د الله لفظ او د خدای لفظ کې فرق څه دی؟

باید پوه شئ چې لفظ د الله دا عربي لفظ ده او لفظ خدا په فارسي او خدای په پښتو دی، د ټولو معنی ده حق معبود، خو په استعمال کې یې دومره توپیر دی، چې لفظ د الله او استعمال یې په عربي، فارسي، اردو، پښتو او ټولو ژبو کې عام دی، لیکن لفظ د خدا یا خدای یوازې عجمي ژبو سره مخصوص ده.

دواړه مترادف الفاظ دي او یوه معنې ترې اخیستل کیږي: لفظ الله د الله جل شانه ذاتي نوم دی او خدای اسم صفت دی. پخواني ادیانو کې هم الله د مختلف نومونه د صفت په حیث اخیستل کیدل او معنې کې يې فرق نه وو. یعني الله ته منسوب نومونه وو چې د شرک څخه پاک وو. په پښتو کې موږ څښتن تعالی وايو همداسې په دري یا فارسي کې خدای چې معنې يې الله راځي.
الله تعالی دڅښتن تعالی لفظی اومعنوی اسم دی او (خدای)چی په اصل كې خود آی دی په معنی د (خپله راغلی) دی دالله تعالی معنوی اسم دی یعنې اسم صفتی دی. مقصد داچې الفاظ مترادفه دي او معنی یې واحده ده.
لنډه دا چې لفظ د الله عام ده هم په عربي او هم په عجمي ژبو کې عام دی او خدا یا خدای له عجمي ژبو سره خاص دی. دوهم توپیر یې دادی چې لفظ د الله حق معبود لپاره کارول کیږي او پدې کې د علماوو اختلاف نشته لیکن لفظ د خدا یا خدای استعمال مختلف فیه ده یعنې ځینې علماء یې پر جواز او ځینې یې پر عدم جواز قائل دي. وګورئ مآرب الطلبه ص: ۱۹). والله اعلم

استاد انجینر نورالله خان احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب