډير زغم خاونده ! که څوک دغه اسم پر کاغز وليکي او ابو ته يې واچوي پر کوم شي چي دغه اوبه و پاشې په هغه کي به خير او برکت پيدا سي او د افتونو څخه به و ساتل سي انشا الله .

ياعظيم

  1. اى ډيره لويه خدايه ! که څوک دغه اسم ډير وايي الله به هغه عزت او عظمت ورنصيب کړي انشا الله

يا غفور

  1. اى ډير بخښوونکيه ! که څوک دغه اسم ډير وايي د هغه ټول غمونه او تکليفونه به لري سي په مال او عيال کي به يې برکت ولويږي په حدث شريف کي ذکر دى که څوک په سجده کي درې ځلي يا رب اغفرلي و وايي الله پاک د هغه ټولي ګناوي بخښي انشا الله .

يا شکور

  1. اى قدردانه خدايه ! که څوک په غم او يا کوم بل مشکل کي را ګير وي هغه دي دغه اسم ٤١ ځله و وايي د هغه څخه به خلاص سي انشا الله .

يا علي

  1. اى ډير لوړ خدايه ! که څوک دغه اسم تل ووايي او ويې ليکي د ځان سره يې و ساتي نو هغه ته به په رتبه کي لوړوالى ، خوشحالي او په مقصد کي کاميابي نصيب سي اشنا الله .

يا کبير

  1. اى ډير لوړ خدايه ! که څوک د خپلي دندي څخه ليري کړل سوي وي هغه دي ٧ روژې ونيسي او هره ورځ دي دا اسم مبارک زر ځله ووايي پر خپلي دندي به برقراره سي او برتري به يې نصيب سي انشاالله .

يا حفيظ

  1. اى د ټولو ساتونکيه ! که څوک ډير ځله يا حفيظ و وايي او يا يې وليکي د ځآن سره يې ساتي هغه به د هر ډول ويري ، خطر او تاوان څخه وژغورل سي .

يا مقيت

 

  1. اى ټولو ته رزق او قوت ورکوونکىه ! که څوک پر خالي لوښي بآندي اوه ځله دغه اسم دم کړي او په هغه کي خپله اوبه و څيښي يا يې په بل چا و څښي انشا الله مقصد به يې پوره سي .

يا حسيب

  1. اى د ټولو لپاره کافي خدايه ! که چاته له کوم شخص او يا شي څخه ويره وي هغه دي د پنجشنبې څخه پيل تر اتو ورځو پوري سهار ماښام ٧٠ ځله حسبي الله الحسيب ووايي دهر شي د شر څخه په وژغورل سي انشا الله .

يا جليل

  1. اى د لوړي مرتبې خاونده ! که څوک په مشق او زعفران بآندي دغه اسم مبارک وليکي او ډير يې ووايي الله پاک به هغه ته عزت او قدر وکړي انشا االله .

يا کريم

  1. اى ډير کرم کوونکيه ! که څوک د شپې د بيده کيدو په وخت کي يا کريم و وايي او بيده سي الله پاک به هغه ته په علماوو او صالحينو کي عزت ورنصيب کړي .

يا رقيب

 

  1. اى پوره ساتونکيه ! که څوک دغه اسم مبارک هره ورځ اوه ځله پر خپل اهل ، عيال او مال باندي دم کړي او يا رقيب ډير وايي هغه به د ټولو افتونو څخه و ساتل سي انشا الله .

يا مجيب

 

  1. اى دعا قبلوونکيه ! که څوک يا مجيب ډير وايي د هغه دعاوي به د الله په دربار کي قبولي ګرځي انشا الله .

يا واسيع

  1. اى د پراخۍ خاونده ! څوک چي يا واسع ډير وايي الله پاک به هغه ته ظاهري او باطني غنا ورنصيب کړي  انشا الله .

يا حکيم

  1. اى د ډير حکمت خاونده ! څوک چي يا حکيم ډير وايي الله تعالي به پر هغه باندي د علم او حکمت دروازې پرانيزي او که د چا کوم کار سر ته نه رسيږي هغه کار به يې تر سره سي .

يا ودود

  1. اى ډير محبت کوونکيه ! که څوک زر ځله دغه  اسم ووايي او پر ډوډۍ يې دم کړي او د خپلي ميرمني سره يې وخوري هر ډول خفګان به ختم سي او محبت به يې پيدا سي انشا الله .

يا مجيد

  1. اى د لويي خاونده ! که څوک په يوه سخته ناورغۍ اخته وي هغه دي د مياشتي د ١٣ مي ١٤ مي او ١٥ مي نېټې روژې ونيسي او تر روژمات وروسته دي دغه اسم ډير ووايي او پر اوبو دې دم کي او و دې څښي انشا الله هغه ناورغ به روغتيا ومومي .

يا باعث

  1. اى د مړو ته ژوند ورکوونکيه ! که څوک هره شپه د بيديدو پر مهال پر سينه لاس کښيږدي او ١٠١ ځله يا باعث ووايي د هغه زړه به په علم او حکمت ژوندى سي انشا الله

يا شهيد

  1. اى په هر ځاى کي حاضر او ناظر خدايه ! که د چا ښځه يا او لاد نا فرمان وي د سهار په وخت کي دي د هغه پرتندي بآندي لاس کښيږدي او ٢١ ځله دي يا شهيد ووايي انشا الله فرمانبردار به سي .

يا حق

  1. اى حق او ثابث خدايه ! که څوک د يو څلور کونجه کاغز پر څلورو کونجونو الحق وليکي او د سهار په وخت کي کاغز پر ورغوي کښيږدي او د اسمان لوري ته يې لوړ کړي او دعا دي وکړي ورک سوي کس او يا شى به يې پيدا سي انشا الله .

يا وکيل

  1. اى کارسازه خدايه ! که څوک د يوه اسماني افت په وخت کي يا وکيل ډير ووايي انشا الله د هر افت څخه به وژغورل سي .

يا قوى

  1. اى د لوى طاقت او قوت خاونده ! که څوک مظلوم او کمزورى وي هغه دي د ښمن او طاقوت ور د دفع په نيت دغه اسم مبارک ډير ووايي د هغه څخه به وژغورل سي انشا الله بې ځايه او ناحقه دي دغه عمل هيڅ کله نه کوي .

يا متين

  1. اى د پوره قوت څښتنه ! د کومي ښځي چي شيدې نه وي نو دغه اسم دي پر کاغز وليکي اوبو ته دې واچوي او و دې څښي شيدې به يې ډيري سي انشا الله .

يا ولي

  1. اى مرسته کونکيه او حمايت کوونکيه خدايه ! د چا د ښځي چي عادتونه او خصلتونه ښۀ نه وي هغه دي دغه اسم ډير وايي انشا الله نيکه به سي .

يا حميد

  1. اى د ستايني وړ خداى ! څوک چي ٤٥ ورځي پرله پسې ٩٣ ځله يا حميد په تنهايي کي ووايي  د هغه ټول بد عادتونه او خصلتونه به ختم سي انشا الله .

يا محصي

  1. اى د هر څه په خپل علم او حساب کي لروونکيه خدايه ! څوک چي هره ورځ د ډوډۍ پر شلو ټوټو شل ځله د غه اسم دم کړي او ويې خوري انشا الله مخلوق به ده ته مسخر سي .

يا مبدي

  1. اى لومړى ځل پيدا کوونکيه ! څوک چي د حمل داري ښځي پر نس لاس کښيږدي او ٩٩ ځله دغه اسم ووايي د هغې حمل به نه ساقطيږي او نه به يې کوچنى بې وخته پيدا کيږي انشا الله .

يا معيد

  1. اى دوهم ځل پيدا کوونکيه ! که يو څوک ورک وي نو کله چي د کور ټول خلک ويده سي د کور پر څلورو کونجانو دي اويا اويا ځله دغه اسم ووايي نو انشا الله ٧ ورځو کي به راسي يا به يې معلومات وسي .

يا محي

  1. اى ژوند ورکوونکيه !څوک چي ناورغ وي هغه دي دغه اسم ډير وايي او که بل څوک ناورغ وي نور پر دم دې کړي انشا الله روغ به سي . او که څوک ٨٩ ځله دغه اسم ووايي او پر ځان يې دم کړي انشا الله د هر ډول قيد او بند څخه به خلاص سي .

يا مميت

  1. اى مرګ ورکوونکيه خدايه ! د چا چي خپل نفس په واک کي نوي هغه دي د بيديدلو پر مهال پرسينه لاس کښيږدي  المميت دى ووايي او بيده دي سي انشا الله نفس به يې فرمانبرداره سي .

يا حي

  1. اى تل تر تله ژوندى خدايه ! څوک چي هره ورځ درې زره ځله دغه اسم ووايي هيڅ کله به ناروغ نسي او که څوک دغه اسم پر چيني لوښي وليکي او په خوږو اوبو يې پريولي او ويې څښي يا يې په بل ناروغ و څښي انشاالله کامله شفا به ورنصيب سي .

يا قيوم

  1. اى د ټولو ساتونکيه او قايموونکيه خدايه ! څوک چي دغه اسم ډير ووايي انشا الله په خلکو کي به يې عزت او وقار زيات سي او که څوک د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پوري دغه اسم ووايي انشا الله سستي او کهالي به ورنه ليري سي .

يا واجد

  1. د هر څه پيدا کوونکيه ! څوک چي د ډوډۍ خوړلو پر وخت يا واجد ووايي نو دده د خوراک چي کومه غذا ده هغه به د ده د زړه لپاره د طاقت قوت او نورانيت سبب سي .

يا ماجد

  1. اى د لوىي او عزت خاونده ! څوک چي دغه اسم په تنهايي کي دومره ووايي چي بې حاله سي نو انشالله د هغه پر زړه به الهي انوار ښکاره سي .

يا واحد

  1. اى يواځي يو خدايه ! هر څوک چي هره ورځ زر ځله دغه اسم ووايي د هغه د زړه څخه به د مخلوق مينه او خوف ليري سي او د چا که اولاد نه کيږي هغه دي دغه اسم وليکي د ځآن سره دې وساتي انشا الله صالح اولاد به ورنصيب سي .

يا احد

  1. اى يواځي يو خدايه ! هر څوک چي هره ورح زر ځله دغه اسم ووايي د هغه د زړه څخه به د مخلوق مينه او خوف ليري سي او د چا که اولاد نه کيږي هغه دي دغه اسم وليکي د ځآن سره دې وساتي انشا الله صالح اولاد به ورنصيب سي .

يا صمد

  1. اى بې نيازه ! که څوک د سهار په وخت کي سر پر سجده کښيږدي او دغه اسم ١١٥ يا ١٢٥ ځله ووايي هغه ته به ظاهري او باطني رښتيا نصيب سي او که څوک دغه اسم په اوداسه تل وايي د مخلوق څخه به بې نيازه سي انشا الله .

يا قادر

  1. اى قدرت لرونکيه ! که څوک دوه رکعته لمونځ وکړي او سل ځله القادر ووايي الله به د هغه دښمنان ذليل او رسوا کړي او که چاته په يو کار کي مشکل وي نو ٤١ ځله دغه اسم ووايي مشکل به يې حل سي انشا الله .

يا مقتدر

  1. اى د پوره قدرت لرونکيه ! که څوک د خوب څخه د راپورته کيدو وروسته ډير يا لږ تر لږه ٢٠ ځله ووايي د هغه ټول کارونه به اسانه او ښه سرته ورسيږي .

يا مقديم

  1. اى مخته کوونکيه ! که څوک د جنګ په وخت کي دغه اسم ډير وايي انشا الله فتح او قوت به ورنصيب سي او د دښمنانو څخه به خلاص سي .

يا موخر

  1. اى وروسته کوونکيه ! څوک چي دغه اسم ډير وايي هغه ته به رښتونې توبه ورنصيب سي . او که څوک دغه اسم په پابندي سره هره ورځ سل ځله وايي هغه ته به د الله داسي قرب او مينه نصيب سي چي د هغه پرته به ناقراره وي .

يا اول

  1. اى تر ټولو اول خدايه ! که د چا نارينه اولاد نه کيږي هغه دي ٤٠ ورځي دغه اسم ووايي انشا الله مراد بۀ يې پوره سي . که څوک مسافر وي هغه دي د جمعې په ورځ زر ځله دغه اسم ووايي انشا الله په خير سره به راستون سي .

يا اخر

  1. اى تر ټولو اخر خدايه ! که څوک روزانه زر ځله دغه اسم مبارک ووايي انشا الله د هغه د زړه څخه د الله پرته ټوله مينه ختمه سي او اخيره خاتمه به يې په خير وي .

يا ظاهر

  1. اى ظاهر او ښکاره خدايه ! که څوک د اشراق د لمانځه وروسته سل ځله دغه اسم ووايي الله پاک به د هغه په سترګو کي رڼا او په زړه کي نور ورپيدا کړي .

يا باطن

  1. اى باطن او پټ خدايه ! که څوک هره ورځ ٣٣ ځله يا باطن ووايي انشا الله پر هغه به باطني اسرار ښکاره سي او حب الهي به ورنصيب سي .

ياوالي

  1. اى دوست او ملګرى خدايه ! که څوک دغه اسم ډير وايي هغه به د ناڅابه افتونو څخه وژغورل سي او که دغه اسم پر يوه لوښي وليکل سي او د اوبو ډک کړل سي او بيا يې په کور کي و پاشي انشا الله د ټولو افتونو څخه به وژغورل سي .

يا متعال

  1. اى تر ټولو لوړ او غوره خدايه ! که څوک دغه اسم ډير وايي انشا الله ټولي ستونزي به يې حل سي او که ښځه د حيض په وخت کي دغه اسم ډير ووايي انشا الله تکليف به يې پورته سي .

يا بر

  1. اى ډير ښه رويه کوونکيه ! که څوک په شرابو ، زنا او نورو ناوړو اعمالو اخته وي هغه دي هره ورځ دغه اسم ٧ ځله ووايي انشا الله د ګناهونو سره به يې مينه ختمه سي که څوک د دنيا په محبت اخته وي هغه دي دغه اسم ډير وايي انشا الله د دنيا محبت به يې د زړه څخه ووځي ، او که څوک پر خپل اولاد باندي تر زيږيدو وروسته دغه اسم اوه ځله دم کړي او پر خداى يې و سپاري انشا الله تر بلوغ پوري به د ټولو افتونو څخه وژغورل سي .

يا تواب

  1. اى توبه قبلونکيه ! که څوک د څاښت وروسته دغه اسم ٣٦٠ ځله وايي هغه ته به رښتونې توبه نصيب سي او که څوک دغه اسم ډير وايي د هغه هر کار به اسانه سي که څوک پر يو ظآلم باندي د غه اسم لس ځله دم کړي انشا الله د هغه د ظلم څخه به وژغورل سي .

يا منتقيم

  1. اى غچ يا بدله اخستونکيه ! که څوک پر حق وي او بدل اخستلو توان ونلري درې جمعې دي پرله پسې يا منتقم ډير ووايي الله پاک به پخپله د هغه څخه بدله واخلي .

يا عفو

  1. اى ډير عفوه کوونکيه ! څوک چي دغه اسم ډير وايي الله پاک به انشا الله د هغه ګناهونه ورمعاف کړي .

يا روف

  1. اى ډير شفقت کوونکيه ! څوک چي يا روف ډير وايي الله به مخلوق پر ده او دى پر مخلوق مهربانه کړي او که څوک لس ځله درود شريف او لس ځله دغه اسم ووايي انشا الله د هغه غصه به ختمه سي او که پر بل چا دم کړل سي د هغه غصه به ختمه سي انشا الله .

يا مالک المک

  1. اى د ټولو کايناتو مالکه ! څوک چي يا ملک الملک ډير وايي الله پاک به هغه غني او د خلکو څخه به يې بې نيازه کړي .

يا ذلجلال والاکرام

  1. اى د جلال او کرم څښتنه ! څوک چي يا ذالجلال والاکرام ډير وايي الله پاک به هغه ته عزت ، عظمت او د مخلوق څخه به بې پروايي ور نصيب کړي انشا الله .

يا مقسط

  1. اى عادت او با انصافه خدايه ! که څوک هره ورځ دغه اسم ډير وايي الله پاک به يې د شيطان له وسوسو څخه و ژغوري او که د کوم جايز مقصد لپاره ٧٠٠ ځله دغه اسم مبارک ووايي انشالله مقصد به يې پوره سي .

يا جامع

  1. اى د ټولو جمع کوونکيه ! هر چا چي قريبان سره پاشلي وي هغه دي د څاښت په وخت کي غسل وکړي او اسمان ته دې مخ کړي لس ځله دي يا جامع ووايي او يوه ګوته دي کت کړي او همدارنګه پر هر لسم ځل دي يوه ګوته کت کړي په اخر کي دي دواړه لاسونه پر مخ راتير کړي انشا الله قريبان به يې پر ځاى سي او که يو شى ورک سي نو الهم يا جامع الناس ليوم لاريب فيه ) دي ووايي انشا الله هغه شى به يې پيدا سي ددې تر څنګ د جايز محبت لپاره هم دا دعا ګټوره ده .

يا غني

  1. اى بې نياز او بې پروا خدايه ! که څوک هره ورځ دغه اسم اويا ځله ووايي الله پاک به د هغه په مال کي برکت واچوي او د چا محتاج به نسي .

يا مغني

  1. اى بې نيازه او غني کوونکيه ! که څوک د سهار او يا ماخستن د لمانځه وروسته اول او اخرکي درود شريف او وروسته  ١١١١ ځله دغه اسم  د وظيفې په شان ووايي او سورت مزمل دي هم تلاوت کړي ، الله پاک به هغه ته ظاهري او باطني غنا ورنصيب کړي .

يا مانع

  1. اى منع کوونکيه ! که چيري د خاوند او ښځي تر منځ کومه شخړه پيښه سي نو د بيديدو پر وخت دي شل ځله دغه اسم ووايي انشا الله شخړه به ختمه سي او څوک چي دغه اسم ډير وايي انشا الله د هر شر څخه به په امن کي وي .

يا ضار

  1. اى پر ضرر رسولو توانا خدايه ! که څوک د جمعې په شپه دغه اسم شل ځله ووايي هغه به انشا الله د هر ډول ظاهري او باطني افتونو څخه و ساتل سي او د الله قرب به ورنصيب سي .

يا نافع

  1. اى ګټه رسوونکيه خدايه ! که څوک په کښتۍ يا کوم بلي سواري کي د کښينستلو وروسته يا نافع ډير ووايي انشا الله د هر افت څخه به وژغورل سي او که څوک د يو کار په پيل کي ٤١ ځله يا نافع وواي انشا الله هغه کار به يې په خير تر سره سي .

يا نور

  1. اى کامل نور او نور ورکوونکيه ! که څوک د جمعې په شپه اوه ځله سورة نور او زر ځله دغه اسم ووايي انشا الله زړه به يې په نور الهي منور سي .

يا هادي

  1. اى د سيده لاري ښوونکيه ! که څوک د اسمان لوري ته لاسونه پورته کړي او يا هادي ډير ووايي او په اخر کي لاسونه پر مخ راتير کړي الله به هغه ته پوره هدايت ورنصيب کړي او په اهل معرفت کي به شامل سي انشا الله .

يا بديع

  1. اى د بې مثاله شيانو پيدا کوونکيه ! که څوک په يو غم او يا مشکل اخته وي هغه دي زر ځله يا بديع السموات والارض ووايي انشا الله خلاصون به ومومي او که څوک دغه اسم په اوداسه ووايي او بيده سي د کوم کار چي يې اراده وي هغه به په خوب وويني ، او که څوک د ماخوستن د لمانځه وروسته د يو کار يا مقصد د تر سره کيدلو لپاره دولس سوه ځله يا( بديع العجايب بالخيريا بديع ) تر يولسو ورځو پوري ووايي مقصد به يې تر ويلو مخکي پوره سي . انشا الله .

يا باقي

  1. اى هميشه موجود خدايه ! که څوک د جمعې په شپه زر ځله دغه اسم ووايي الله به هغه د هر ډول تاوان او ضرر څخه و ساتي او د هغه ټول نيک اعمال به مقبول سي .

يا وارث

  1. اى د ټولو ورسته باقي او موجود خدايه ! که څوک د لمر را ختلو پر مهال سل ځله يا وارث ووايي انشا الله د هر غم او مصيبت څخه به وژغورل سي او اخره خاتمه به يې په خير وي او که څوک د ماښآم او ماخوستن په منځ کي دا اسم زرځله ووايي د هر ډول پريشانۍ څخه به و ساتل سي .

را رشيد

  1. اى راستي او نيکي خوښوونکيه ! که څوک د خپل يو کار يا مقصد په تدبير نه پوهيږي هغه دي د ماښام او ما خستن په منځ کي زر ځله يا رشيد ووايي . او که څوک هره ورځ دغه اسم ووايي انشا الله ټول مشکلات به يې حل سي په کاربار کي به يې پرمختګ راسي .

يا صبور

  1. اى څښتن د ډير صبر او زغم ! که څوک د لمر را ختلو مخکي دغه اسم سله ځله ووايي هغه به انشا الله په هغه ورځ د هر مصيبت څخه و ساتل سي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب