آيا الله جل جلاله د خوراك، څښاك، خوب او… څخه پاك دي؟

پوښتنه :
سلا مونه او نیکی هیلی ومنئ
وروره زه یوه پوښتنه لرم هيله ده را ته ځواب يي كړي:
اياالله د خوراك، څښاك، خوب او مخ وينځلو څخه پاك دي ، دليل يې څه شې دی؟ كه پوره وضا حت وركړي ډيره مننه به مووې؟
په درنښت
ډاکټر روح الله کاکړ
ځواب :
دکتور استاذ مصباح الله
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله صلی الله علیه وسلم وبعد :
محترمه وروره د هر څه دمخه خو ستاسی هغه مینه ستایم چی د خپل دین د زده کړی په باب یی لری، دویمه خبره دا کول غواړم چی دا ډول پوښتنی که په هو او نه باندی ځواب شی او یوازې دا استدلال وشي چې همداسې په شرعی نصوصو کې راغلی دي او پوښتنه کوونکی او لوستونکی پرې قناعت وکړي خو ډیره ښه ده، او ځواب یی هم آسان دی، او هغه دا چی الله جل جلاله په قرآن کریم کی فرمایی: {قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّا فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلَا يُطْعَمُ قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ} [الأنعام : 14] یعنی ورته ووایه ای پیغمبره ایا زه به د هغه الله څخه پرته بل څوک د ولي او خدای په حیث غوره کوم چی هغه د اسمانونو او مځکی پیدا کونکی دی، او هغه نورو ته روزي ورکوي، او هغه ته روزی نه ورکول کیږی، ماته ددی حکم شوی چی تر ټولو دمخه ځان تسلیم کړم، او راته ویل شوی چی د مشرکانو له جملی څخه مه کیږه (یعنی دا هیڅکله هم نشی کیدلی چی دداسې الله څخه پرته د بل چا خدایی ومنم).
په دی ایت کی له الله جل جلاله څخه د خوراک نفی شوی، په هغه ټولو آیتونو کی چې په هغو کې د الله څخه د ښځی او بچیانو نفی شوی او الله تعالی د هغی څخه پاک ګرځول شوی دی په همدی دلالت کوي چې هر هغه څه چې د مادي اجسامو او د انسانانو صفات دی الله تعالی ته یی نسبت ناجایز او نادرست دی؛ ځکه چې په قران کې ځای په ځای ویل شوي: {وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُوا لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَصِفُونَ} [الأنعام : 100] یعنی دوی د الله تعالی لپاره شریکان جوړ کړي، حال دا چې دا ټول الله تعالی پیدا کړي دي، او دوی د خپل جهالت او بی علمی له امله د الله لپاره زامن او لورګانی اختراع کړي، الله تعالی د هغه څه نه بالکل پاک دی چې دوی یې د الله لپاره بیانوي.
یعنی هغه صفات چی الله سره نه ښایی او دوی الله تعالی ته نسبت کوی الله تعالی د هغه ټولو نه پاک دی، او الله تعالی په قرآن کریم کې خپل ذات د هر هغه څه نه پاک ګڼي چې هغه د الله څخه پرته د بل هر څه سره مشابه ګرځوي، قرآن کریم کې فرمایی: {لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ} [الشورى : 11] یعنی الله تعالی په څیر هیڅ شی نشته، او الله تعالی اوریدونکی او لیدونکی دی.
یعنی هغه څه چې نور هر موجود ته یي نسبت کیږي الله تعالی د هغې څخه پاک دی، دا خو هغه منصوصی دلایل دی چې باید په عامو رسنیو کې پرې اکتفاء وشي، ځکه که علمی بحث وشي شاید د یو شمیر خلکو ذهن دې ته ونه رسیږی او د یو لړ شبهاتو سره مخ شی، او هغه په مختصره توګه دا چې اصلا جسم او جسمانی صفات یو نقص او د حدوث دلیل دی، او هر هغه څه چې پر نقص دلالت کوي او یا تری حدوث لازمیږی د هغی نسبت الله تعالی ته محال دی او دا ځکه چې د الوهیت غوښتنه دا ده چې هغه باید کامل او ابدی وی، کله چی د الله الوهیت ثابت شو نو بیا هغی ته  د حدوث نسبت محال ګرځی، دا استدلال په ډیر څرګنده توګه د هغه ایتونو څخه ثابتیږی چی په هغی کی حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل قوم په وړاندی د لمر، سپوږمی او ستوری د الوهیت په نفی استدلال کړی دی، په هغه ایتونه کی الله تعالی فرمایی: {وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ (75) فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَى كَوْكَبًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَا أُحِبُّ الْآفِلِينَ (76) فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِنْ لَمْ يَهْدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّينَ (77) فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَذَا رَبِّي هَذَا أَكْبَرُ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ (78) إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ} [الأنعام : 75 – 79] ددی ایتونو خلاصه دا ده چی حضرت ابراهیم علیه السلام د لمر، سپوږمی، او ستوری الوهیت ددی لپاره مسترد کړ چی دا زایلیدونکی او حادث شیان دی، او په اخر کی ددی اعلان وکړ چی د الوهیت مستحق هغه ذات دی چی ددی ټولو حادثو صفتونو څخه پاک دی او د اسمانونو او مځکی پیدا کونکی دی.
اوس دا خبره چی د جسمانیت  څخه ولی نقص لازمیږی نو دا خو بالکل بسیط او ساده خبره ده چی  هر جسم د اجزاو څخه مرکب وی، دا اجزاء پخپله ددی لامل ګرځی چی جسم ورته محتاج وی، بل دا چی دا مرکب چا ترکیب کړ ځکه پخپله خو ترکیب کیږی، که دا ومنو د الله تعالی د وجود دلیل منتفی کیږی، نو هغه څه چی پخپل وجود کی بل چا ته محتاج وی هغه به حادث هم وی او خدای هم نشی کیدلی ځکه محتاج خدای نشی کیدلی.
په دی کی دومره خبره اړینه بولم چی د دی ډول استدلالونو څخه کله د هغه خلکو په ذهنونو کی چی ذهن یی دی ته نه رسیږی چی وجود او جسم دوه بیل شیان دی، او هر موجود جسم هم نه دی، نو څوک چی دا دوه شیان سره نشی جلا کولی هغی لپاره دا مشکل وی چی الله تعالی جسم نه وی نو وجود بیا څه معنی لری، بناء دداسی شبهاتو د ایجادیدلو له امله داسی استدلالونه په داسی ځایونو کی نشرول چی هر څوک یی لولی لږ ستونزمن کار دی، خو چونکه  د ورور غوښتنه وه نو په مختصرو ټکو کی مو ورته مدعا بیان کړه الله تعالی دی وکړی چی تسلی یی شوی وی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب