په رښتینې معنی لمونځ | کیسه

یوه قاضي واوریدل چې په یوه جومات کې یو ځوان د زهد په اړه ښایسته خبرې کوي، خپلو شاګردانو ته یې وویل: راځئ دې ځوان ته ورشو څو پوښتنې به ور نه وکړو چې معلوم یې کړو ورسره به کښېنو او خبرې به یې واورو.

قاضي صاحب له خپلو شاګردانو سره ورغی او ځوان ته یې وویل: ځوانه د لمانځه په اړه خبرې راته وکړه؟  ځوان ورته وویل:  د لمانځه د ادابو په اړه او که د لمانځه د څرنګوالي په باره کې؟ قاضي  له ځانه سره وویل: دا هم د ځوان د پوهې نښه ده چې یوه پوښتنه یې دوه ځایه کړه، بیا یې ځوان ته وویل: د لمانځه اداب راته بیان کړه، ځوان ورته وویل: د لمانځه اداب دادي چې:

د الله له امر سره سم لمانځه ته پورته شې،

له ځانه سره د احتساب فکر درسره وي،

نیت وتړې،

د الله د عظمت تکبیر ووایې،

په ترتیل سره د قران تلاوت پیل کړې،

په عاجزي سره رکوع ته ولاړ شې،

په خشوع سره سجده شې،

په اخلاص سره تشهد ووایې،

او د الله په رحمتونو سره سلام وګرځوې،

د قاضي زړه ته په مینه د ځوان خبرې ننوتلې او ورته ویې ویل: د لمانځه د څرنګوالي په اړه راته ووایه؟ ځوان ورته وویل:

کعبه دي سترګو ته مخامخ وګڼه،

 د محشر د میدان تله دریاده کړه،

د صراط لاره د پښو لاندي وبوله،

جنت ښي او جهنم چپ لورته وبوله،

د مرګ ملایکه دي شاته ولاړه  فرض کړه،

او له دې وروسته هم په دې اندېښنه کې اوسه چې الله به قبول کړی وي که نه.

قاضي ځوان ته وویل: څومره موده کیږي چې دا ډول لمونځ کوې؟ ځوان ورته وویل: شل کاله کیږي، قاضي خپلو ملګرو ته وویل: راځئ چې د تېرو پنځوسو کلونو لمنځونه راوګرځوو.

الله جل جلاله دي موږ ته توفیق راکوي چې د خپلو لمنځونو حالت او اداب همداسې کړو.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب